ليوني شول
19.07.2016 10:12وريځې ګردې ګرځي بارانونه ليوني شول
داسې نخښې ښکاري توپانونه ليوني شول
چا نظره کړي چې منګي پرې تل ماتيږي
راوړۍ سپيلني چې ګودرونه ليوني شول
نوم خو له پخوا نه د تروږميو وه بد شوی
ځکه تورېدلي ماښامونه ليوني شول
ګل او غوټۍ دواړه د ځوانۍ په خوب ويده دي
ولې دا بې وخته خزانونه ليوني شول
وارثه تا د شعر په ژبه ويلې ازار مه اخلۍ
ځکه دا ويده ويده وختونه ليوني شول