د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په شا نه تلونکی د سولې بهیر

احمدجان اریوزی 02.01.2012 20:30

په دې ورځو کې یو ځل بیا د طالبانو او یا د سیاستوالو په اصطلاح د مخالفیوسره د خبرو په هکله اوازې تودې شوي دي.
دا اوازې هغه مهال تودې شوې چې د طالبانو لپاره د قطر په هیواد کې د یوه دفتر د پرانستلو په باره کې رسنیو رپوټونه ورکړل.
ددې اوازو په وړاندې د غبرګون په توګه د کابل ادارې خپل سفیر د قطر هیواد څخه راوغوښت او په دې ډول یې ددې خبرو سره خپل مخالفت وښوده.
خوکله چې وروسته ولیدل شول چې نړیواله ټولنه د خبرو له لارې د سولې د تامین غوښتونکي ده نو بیا یې د خلکو په اصطلاح په مړه خوله دې خبرو ته غاړه کیښوده .
د کابل اداره او د هغوی ډنډورچیان وايي چې د سولې خبرې باید بین الافغاني و اوسي . د بین الافغانی کلمه کیدای شي په مختلفو ټکو سره تعبیر شي.
په افغانستان کې د جګړې مختلف اړخونه دي : القاعده ، طالبان ، پاکستان ، ایران ، لویدیز هیوادونه او په افغانستان کې واکمنې کړۍ ( شمالي ټلواله) او نور .
په واقعي توګه د کابل اداره د شمالي ټلوالې د ارادو او غوښتنو بیانونکي ده .
د جګړې دوه اساسي اړخونه : دا چې په دې ټولو اړخونو کې د جګړې کوم دوه اساسي اړخونه دي ، په دې هکله سیاسي کتونکي پټه خوله دي.
که چیرې د جګړې ظاهري بڼې ته وکتل شي دا جګړه د یوې خوا د نړیوالې ټولنې او په تیره بیا د امریکا د متحده ایالاتو له خوا په مخ بیول کیږي او تر اوسه یې په بلیونو ډالره لګولي او په زرګونو تنه یې وژل شوي دي . خو د واک په ګدۍ ناستې واکمنې کړۍ چې د خلکو په اصطلاح د مختلفو مافیا ګانو یوه مجموعه ده ، خپلو لوټماریو او عیاشیو ته دوام ورکوي او افغانستان یې د هیواد په خلکو او په ځانګړي توګه یې د پښتنو له پاره د ځمکې په مخ په دوزخ اړولی دی.
د جګړې بل اړخ په خپله هغه وسله والې ډلې دي چې د طالبانو په نوم په ټول افغانستان کې جنګیږي او هره ورځ یې د شلو او سلو ترمنځ وګړي وژل کیږي . یعنې د جګړې بل مهم لوری طالبان دي .
دا په دې مانا چې د جګړې په دواړو خواوو کې امریکا او طالبان اساسي رولونه په غاړه لري نور اړخونه فرعي دي .
د جګړې یو علت :باید وویل شي چې د کابل اداره د جګړې اصلي اړخ نه دی او نه دا توان لري چې په جګړه ټاکونکی اغیزه ولري . خو د کابل اداره ( د شمالي ټلوالې حاکمیت ) د جګړې یو مهم علت ګڼل کیدای شي .فرعي اړخونه کولای شي چې جګړه سخته کړي او یا د سولې په لاره کې ځینې اسانتیاوې رامنځته کړي خو بنسټیز رول نه شي لوبولی.ددې حالاتو په څيړلو سره که د سولې خبرې هم تر سره کیږي باید د هغه چا تر منځ تر سره شي چې تیر لس کاله یې عملا یو د بل په وړاندې جګړه په مخ بیولي ده او اوس هم روانه ده.
لدې امله که څوک غواړي د جګړې د اړخونو ترمنځ خبرې پيل شي دا خبرې باید د جګړې د اصلي اړخونو تر منځ وي .
د جګړې نور اړخونه ( تهران ، پنجاپ ، په کابل کې واکمنې کړۍ ، القاعده ) کولای شي د سولې د خبرو په لار کې خنډونه راپیدا کړي او یا لار ورته هواره کړي خو دوی ټاکونکي رول نه لري .
لکه چې په دې ورځو کې ځینو رسنیو راپور ورکړی دی چې د طالبانو مشر ملامحمدعمر د پاکستاني طالبانو ته ویلي دي چې د پاکستان په وړاندې دې (غیراسلامي فعالیتونه ودروي ) همدارنګه (ملا عمر له پاکستاني طالبانو غوښتنه کړې چې خپل پام افغانستان ته واړوي)
دا راپور دا په ډاګه کوي چې پاکستاني پټې سرچینې په ټول قوت سره هڅه کوي چې په افغانستان کې د جګړې اور بل وساتي او د سولې مخالفت وکړي .
لکه څنګه چې ګاونډي هیوادونه په افغانستان کې د سولې په لاره کې خنډونه راپیداکوي په همغه ډول د کابل اداره هم د همغه لومړی ورځې څخه داسې کړنې کولې چې موخه یې یوازې د خلکو تیرایستل او د وخت تیرول و. چې د هغوی له جملې څخه د سولې د ټینګښت د کمیسیون نوم اخیستلی شو.
د سولې د ټینګښت کمیسیون :د کابل ادارې د خلکو د تیرایستلو د پاره د ښاغلی صبغت الله مجددی تر مشری لاندی د سولې د ټینګښت تر نامه لاندې یو کمیسیون هم جوړ کړی و.
د ځینو راپورونو سره سم دې کمیسیون په میلیونو ډالر ولګول او یا یې جیبونو ته کړل خو د خلکوپه نظر د هغوی د کار کومه مثبته پایله و نه لیدل شوه. په افغانستان کې به داسې سیمه نه وی چې ددې کمیسیون د فعالیت له امله پکې سوله ټینګه شوی وي . ددې کمسیون چارواکو به ویل چې د دوی د کار او زیار له امله د لسو زرو تنو څخه زیاتو طالبانو او د حزب اسلامی غړو د جګړې څخه لاس اخیستی دی.
خو د کتونکوپه باور ددې کمیسیون کار د سولې په را تګ کې کوم رول و وه لوبوه.
د سولې عالي شورا : د جمهوري ریاست په دوهم دوره ټولټاکنو کې ښاغلی حامد کرزی د خلکو او په ځانګړي توګه د پښتنو د رایو د خپلولو د پاره د سولې په خبرو ټینګار وکړ. دا ځکه چې په افغانستان کې پښتان د جګړې اصلي قربانیان دي دده دا ټينګار ددې سبب شو چې په پښتنو کې یو شمیر خلک د ده صندوقونو ته رایه واچوي .
ددې له پاره چې دا په ډاګه کړي چې دی د خلکو سره په خپلو ژمنو کې رښتینی دی نو یې د سولې په نوم په اصطلاح مشورتي جرګه را وغوښته . ده په دې جرګه کې د خلکو د ارادې په خلاف استاد برهان الدین رباني د جرګې د مشر په توګه ونوموه هغه څوک چې دده په واکمنی کې یوازې اویا زره تنه د کابل ښاریانو ووژل شول د کابل په لوټ او ړنګولو کې د ده ډلې غوڅ رول درلود . چې وروسته دده ډلې د څوکلونو د پاره د طالبانو سره ډیر خونړي جنګونه درلودل . تر ننه دده ډله د سولې په لاره کې د مهم خنډ په توګه ګڼل کیږي .
دې ټاکنې دا پیام خلکو ته ورکړ ، چې د کابل واکمنې کړۍ په هیڅ ډول دې ته تیارې نه دي چې په هیواد کې سوله او امنیت راشي .
وروسته بیا ښاغلی کرزي د سولې د عالی شورا په نوم د ښاغلی استاد برهان الدین رباني په مشری یوه اته شپیته کسیزه ډله رامنځته کړه چې د هغې ډلې بشپړ اکثریت په هیواد کې د سولې د راتلو او د مخالفینو سره د خبرو مخالفین دي جوړه کړه .
د دې شورا رییس حرکات د یوه اولس مشر په توګه و او د ده مرستیال به د لومړي وزیر په شان حرکات کول . د هیواد څخه بهر او د هیواد په دننه کې د استاد برهان الدین رباني سفرونو او کتنو دا په ډاګه کوله چې دی غواړي د سولې د بهیر تر چتر لاندې نورې موخې تر لاسه کړي . ډير ګومان داسې کیده چې د ده ډله ( اسلامي جمعیت ) په هیواد کې زیات نفوذ تر لاسه کړي تر څو په راتلونکو د اولس مشری په ټولټاکنو کې د برهان الدین رباني د ګټلو له پاره زمینه برابره کړي .
خو استاد برهان الدین رباني خپلو موخو ته و نه رسید او په مرموزه توګه ووژل شو . چې د ده دوژلو تور په طالبانو باندې او یا په چمن کې په یوه کډوال د کابل د ادارې له خوا وا چول شو . خو دا ډیره شووني ده چې دی د خپلو انډیوالانو له خوا د سیاسي او یا اقتصادي ګټو د تر لاسه کولو د پاره له منځه تللی وي.
د کابل په اداره کې حاکمو کړیو هڅه وکړه چې د ښاغلي رباني وژل کیدلو څخه د پلمې په توګه کار واخلي تر څو ( د طالبانو تر پردې لاندې) د پښتنو وژلو سلسلې ته د پخوا په شان دوام ورکړل شي. نو ځکه دوی وویل چې د دوی مقابل اړخ پاکستان دی او دوی به دهغې سره خبرې کوي .په کابل کې د حاکمو کړیو ددې خبرې څخه موخه د پاکستان هیواد ته د امتیازاتو ورکول و . چې دا د افغانستان د لوړ ګټو خلاف یو پروګرام و .
تر څو د اولس مشر له خوا په دوهمه مشورتي لویه جرګه کې ( د امریکا سره د ستراتیژیک تړون او د سولې د خبرو په هکله د مشورو په ارتباط چې په ۲۰۱۱ کې جوړه شوي وه ) د مخالفینو سره په خبرو باندې ټینګار وشو .
اوس نو ښاغلی حامد کرزی وايي چې دی به د سولې د عالی شورا له پاره مشر ټاکي . د ده متحدینو په دې هکله د استاد رباني د زوی صلاح الدین نوم را ایستلي دی اوغواړي چې په غیر مستقیمه توګه د خلکو غبرګون جوت کړي .د کابل د ادارې مشر هم هڅه کوي چې دولتي او ملی لوړې څوکۍ میراثي او تنظیمي کړي . خو هغه څه چې ډیر رڼا دي لکه څومره چې استاد رباني د سولې په راتګ کې کوم مثبت نقش ونه لوبوه ، په همغه ډول دده زوی به کومه اغیزه ونلري.
په دې تیرو لسو کلونوکې شمالي ټلوالې هڅه کړیده چې د جګړې اور ته لمن وواهي . دوی نړیوالو ځواکونو ته د غلطو راپورونو په ورکولو سره وکولای شول د تروریزم په ضد جګړه د پښتنو په ضد جګړه واړوي . مخالفو وسله والو ډلو هم جګړه د پښتنو په سیمو کې محدوده وساتله او په دې ډول یې د پښتنو د ټولوژنې له پاره زمینه برابره کړه .
حاکمې کړۍ هڅه کوي چې د مختلفو لارو او مانورونو په تر سره کولو سره د خبرو له لارې د سولې راتلل سبوتاژ کړي . دا ځکه چې جګړه په کابل کې د زورواکو کړیو حاکمیت ته د دوام زمینه برابروي .
همدا ټکی دی چې په قطر کې د طالبانو د پاره د سیاسي دفتر پرانستلو په وړاندې واکمنې کړۍ سخت غبرګون ښيي . دا ځکه چې ددې کړیو سیاسي اجندا د پښتنو په سیمو کې د جګړو دوام او په عمومي توګه د یوه ملي حکومت د جوړیدو مخنیوی دی . دا ډلې په تیرو لسو کلونو کې د هر ډول امتیازاتو څښتانې وې او دولتي بشپړ واک یې په لاس کې دی اوس بیا هڅه کوي چې د سولې په لار کې خنډونه رامنځته کړي . دوی نه غواړي چې د افغانستان خلک او په ځانګړي توګه پښتانه د ارام ژوند لرونکي شي . دا ځکه چې د پنجاب ، تهران او په کابل کې متعصبو کړیو د ګډې توطیې له امله د پښتنو په ضد پراخه جګړه روانه ده .
ددې له پاره چې د کابل اداره ( حاکمې کړۍ) دا خبرې په کنترول کې ولري او یا یې سبوتاژ کړي هڅه کوي چې نړیوالو ته دا وښيي چې دا یوه مستقله او خپلواکه اداره ده او د هیواد برخلیک باید دوی وټاکي .
د خندا وړ خو دا خبره ده چې ددې ادارې ځینې ډنډورچیان چې ځانونو ته سیاسي څیړونکي وايي دا اداره انتخابي اداره بولي .
خو زیات شمیر کتونکي وایي چې دا اداره مشروعیت نه لري دا ځکه چې ټولټاکنې سراسري او عامې نه وې او هم په پراخه اندازه درغلۍ پکې تر سره شوي وې.
د سولې د بهیر او د کابل ادارې د لوړ پوړو چارواکو تر منځ تر اوسه د سولې د بهیر په هکله کوم ګډ دریز موجود نه دی . اولس مشر یو ډول نظر لري ، دده سلا کاران او وزیران بل ډول نظر لري که اولس مشر د سولې په هکله جدي معلوم شي نو بیا دده نږدې همکاران بل ډول غبرګنونه ښکاره کوي د ساري په توګه کله وار چې دا خبرې جدی ښکاره شوي دي نو د کابل د ادارې د اوبو او بریښنا وزیر د هرات ښار ته تللی دی او هلته یې خلک راټول کړي دی او د هغه ځایه یې ښاغلی کرزي ته سترګې برګې کړي دي. همدارنګه په هیواد کې د سولې د راتلو او د جګړې د پای ته رسیدو په مخالفت کې دده دوهم مرستیال د برچې سیمې ته تللی دی او هلته یې د جمعې د لمانځه نه مخکې په ښاغلي کرزي باندې د خبرو ګوزارونه کړي دي . په قدرت باندې په خپل انحصار باندې یې ټینګار کړی دی.یا د بلخ مادام العمر واکمن د شاهانه اکټونو په کولو سره ښاغلي کرزي ته ګواښونه کړي دي . او یا د بهرنیو چارو پخواني وزیر ښاغلی ډاکټر عبدالله او یا د استخباراتو ریيس په کوم هوټل کې او یا په خپلو کورونو کې د سولې د پلان سره مخالفت ښودلي دی. او داسې نور
د کابل اداره نشي کولی ، هغه شرایط چې د سولې د خبرو له پاره اړین دي برابر کړي دا اداره یوازې کولي شی چې د سولې د بهیر په لاره کې مزاحمت وکړي او یا مرسته ورسره وکړي خو د دوی رول قطعي نه دی د ساري په ډول :
• د سولې د نیت درلودل ، د دې له پاره چې د سولې خبرې ګټورې پای ته ورسیږي اړینه ده چې د سولې له پاره د نیت په درلودلو کې رښتیاني واوسي . خو تیرو لسو کلونو وښودله چې دکابل اداره د سولې د راتګ کوم نیت نه لري .
• د سولې د خبرو له پاره تر ټولو مهم شرط ، اوربند کول دي کیدای شي دا اوربند یو اړخه او یا دوه اړخه و اوسي . د هیواد اوسنیو حالاتو ته په کتو سره دا اداره نشي کولی چې نړیوالو ځواکونو ته د اوربند کولو قناعت ورکړي .
• د کابل اداره نه دا توان لري او نه دا غواړي چې د هغو کسانو چې د سولې بهیر سره یو ځای کیږي امنیت تامین کړي
• د کابل په اداره کې واکمنې کړۍ هیڅکله دې ته تیارې نه دي چې د سولې د خبرو د بریالي پای ته رسیدو له پاره د خپلو امتیازاتو او واک څخه تیرې شي او یا د دوی په امتیازاتو کې کموالی راشي .
• د کابل اداره د نامتجانسو کړیو څخه تشکیل شوي او په دې کړیو باندې د اولس مشر هیڅ کنترول نه شته . هره کړۍ ، هر وخت او هر ځای کولی شي چې د سولې بهیر سبوتاژ کړي . دې کړیو د دکتور نجیب الله د واکمنۍ په مهال کې د ښاغلي بنین سیوان ( د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ) د سولې پلان هم سبوتاژ کړی و.
• یوازې نړیواله ټولنه کولی شي په افغانستان کې د سولې او ودانی په لاره کې د افغانستان د خلکو سره مرسته وکړي .
په ننګرهار کې یو شمیر کسان غواړي د سولې په بهیر کې د ځانو څخه نووښت وښيي . دوی وړاندیز کړی دی چې دا خبرې دې په ننګرهار ولایت کې د قطر د هیواد په ځای تر سره شي .د وی غواړي یو ځل بیا د شهید حاجي عبدالقدیر رول ولوبوي . ( حاجې عبدالقدیر به د اسلامي ګوند او د شورای نظار تر منځ د سولې خبرې په ننګرهار کې کولې ) . ایا په ننګرهار کې د مذاکره کونکو کسانو او استازو امنیت څوک ساتلی شي ؟ په ننګرهار کې د طالبانو د پخواني ویاند په کور باندې چې برید وشو ا و څو ګړۍ روان و. چا د هغه کورنی او د هغه ژوند وژغوره .
ځینې کسان چې ځانو ته سیاسي کتونکي وايي چې دا خبرې دې ( بین الافغاني ) واوسي . ایا دې کسانو دې ټکي ته پام کړی دی چې دا جګړه د افغانانو تر منځ نه ده روانه . او که روانه وي نودا ښاغلی دې ووایي چې دا جګړه د کومو افغانانو تر منځ روانه ده چې مذاکرات هم د دوی تر منځ تر سره شي . نه طالبان د افغانانو ملاتړ لري او د کابل اداره د افغانستان د خلکو استازیتوب کولی شی.
همدارنګه یو شمیر د کابل د ادارې څخه تنخوا خوړونکو په اصطلاح سیاسي ځیړونکو بیا دا ویلي دي چې که ( دا خبرې د افغان حکومت په مشری تر سره شي نو پایلې به یې ګټورې وي .)
خو دا کسان دې ته پام نه کوي چې د کابل اداره یو ملي اداره نه بلکې د یو شمیر ډلو سهامي شرکت دی چې د افغانستان استازي توب نه شي کولی. د بلې خوا د دې شرکت ونډه لرونکي د سولې او ارامی مخالف دي همدا سبب دی چې د ښاغلی حامد کرزي له خوا د تش په نامه د سولې عالي شورا زیاتره غړي د جګړې پلویان دي. هیواد د خلکو په باور د ښاغلي حامد کرزي په لاس جوړه شوي شورا په کابل کې د واکمنوکړیو نماینده ګي کوي.دا شورا یوازې په کابل کې د واکمنو کړیو د حاکمیت د ټینګښت او دوام له پاره کار کوي او د مخالفینو څخه غواړي چې د کابل ادارې ته تسلیم شي او د واکمنو په فساد ککړو متعصبو کړیو واکمني ومني . دا به ډيره ښه خبره وي چې ددې خبرو مشري په خپله افغانان وکړي . ملي ، وطن دوسته او د افغانستان لوړو ګټو ته ژمن شخصیتونه چې لاسونه یې د خلکو په وینو سره نه وي . د خلکو او دولتي شتمنی یې لوټ کړي نه وي په ټولنه کې د نیک نوم څښتنان او د منځګړتوب کولو میکانزم ورته ښه جوت وي دوی نه یوازې د افغانستان د ټولو خلکو بلکې د متخاصمو ا ړخو باور هم د ځانه سره ولري . په افغانستان کې دا ډول افغانان ډير دي .
تر هر څه چې د هیواد خلک ورته اهمیت ورکوي هغه دا ده چې مخالفې ډلې یعني طالبان باید په بشپړه توګه ځانونه د ګاونډیو هیوادونو او په ځانګړي توګه د پاکستان د اغیزو څخه ازاد کړي او یوازې د هیواد په ملي ګټو باندې فکر وکړي .
هغه څه چې د جګړې اصلي اړخونه یې د خیر غوښتونکي ډلې تر مشری لاندې باید د سولې د بهیر د پیل له پاره تر سره کړي :.
۱- موقتي اوربند او د هغې بدلول په دایمي اوربند باندې
2. د یو بل په وړاندې د متخاصمانه فعالیتونو مخنیوي
3. د بندیانو تبادله او ازادول.
4. په ټول افغانستان کې د خلکو د ازادانه تګ او راتګ
5. د دواړو اړخونو تر منځ د باور د فضا پیدا کول
منځګړی اړخ باید د خبرو او پخلاینې بهیر په سم لور بوځي.
د خبرو د نتایجو او فیصلو د تطبیق تضمین و کړی
په افغانستان کې واک ، شمالي ټلوالې په خپل لاس کې انحصارکړی دی. دا ټلواله هم واکمنه او هم د اپوزسیون رول لوبوي. دلته د هیواد بشپړ اکثریت اولس د خپلو حقوقو څخه بې برخې ګرځول شوی دی. حاکمه ټلواله په هیڅ صورت کې تیاره نه ده چې واک د هیواد په ټولو خلکو پورې تړلی وي .
په افغانستان کې د جګړو او نا امنیو یو مهم سبب په جنایتونو د تورنو او متعصبو ډلو حاکمیت دي .که هر څوک غواړي چې په افغانستان کې دایمي سوله او امنیت ټينګ شي نو اړینه ده چې هیواد په د ننه کې د فاسدو ، په جنایتونو تورنو ډلو حاکمیت ته پای ورکړل شي او په هیواد کې په عدالت ولاړ یو ډموکراټیک نظام ټينګ شي .
یوازې د په جنایتونو او په فساد باندې د تورنو کسانو عادلانه محکمه ، په هیواد کې د متعصبو او په جنایتونو د تورنو ډلو د واک پای ته رسیدل او په واک کې د هیواد ټولو خلکو ته په واک کې ونډه ورکولو سره کیدای شي په ټول هیواد کې سوله ټینګه شي.
د افغانستان خلک غواړي چې یوه داسې ملي دموکراتیکه اداره را منځته شي چې په هغه کې ټولې پخوانۍ او یا اوسنی وسله والې ډلې اغیزه ونلري .
او د افغانستان د ټولو خلکو حقوق په کې تامین شوي وي . دا ټول هغه څه دي چې د یوه ځواکمن دولت د رامنځته کیدو له پاره زمینه برابروي . په افغانستان کې یو ځواکمن ملي دولت کولی شي چې د اموسین او اباسین تر منځ د متحد هیواد د جوړیدو له پاره لاره هواره کړي تر څو په سیمه او افغانستان کې په بشپړه توګه سوله ټینګه شي .سوله یو تاریخي اړتیا او د هیواد د خلکو کلکه غوښتنه ده.