حضرت محمد صلی الله عليه وسلم
رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوشنبې په ورځ،٩ربيع الاول چي د ٢٠ اپريل، ٥٧١ ميلادي کال سره سمون خوري،د مکې په ښار د شعب بني هاشم په کورنۍ کي زېږېدلی.(تاريخ خضري).
رسول الله صلی الله عليه وسلم په عام الفيل کي زېږېدلی يعني هغه کال په کوم کي چي ابرهه په مکه بريد کړی وه٠
تر ټولو لومړی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د ابولهب وينځي حضرت ثوبيه رضی الله عنها شيدې ورکړې
.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مور نوم بي بي امنه او د والد نوم عبدالله وه٠
کله چي درسول الله صلی الله عليه وسلم عمر مبارک ٦ کاله وه،نو مور يې وفات شوه٠
رسول الله صلی الله عليه وسلم د ١٢ کلو په عمر کي له خپل تره ابوطالب سره شام ته په سفر لاړ٠
رسول الله صلی الله عليه وسلم د ١٥ کلو په عمر کي په لومړي ځل په جنګ فجار کي برخه واخيسته٠
رسول الله صلی الله عليه وسلم د ٢٣ يا ٢٤ کلو په عمر کي د دوهم ځل لپاره شام ته په تجارتي سفر لاړ
.
رسول الله صلی الله عليه وسلم په ٢٥ کلنۍ کي د حضرت خديجه رضی الله عنها سره نکاح وکړه او
په دې وخت کي د حضرت خديجه رضی الله عنها عمر ٤٠ کاله وو٠
رسول الله صلی الله عليه وسلم په مهر کي ٢٠ اوښان ورکړل٠
د ابراهيم نه علاوه د رسول الله صلی الله عليه وسلم ټول اولاد د حضرت خديجه رضی الله عنها له بطن څخه وو٠
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زامنو نومونه ابراهيم ،قاسم او عبدالله وو او
درې واړه په وړوکوالي کي وفات شوي وو٠
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لورانو نومونه زينب،رقيه،ام کلثوم او فاطمه
رضی الله عنهما وو٠
د حضرت فاطمه رضی الله عنها نه علاوه درې واړه لوراني د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژوند کي وفات شوې وې البته