زما زوی څه غواړی؟
11.08.2016 22:27غزل
زما زوی څه غواړی؟
په ژړا دی هر سحر له ما نه ورور غواړی
په رڼا شانتی ماښام کی له ما خور غواړی
یو ځل نه چی له ازله دا بی کسه
په دنیا کی له آرمانه شور ما شور غواړی
کله وایم دا بابیزی نور مه وایه
دی ملا شی هر دعا کی یو شی نور غواړی
چی په قهر شی په کور کی یا بیرون
له ناچاره وخت ناوخته زر او زور غواړی
دا کوچنی ماشوم له ما نه هر څه غواړی
کله مرګ غواړی بی وخته کله مور غواړی
زه خالد په دا وران زړګی به څه کړم
دی له ما نه په عناد هر څه سمسور غواړی
سمیع الله خالد سهاک
د اګست لسمه، ۲۰۱۶ کال
مونتری، کالیفورنیا