د خپل ژوند له تقدير سره خبري کړم

بيا ستا له تصوير  سره خبري کړم

 

خوب مي ليده څوک رانه هر څه واخلي

اوس يې له تعبير سره خبري کړم

 

کله ستا د ميني په خيالونو کي

"پاچا" شم له "وزير" سره خبري کړم

 

اوس خو مي ډېر لوړ دی سندريز فکر

اوس خو له پامير سره خبري کړم

 

بيا ګوهره ناست يمه غزل ليکم

بيا له خپل ضمير سره خبري کړم

**** 

ارباب روډ،پېښور