د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

سمیع الله خالد سهاک 05.02.2015 21:07

د ونو زیړی پاڼي لاهم له باران تمه کړي
په یخ خزان کی وچي شوي له آسمان تمه کړي
قطره قطره کی لاهم زور د دریابونو پروت دی
په وچه دښته لاروۍ لا د سیلاب تمه کړي
نازکه زړه می په خزان کی د بهار خوب ویني
او چُپه خوله لیلا له ما نه د تکرار تمه کړي
په ژوند یی څه وکړل، اوس په زنکدن به څه کړ‌ې
چی غرمه تود نه شو له لمر د مازیګر تمه کړي
خالد ټول عمر کی د خیر او شر توپیر ونه کړ
ګناه کی ډوب خو له خدای د استغفار تمه کړي
***
سمیع الله خالد سهاک
مرینه، کالیفونیا ،د فبروی څلورمه ۲۰۱۵ کال