غزل
30.09.2015 11:23غزل
هسی یوازی او پریشانه دا زما سفر دی
ښکلو ګلونو کی له ورایه د بورا سفر دی
پریښانیوکی د ژوندون مزل په ورو وروځی
له لاری وتی بی کاروانه د مولا سفر دی
په ګنه ګنه کی پیدا او کله ورک شی له ما
له لارویو ډک بی وخته بی غوغا سفر دی
زه به دنیا نه له ګناه پرته نور څه یوسمه
د پرَدو کور کی نا روښانه د عقبی سفر دی
ناري وهی راته وطن ولی دی هیر کړمه زه
تاکی سفر اوس د حسین د کربلا سفر دی
خالده مه وایه غیبت کیږی زړه لوی کړه دخپل
د آخرت غمه کړه، وران دا د دنیا سفر دی
سمیع الله خالد سهاک
د سپتامبر ۲۵، ۲۰۱۵ کال
مونتری، کالیفورنیا