د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ستومانه ژوند

پوهنمل محمدوارث 22.07.2016 21:01

دلته ژوند ستړی ستومانه
ټول ګيله لري دنيا نه

د سکروټو باران ګورې
په مونږ اوري له هو انه

تکې سرې لکه انار شوې
د هر چا سترګې ژړا نه

مرورې به خود ښکاري
تنکۍ شونډې له خندا نه

د چا هيلې پوره نه شوې
دنيا ډکه له ارمانه

خدايه څه تندر راپرېوت
پيغلې خلاصې شوې حيانه

د ېو بل وينو ته ناست دي
هم سرونه شو ارزانه

ملامت څوک ځان نه بولي
په هر چا دي بد ګمانه

ګوره شيخ، ملا زاهد ته
په سجدو پراته ريا نه

پاک مې هيڅ څوک پيدا نه کړ
هر وګړی له ګناه نه

لمسون مه منۍ د بل چا
ځان مو خلاص کړۍ له شيطانه

څه ځواب به هلته ورکړۍ
که هر څومره شئ پښيمانه

ربه ته ئې په لار سم کړې
يا ئې خلاص کړې له ايمانه

اوس وارثه پدې پوه شوې
هيڅوک پاک نه دي خطا نه