غزل
15.07.2016 17:57چې په مينه کې اقرار زما خوښيږي
ستا په سترګو کې انکار زما خوښيږي
ستا د مينې سيپارې چې پکې لولم
په وختونو کې سهار زما خوښيږي
نيت مې کړی سپيلني راټولومه
ځکه فصل د بهار زما خوښيږي
له غروره ته ګيله له چانه نه کړې
له پاک زړه نه سپين ګفتار زما خوښيږي
که سل ځله بهانې کړې راته جوړې
هم انکار او هم اظهار زما خوښيږي
دا په هر څه کې توپير څه جرم ندی
په يارانو کې بيا يار زما خوښيږي
د ( وارث ) دزړه حالات که چيرې پوښتې
وائي مينه کې سنګسار زما خوښيږي