د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ستره محکمه ، ټولټاکنو لپاره مناسب ارګان

احمدجان اریوزی 14.06.2012 02:32

په دې ورځو کې د په اصطلاح د ټولټاکنو مستقل کمیسیون یو شمیر ډنډورې پیل کړي دی چې ګواکې په افغانستان کې رڼو ټولټاکنو د ترسره کولو له پاره یې قانون له پاره یو لیکنه برابره کړی ده او غواړی چې د تصویب له پاره یې پارلمان ته ولیږي.
په رښتیا چې( غل ویښ او کلی ویده) دی. اوسني په اصطلاح د ټولټاکنو کمیسیون د اولسي جرګې له پاره تیرې داسې ټولټاکنې وکړې چې په جعلکاریو ، فساد او تعصب کې یې په نړی کې ساری نه لیدل کیږي. دا کمیسیون یو ځل بیا غواړی چې د ښاغلی حامد کرزي د افغانستان د اولس مشر د مصالحت او سترګو پټولو سیاست او د خلکو د بې توپیرې د روحیې څخه په استفادې سره غواړی چې افغانستان د هغو ستونزو سره مخامخ کړي چې افغان دښمنه ګاونډیان یې غواړي.
په دی ټول پوهیږي چې په افغانستان کې د ټولټاکنو کمیسیون چې لارښوونه یې د یوې معلوم الحالې متعصبې ډلې په لاس کې ده . دا ډله چې د فساد په اړخ کې قومی اجندا هم مخې ته بیايی. غواړی چې په لوی لاس د هیواد اکثریت اولس یعني په لومړی پړاو کې پښتانه او وروسته بلوڅان، شاړي، نورستانیان او ترکمنان د سیاسي ډګر څخه وباسي او د هیواد سیاسي واک یوازې د دیګانو، هزاره ګانو او ازبکانو په استازیتوب د دوی اړوندو ډلو په لاسونو کې متمرکز کړي.
دې ډلې په تیرو ټولټاکنو کې په قصدي توګه د پنځو زرو څخه زیات په پښتون میشتو سیمو کې د رایې ورکولو مرکزونه په مختلفو پلمو سره وتړل. دې کمیسیون په دې کړنو سره په میلیونو پښتانه رایه ورکونکي د رایو ورکولو د مرکزونو د لرلو څخه بې برخې کړل او په پاتې سیمو کې په پنجاپ پورې د تړلو وسله والو ډلو په مرسته د هیواد د شمالی ، مرکزی، او لویدیزو ولایتونو څخه پارلمان ته د پښتنو استازو مخنیوی وکړ. همدارنګه د پښتنو د نورو سیمو څخه یې ډیر هغه کسان ولسي جرګې ته راوستل چې د دوی سره سرونه خوځوي.
په هغه مهال کی ددوی دا پلان و چې په اولسي جرګه کی د اکثریت په تر لاسه کولو سره به داسې پلان تر لاس لاندې ونیسي چې د هغې له مخې ښاغلی حامد کرزی د اولس مشري د څوکی څخه لیرې کړل شي او په دې ډول به د هغه مرستیال واک واخلی او دا ډله په وکولای شي سل په سلو کې سیاسی واک په خپل لاس کې متمرکز کړي. همدا خبره وه چې د دې ټلوالی یوه وتلی غړي ډاکټرعبدالله په پارلمان کې خپل اکثریت اعلان کړ..
همدا ټکې ددې سبب شو چې ښاغلی حامد کرزی د اولسي جرګې په پرانستلو کې زړه نا زړه شي . او غوښتل چې د پارلمان پرانستل دا یوې او بلې ورځې ته پریږدي . خو د ایران هیواد چې د خلکو په باور سره دې ټولټاکنو کې یې ډیرې روپۍ لګولی وې افغانستان ته د تیلو د ټانکرونو په راتللو سره په ښاغلی کرزي باندې فشار راوړ چې دا پارلمان پرانیزي. ایران په غیر مستقیمه توګه ښاغلی کرزي ته پیام ورکړ چې دا تیل به هغه مهال افغانستان ته پریږدي چې دی دا پارلمان پرانیزي.
ښاغلی حامد کرزی د دې ډلې په موخه د پوهیدو له امله اعتراض کونکي اولسي جرګې ته نوماندانو وهڅول چې غونډې جوړې کړي او عدلي ارګانونو ته عریضې ورکړي . او ده هم ددې له پاره ځانګړي محکمه جوړه کړه او له دې لارې یې په ټولو هغو بریالی شویو نوماندانو فشار راوړ ، تر څو دده په وړاندې د مقاومت او توطیې څخه لاس واخلی او ددوی څخه یې ژمنې واخیستې.
کله چې د هیواد اولس مشر په دې ډاډه شو چې دده په وړاندې اولسي جرګه نشي کولی توطیه وکړی نو یې ځانګړي محکمې فیصلو څخه په غیر قانونی توګه مخ واړوه او په دې ډول یې په هیواد کې د خلکو په وړاندې د قضا دریز ته ډیر زیان ورساوه.
دا یو حقیقت دی چې ټولټاکنې د دموکراسی یو بنسټ جوړوي ،خو په دې شرط چې هغه بې پرې او رڼې وي . که په ټولټاکنو کې ټګي او فساد شته وي او بې پرې نه وي هغه استبداد زیږوي
په افغانستان کې د تیرو جعلی او د فساده ډکو ټولټاکنو له امله په دې هیواد کې یوه مستبده ، متعصبه او فاسده اداره رامنځته شوه. ددې ادارې لوړ پوړي چارواکي په دموکراسي، بشري حقوقو، د میرمنو په حقوقو، د ماشوم په حقوقو کوم باور نه لری او نه ورته ملي ګټې کوم اهمیت لري .
د هیواد خلک په سترګو وینې چې دلته په رښتینې مانا دلته دموکراسي ، د بشرحقوق، د ښځو حقوق، د رسنیو ازادي او ټولنې ته خدمت وجود نلري. په افغانستان کې یوازې د دموکراسی تظاهر کیږي..
تیرو ټولټاکنو وښوده چې دا ټولټاکنې په ډیره لوړه بیه د افغانستان خلکو او نړیوالو ته تمامي شوې. په سل ګونو میلیونه هغه ډالر چې د ټولټاکنو له پاره دنړیوالې ټولنې له خوا بیل شوي و د څو تنو لوټمارانو په جیبونو کې ولویدل.چې په دې هکله په زرګونو اسناد او شواهد موجود دي چې د معترضو نوماندانو له خوا څارنوالی ته وړاندې شول..
د ویلو وړ ده چې د کابل ادارې د هیواد د نفوسو د تناسب په اړه هم جعکاري کړي ده زیاتره پښتون میشتې سیمې د رښتینې نفوسو د اندازې په تناسب نیمايي هم په نظر کې نه دی نیول شوي. چې دا ددې ولایتونو په انکشافي پروګرامونو او سیاسي او ټولنیزو پروګرامونو کې ورته زیانمن تمامیږي. د ساري په توګه د کوچیانو د استازي توب اندازه په پارلمان کې خورا لږ ده. د خوست ، پکتیا، پکتیکا ، کنړ او نورو پښتون میشته ولایتونو څخه استازیتوب په پارلمان کې د هغو ولایتونو د واقعي نفوس سره هیڅ ډډه نه لګوي. کتونکي وايي چې د احصایې مرکزي اداره د متعصبو او جعلکارو کړیو په لاس کې ده دوی وايي چې په دې اداره کې ایران پراخ نغوذ لري نو همدا سبب دی چې دا اداره په قصدي توګه د ځینو ولایتونو د وګړو شمیر زیات او د ځینو لږ په ګوته کوي.
دوهمه او ډيره مهمه ستونزه چې په ټولټاکنو یې ډیره ناوړه اغیزه وکړه هغه د ټولټاکنو له پاره ولایت د انتخاباتي حوزې په توګه غوره کول دي. دا ستونزه تر ټولو زیاته په هغو ولایتونو کې چې هزاره ، دیګان او یا ازبکان د نورو توکمونو سره ګډ اوسیږي.
تیرو ټولټاکنو وښودله چې پښتون میشته سیمې او ولسوالی د سیمه ایزودولتي واکمنانوله خوا چې د پورتنی زورواکو ډلو سره اړیکي لرلې په قصدي توګه د خپلوپټو ملیشاو او په پنجاپ پورې د تړلو وسله والوکسانو په واسطه نا امن کړې تر څو د هغو سیموڅخه چې دیګانو ، هزاره ګان او یا ازبکان اوسیږي د حاکمو کړیو کسان اولسي جرګې ته لاره پیدا کړي. دا حالت په کندز، بغلان، بلخ، تخار، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، غور، غزنی او وردګو ولایت کې هر چاته ښکاره شو. همدارنګه د کابل په ولایت کې د برچې څخه زیاتو کسانو پارلمان ته لاره پیدا کړه.
په دې مانا چې د اولسي جرګې له پاره ټولټاکنې د اساسي قانون د موادو خلاف تر سره شوې چې ددې جرګې قانونیت یې په بشپړه توګه تر پوښتنې لاندې راوست.
دا ډيره اړینه وه او ده چې د په اصطلاح د ټولټاکنو د مستقل کمیسیون مشر او دده انډیولان د هغو غیر قانوني کړنو له امله چې یې تر سره کړي دي عدلي ارګانونو ته ورو پيژندل شي مګر دوی ته نور هم موقع ورکول کیږي چې د هیواد په برخلیک لوبې ووهي دا کمیسیون ددې په څنګ کې چې دځینو متعصبو کړیو له پاره راتلونکي اولسي جرګې ته د تللو لاره هواره کړي غواړي په هغو باندې د ګوندونو نومونه کیږدي او له دی لارې ورته د زیاتو چوکیو د ترلاسه کولو د پاره زمینه برابره کړي.
لومړی دا پوښتنه پیدا کیږي چې دا کمیسیون دې په ډاګه کړي چې په افغانستان کې کوم ګوند ملي او سراسري دی چې د خلکو ملاتړ ورسره وي. په افغانستان کې یو هم داسې ګوند نشته چې د بیلو میلیتونو ، ژبو او مذهبونو څخه لږ تر لږه لس زره تنه یوې عمومي غونډې ته په دواطلبانه توګه تیار کړي.
که د ښاغلی محقق د وحدت اسلامي ګوند کومه غونډه جوړوي په همغه کې یو سنې او پښتون هم نه لیدل کیږي. د ښاغلی خلیلي د وحدت اسلامي ګوند هم داسې دې. د ښاغلي شیخ محمداصف محسني حرکت اسلامي ګوند کې هم یوازې شعیه ګان راټولیږي. جمعیت خوپه عمده توګه اوس د دیګانو، جنبش اسلامی د ازبکانو څخه تشکیل شوي دی ، استاد سیاف ، پیر سیداحمد ګیلاني ، حضرت صاحب صبغت الله مجددی، استاد سیاف او پیر سیداحمد ګیلاني ته خو څو تنه ورپاتې دی.که شورا نظار په قومي بنسټ څوک را ټول نکړي نو یو تالار هم نه شي ډک کولی. د خلکیانو او پرچمیانو ګوندونه خو پخوا خاورو ته سپارل شوي دي. د انجو ګانو له لوری جوړ شوی ګوندونه خو یوازی په کاغذونو کې شته والی لري
دا ټول ګوندونه یو هم ملی نه دي او نه د خلکو ارمانونه او دردونه منعکس کولی شي. که په کندهار، سګاوڼ او یا د هیواد په نورو سیمو کې خلک په خپلو وینو کې لمبیږي دوی ټول ورباندې غلی وي که پنجاپ او ایران په افغانستان کې لاسوهنې کوي دوی ټول ورباندې غوږونه کڼوي او سترګې ورباندې پټوي دا ځکه چې ددوی زیاترو هلته شپې او ورځې تیرې کړي او اوس نه غواړي د خپلو بادارانو په وړاندې نمکحرامي وکړي. د داسې غیر ملي ډلو له پاره په پارلمان کې د نفوذ د پیدا کولو له پاره د اغیزې د زیاتولو د زمینې برابرولو له پاره د تش په نامه د ټولټاکنو مستقل کمیسیون له خوا د خلکو په وړاندې یوه بله توطیه بلل کیږي.
ددې له پاره چې ټولټاکنې رڼې او د لګښت لږ کړل شي او خلک په هغه باور ولري اړینه ده چې:
لومړی : ټولټاکنې باید د سترې محکمې له لارې تر سره شي. دا ځکه چې تر ټولو ستره محکمه زیاته بې پرې او د هیواد خلکو له پاره د منلو وړ ده. بله دا په شرعي اوصولو ولاړه او د جعل او تزویر امکانات په کې لږ دي. بله دا چې محکمه په هره ولسوالی کې حضور لري. د هری ولسوالی محکمه کولای شي هلته ټولټاکنې تر سره او یا لغوه کړي. او د هرې ولایتې محکمې حکم باید په ټولټاکنو کې قطعي او د هر ولایت پایلې باید د هغې محکمې له خوا اعلان شي.
دوهم: هره ولسوالی ( د نفوسو اوخاورې په تناسب) باید د ټولتاکنو د حوزې په توګه وپیژندل شي هر څوک باید هلته ټولټاکنو ته نوماند شي چې هلته اوسیږي. که چیرې په یوه ولسوالی کې د اړوندې محکمې له خوا ټولټاکنې لغوه شي نو د شرایطو تر سمیدو پورې دي د هغې ولسوالی څوکې په اولسي جرګه کې تشه وساتل شي.
دریم: اړونده محاکم باید د هغو نوماندان په هکله چې په جنګي جرمونو باندې تورن کیږي سمدلاسه لومړنې فیصله وکړي
څلرم : د ټولټاکنو ټول بهیر باید د قاضي القضات تر نظر او څارنې لاندې تر سره شي.
یو ټکې اړینې دې چې وویل شي که راتلونکي ټولټاکنې د اوسنې د په اصطلاح د مستقل کمیسیون له خوا تر سره شي ډیره شوني ده چې دا کمیسیون به د شمالي ټلوالی له خوا د اولس مشري ته د نوماند په ګټه به ستره جعلکاري وکړي او په دې ډول به چې دا کمیسیون به کورنی جګړې ته لاره هواره کړي او هیواد به د سترې تباهي سره مخامخ کړي چې په هغه صورت کې ټول مسوولیت د ښاغلی اولسمشر حامد کرزي په غاړه به وي دا ځکه چې دا کمیسیون دده له خوا د زورواکو ، متعصبو او فاسدو کړیو په فرمایش سره جوړ شوي دي..