د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږغړوندی دچاپه لاس کې دی

عبدالرووف لیوال 17.12.2015 13:30

تیره اونۍ دهرات دشینډنډ په زیرکوه کې درنه جګړه دطالب ددوډلوترمنځ ونښته دادوه ډلې یوه دملاعبدالرسول اخند پلویان او بله دې ملا اخترمحمدمنصورپلویان ول  .
ددې جګړې په پایله کې سلګونه کسان له دواړوخوا مړه اوټپیان شول ، داخبره به پرځای پریږدو چې څوک شهید اوڅوک مردارشو اودڅه لپاره ؟
په زړه پورې خبره خوداده چې دې دواړو ډلو دسیمې دسپین ږیرو اومخوروخواستونه داوربند اومتارکې لپاره رد اوویې نه منل – خوکله چې له پاکستان  څخه  پلاوی راغی دواړوډلو په غوړه مالۍ سره پلاوی ته وویل (همارې لړایی فالفوربند هې).
داچې دموږخوبه وړی حکومت دسیمې له حالاتوپه کره توګه خبرنه و، داهم دپوښتنې ځای دی ؟
داچې دفکستان هیواد ددفاع وزیروایی ( موږدټاپی پروژې امنیت په طالبانونیسو) ګویادافغانستان حکومت ته دمولۍ ارزښت هم نه ورکوی.
دایوټکی اوبل ټکی یې دا چې دې جګړې دا زبات ته ورسوله چې دفکستان هیواد قومنده څومره په طالبانو کې چلښت لری.
په دې اړه زما دملا عبدالسلام اخندد۲۰۰۱وم کال یوه خبره رایادشوه ، هغه ویلی وو ( زه چې کله سفیروم پاکستانیانوماته دسلینسی یاښاغلی مخوړاندې داحترام لپاره استعمالاوه ـ خوکله چې دیوولسم سپتمبرله پیښې وروسته ، زمانیولواوګوانتاناموته دلیږلو لپاره کورته راغلل پولیسو راته یې وویل [ ته اوس موږ ته سلینسی –ملینسی نه یې ]اوزولنې یې په مړوند کې راته واچولی )
عزیزانو! داڅو ټکی مې ددې لپاره ولیکل  چې فکستان وپیژنی .