د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څنګه شاعر شوم

سمیع الله خالد سهاک 09.06.2016 15:38

څـــــنــــګه شــــاعــر شـــوم
-----------------------------------------
هسی شاعر نه شوم
آسانه باندی
د آمیدوو وړي او لویی کړي
می سره یو ځای کړلي
بیا په آسمان کی می تصویر جوړ کړ
د خندا شونډی می تصویر کړی
د وصال په څیری
چینه د وصل شوه روانه
پسرلي د ژوند کی
له وصلتونو ، جداییو، خنداګانو
له پیرزوینو له ښیراوو، ژړاګانو
او د نازنیني
له آداګانو
نه می زده کړل
چی شعر څنګه جوړ کړم
***
څنګه شاعر شوم؟
هسی حیران ولاړ وم
ژوند می نظر کی و خپل
هسی حیران ووم
په دنیا د عشق کی
هسی حیران ووم
او بیا خدای راباندی رحم وکړ
او د رحمت دریاب کی
کی یی زه واچولم
او تر اوسه لامبم
***
څنګه شاعر شوم؟
د هغی د سترګو په کتو کی زه شاعر شوم
د آشنایانو په کیسو کی زه شاعر شوم
د نابینا آشنا یادونو لیونی کړم
دی لارو چارو کږلیچو زه شاعر شوم
هسی آرام می ورک شو
خوب او خیال می ورک شو
ژوند می شو ډک له غمو
د ژوند څراغ می ورک شو
***
هڅی آسانه شاعر شوی نه یم
د ژوند تبی کی لا پوخ شوی نه یم
هڅی آسانه شاعری نشته ده
شوی نه یم “خالد” د یار مینه کی

سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د جون اتمه، ۲۰۱۶ کال