قران مجيد

د لفظ "قران" لغوي معنی ده،لوستل شوی

په قران کريم کي ټول ٦٦٦٦ اياتونه دي.

د قران کريم د سورتونو شمير ١١٤ دی٠

د قران کريم اوله ترجمه په لاطيني ژبه کي وشوه٠

په قران شريف کي تر ټولو اوږد سورت،سوره بقره او تر ټولو کوچنی سورت،سوره کوثر دی٠

سوره الرحمان ته زينت القران ويل کيږي.

په قران شريف کي  د ٢٥ پيغمبرانو نومونه راغلي٠

په قران شريف کي  ٦ سورتونه د انبياکرامو په نامه دي٠

هغه صحابي رضی الله عنه چي نوم يې په قران شريف کي ذکر شوی،حضرت زيدرضی الله عنه  دی٠

هغه سورت چي په شروع کي يې بسم الله نشته،سوره توبه نوميږي.

هغه سورت چي په هغې کي دوه ځلي بسم الله راغلې،سوره نمل نوميږي.

هغه مېرمن چي په قران کي يې نوم راغلی،حضرت مريم عليه السلام ده٠

هغه سورتونه چي د هجرت نه مخکي نازل شوي د مکي سورت په نامه ياديږي اګر که د مکې نه بهر نازل شوي وي او

هغه سورتونه چي د هجرت نه وروسته نازل شوي دي د مدني سورتونو په نامه ياديږي اګر که په مدينه کي نه وي نازل شوي٠

ټول مکي سورتونه ٨٦ دي٠

ټول مدني سورتونه٢٨ دي٠

د قران شريف د درې سورتونو نومونه صرف يو حرف دی٠سوره ق،سوره ن او سوره ص.

سوره ياسين ته قلب القران يعني د قران زړه ويل کيږي٠

سوره الفلق او سوره الناس ته معوذتين ويل کيږي٠