د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شماري

پوهنمل محمدوارث 13.07.2016 12:21

چې تنها پاتې شي غمونه شماري
په ميکده کې تش جامونه شماري

د ساقي سترګې هم تش خم ته ګوري
بيا په لاسو کې ساغرونه شماري

خمار ئې لا تر سر پرېوتی نه وي
په ګوتو د خپل زړه غمونه شماري

د عشق ناکام پړاو ته رسيدلی
لګيا دې د خپل زړه داغونه شماري

کله چې د خيال په دښتو سر شي
ګردونو کې بيا ورک پلونه شماري

نور خو د دنيا له غمه وتی دی
په خيال کې د ليلا خالونه شماري

ته پرې ای ( وارثه ) غرض مه لره
پريږده چې دا خپل دردونه شماري