غزل ( ژاړم )
03.12.2016 12:41وايم رښتيا چې له وختونو ژاړم
ځان سره تل له نفرتونو ژاړم
تورتم کي ښه يم څراغ مه لګوه
چي ټوله شپه بيا له غمونو ژاړم
زمونږ قسمت کې خوشحالي چيرې ده
ژونده د ستا له کړاوونو ژاړم
له ويرې سترګې پټولی نه شم
بيا د خوبو له تعبيرونو ژاړم
لکه ائيني په څير زړه صاف ساتمه
ستا له ګيلو او له شکونو ژاړم
وائي ( وارث ) چې اوس ئې زغم نلرم
ځکه په زړه کې له دردونو ژاړم