ای اختره
02.08.2016 11:14ای اختره زمونږ ډيره غريبي ده
له هر وخته نن مو ډيره ناچاري ده
ګوره رانشې بچيان به مو ځوريږي
زمونږ خپله ورځ تر بلې بدتري ده
کوچنۍ لور زما نکرېزې له ما غواړي
لاس به چاته غزومه بې وسي ده
څوک د چا د بېوسۍ نه څه خبر دي
په فکرونو کې د هر چا ځان ځاني ده
د بنګلو لاندې کوډۍ کې مونږ اوسيږو
برابره زمونږ کله دا سيالي ده
ما تڼۍ څيرې ګرېوان ته پيدا نه کړې
وس مو نشته دلته څومره قيمتي ده
خوشحالي زمونږ په ستوني کې سلګۍ شي
ځکه دلته بيا د اوښکو ارزاني ده
هلته ښار د رڼاګانو کې ميلې دي
دلته ټولې ډيوې مړې دي خاموشي ده
ته به کله خوشحالي ځان سره راوړې
زمونږ چم کې لا تراوسه پرېشاني ده
که راخې ن وچې ښکالو دې څوک وانه وري
وارث وائي چوپه خوله دې بهتري ده