پاریس کی بریدونه
23.11.2015 10:41پاریس کی بریدونه
هره ورځ افغانستان کی سل مری نور
د بل خور مری یا یی ورور او یا یی مور
اوس پاریس او لوکزامبورګ هم آرام نه دی
اروپا کی هم اوس بل دی دا سور اور
افغانان به تښتیدل ټول اروپا ته
اوس بیدیا او غر یو شان دی او هم کور
په خپل کور کی ټول شی پاتی چیری مه ځي
مرګ نه تیښته نشته ځی که په هر لور
خلکو دا څوک د اسلام په نوم خلک وژنی
خالد نه کاندی خطاب ورته د ورور
سمیع الله خالد سهاک
نومبر دوه ویشتمه، ۲۰۱۵ کال