د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جنایتکاره ملیشاوې او مظلوم کوچیان

احمدجان اریوزی 08.06.2012 20:45

د رسنیو د راپورونو سره سم ایراني پلوه ملیشاوو یو ځل بیا د وردګو په ولایت کې په بې دفاع کوچیانو باندې په درندو او سپکو وسلو سره برید وکړ چې ددې جنایتکارانه برید په نتیجه کې پنځه تنه کوچیان شهیدان اود اوو تنو په شاوخوا کې سخت ټپي شوي دي.
ځینې خلک وايي چې هلته د پوځ ځینې سرتیرې لیږل شوي دي خو د ځینو راپورونو سره سم دا سرتیري هم بې پرې نه بلکې د ملیشاوې په پلوې د مظلومو کوچیانو په وړاندې عمل کوي.
همدارنګه د کابل په اداره کې د یوې نفوذ لرونکي ډلې چې په زړه بوګنونکو بشري ضد جنایتونو مشهوره ده ، مشر حاجې محمد محقق د یوې مرکې په ترځ کې ګواښ کړی دی چې په هره توګه چې کیږي دی به څړځایونو او خپلو شتمنیو ته به د کوچیانو د تلو مخنیوی کوي. هغه څرګنده کړه چې په میلیونو کسان به راولی چې د جمهوری ریاست د ارګ شاوخوا یې کینوي.
د ښاغلی محقق دا څرګندونی کوم ناڅاپي عمل نه دی. په دې ټول خلک خبر دي چې د امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیک تړون د لاسلیک نه وروسته ایراني پلوه کړیو په افغانستان کې د ګډوډیو د رامنځته کولو لپاره بډي را پورته کړي دي دوی لومړي په تخار ، جوزجان او میمنه کې پراخې غونډی ، د عیني شاهدانو په قول د روپيو او ټوپک په زور جوړې کړي . دوی له دې له لارې غوښتل چې د کابل د ادارې مشر ښاغلی حامد کرزی ته چیلینج ورکړي او هیواد د ایران په ګټه د بې ثباتی په لوري بوزی.
خو له نیکه مرغه د هیواد په شمال کې ټولو خلکو ښاغلی محقق او دده انډیوالانو ته چې هیڅکله به یې اولس په خپلو منځو کې ځای ورنکړي، غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړ او یوازې یې د ښوونځيو زده کونکي په زور د ښوونځیو څخه راوایستل او یو شمیر خلکو باندې یې د ایرانه راغلی روپۍ وویشلې تر څو هغو اوتو بوتو ته چې د ښاغلی محقق او دده د انډیوالانو له خوا ویل کیږي چکې چکې وکړي.
کله چې دوی ولیدل چې په ټول افغانستان کې د روپیو او زور څخه کار نشی اخیستلای نو یې د غونډو څخه لاس په سر شول نو یې سمدلاسه یې بل پلان تر لاس لاندې ونیوه ښاغلی محقق او دده پټو او ښکاره انډیوالانو خپلو ملیشاو ته چې دا لس کاله یې په مرکزی سیمو کې په غیر قانوني توګه ساتلی دي امر وکړ چې د بیګناه او تش لاس کوچیانو په کیږدیو بریدونه وکړي. تر څو له دې لارې د یوې خوا د ستراتیژیک تړون د امریکا سره غچ واخلی او د بلې خوا هغه پخوانې اجندا چې موخه یې د هیواد ټوټې کول دي مخ ته بوزي.
له بده مرغه اوس هغه په زرګونو په اصطلاح سیاستوالان ، روڼ اندو ، د لویدیزوالو په اصطلاح مدني ټولنو په بشپړه توګه په دې پيښه غوږونه کاڼه او خولې چوپې نیولي دي. چې ایراني پلوه متعصبې جنایتکارې ملیشاوې په هیواد کې کوم ناوړه جنایتونه تر سره کوي. همدارنګه په دې باندې نړیوالې ټولنې هم سترګې پټې کړي دي چې ایران ددې ملیشاو په وجود کې په افغانستان کې یو منظم پوځ ساتلي او هر شیبه کیدای شي د هغه هیواد له خوا د نړیوالې ټولنې او افغانستان په وړاندې وکارول شي.
ښاغلی محقق ته به اوس دا ښه جوته شوي ده چې ده په هزاره او شعیه اولس کې نفوذ د لاسه ورکړی دی که چیرې هغه په سلګونو او حتې په زرګونو باډی ګارډان او ملیشا دده ساتنه ونکړي او یا دی د بهره راغلی روپي ونه لګوي ، دی به یوه ګړی هم په هزاره میشتو او یا شعیه میشتو سیمو کې ګوزاره ونه کړی او خلک د خپلو هغه تورونو له امله چې پرې شته دي محکمې ته وسپاري.
اوس شرایطو یدلون موندلی دی هغه اوس نه شي کولی چې د هزاره او شعیه په نوم سوداګري وکړي دا اولسونه تر څه زیات دده ، دده د انډیوالانو او وحشي ملیشاو مخالف دي. دا خلک هره شیبه دې ته تیار دی چې د دوی په وړاندې قانوني غبرګون وښيي. اوس تر ټولو لومړی د هزاره او شعیه اولس ځوانان او روڼ اندي دې ته تیار دي چې د هیواد د ملي ګټو له پاره هر ډول کار فعالیت تر سره کړي.
دا ښکاره ده چې د افغانستان جمهور رییس د ایران او پاکستان د غوښتنو په خلاف د امریکا سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ او د هغوی ډیر ناوړه پلانونه یې شنډ کړل . اوس ورته اړینه ده چې د تجزیه طلبی له پاره د ځینو کړیو پلانونه هم شنډ کړی. یوه ددې پلانونو څخه د هیواد په مرکزی سیمو کې د کوچیانو د ملکیتونو اشغال دی تر څو له دې لارې د نګه هزاره جات د رامنځته کولو له پاره زمینه برابره کړي.
لس کاله کیږي چې دا ستونزه روانه ده خو تر اوسه د کابل ادارې ددې له پاره کومه عادلانه د حل لاره نه ده پيدا کړي. دا ځکه چې ددې ادارې له خوا د عادلانه لارې پيدا کول ناممکن دي. دا ځکه چې دا ملیشاوې د کابل په اداره کې د واکمنو کړیو له خوا په مستقیمه توګه حمایه کیږی.
د کابل د ادارې مشر ښاغلی حامد کرزي هم ددې مسلې د حل له پاره په تیرو کلونو کې یو کمیسیون وټاکه خو ددې کمیسیون د خپل کار نتایج خلکو ته په واضحه توګه په ډاګه نکړ.
د هیواد په مرکزی سیمو کې د کوچیانو شتمنې او ددوی څړځایونه او مېنې د موضوع په هکله هرکال خبرې کیږي د رسنیو د رپورونو سره سم په دې هکله سترې محکمې ته څو کاله مخکې سندونه لیږل شوي دي یوولس کاله تیر شول خو له بده مرغه دا محکمه هم نه شي کولای چې په دې هکله خپل اسلامي ، شرعي او قانوني فیصله اعلان کړي. دا ځکه چې واکمنې زورواکي ډلې نه پریږدي چې دا ډول فیصله اعلان شي.
دا ځکه چې څو مزدورو، زورواکو او د جنایت کارو ملیشاوو لرونکو کسانو دا هیواد او اولس یرغمل نیولی دی هغوی د نړیوالی ټولنې د شته والی او د ښاغلی حامد کرزي د بې ځایه مصلحتي پالیسیو څخه په ناوړې استفادې سره ډير زړور شوي او دا هیواد یې د نابودی کندې ته ورنیږدې کړی دی.
هر کال د مظلومو کوچیانو وینې په ډيره بې رحمانه توګه د جنایتکارو ملیشاو له خوا بهول کیږي خو د کابل په اصطلاح امنیتي قواوې او عدلیه نه شي کولی چې د جنایتکارو ملیشاو کړنې مهار کړی. دا ملیشاوې یوازې د مظلومو کوچیانو دښمنې نه دي بلکې د دوی ه ټولو پښتانو او په عامه توګه ټول افغان اولس سره خپله دښمني نه پټوي.
د خلکو او سیاسي څیړونکو په نظردې مسلې او ځینو نورو مسلو په هکله د سترې محکمې او څارنوالی بې تفاوتي اوبې وسي ددې ټکی بیانونکی ده چې دلته په رښتینې مانا سره بې پرې قضا نه شته. یوازې قانون به هغه چا تطبیق کیږي چې وسله ، ټوپک او روپۍ نلري.
که څه هم دا پيښه یوه سیمه ایزه پیښه ښکاري خو په ماهیت کې دا د یوه ستر پلان یوه برخه ده چې د هغې په تطبیق سره د افغانستان شته والی د ګواښ سره مخامخ کیږي. دا د هغې پلان یوه برخه ده چې د افغان دښمنه ګاونډیانو پرې مستقیمه او یا په غیرمستقیمه توګه موافقه کړي ده.
ددې پلان تطبیق کونکي په دې بشپړ باور دي تر هغه چې په افغانستان کې پښتون اولس اکثریت او د ټولو قومونو تر منځ یووالی شته وي تر هغه دا پلان نه تطبیق کیږي. نو ځکه ددې پلان له مخې د یوې خوا هڅه کیږي چې د قومونو تر منځ اختلافات رامنځته کړی او د بلې خوا پښتون قوم د مختلفو لارو څخه وځپل شي.
په دې پلان کې اصلي موخه د پښتنو څخه د شمال او د مرکزي سیمو پاکول دي ، دوی غواړي چې په شمال او مرکزي سیمو کې پښتانه تصفیه او په لویدیز کې پښتانه کمزوي کړي ،
داسې ښکاري چې په دې پلان کې درې برخې وجود لري لومړی دا چې باید تاجکستان د پنجشیر تر سیمې پورې د پښتنو او نورو توکمونو لکه بلوڅو، پشه ییانو، ګوجرو څخه پاکه کړل شي تر څو د تاجکستان څخه نیولي تر پنجشیر پورې یوه سوچه د تاجکانو سیمه رامنځته شي.
دوهم دا چې هڅه کیږي چې د امودریاب په غاړه ولایتونو کې هم قومي تصفیه رامنځته او د دې سیمې څخه هم د ترک څخه په غیر نور قومونه وشړل شي . دلته د ترکانو یوه سوجه سیمه رامنځته کړل شي.
ډيره شووني ده چې د تاجکستان او ازبکستان هیوادونو واکمنان ددې پلان د عملی کولو سره علاقه ولري. د تاجکستان ملاتړ په عمده توګه د یوې دیګاني سیاسی ډلې څخه د هیواد ټولو خلکو ته جوت دی او همدارنګه د ازبکستان ملاتړ د یوې بلې په عمده توګه د ازبکي سیاسي ډلې څخه ټولو خلکو ته روښن دی.
د لومړیو دوو پروګرامونو موخه داسې ښکاري چې غواړي دا سیمې په پورتنیو هیوادونو پورې وتړل شي. یعنې د افغانستان په تجزیې سره په اصطلاح لوی تاجکستان او لوی ازبکستان رامنځته شي.
خو د پلان دریمه برخه د افغانستان په مرکزي سیمو کې د یوه جلا هیواد د هزاره جاتو په نوم رامنځته کول دي . د دوی په باور دا هیواد هغه مهال رامنځته کیدای شی چې لومړی دلته یوازې یو د هزاره توکم واوسي.هغه پښتانه او یا نور توکمونه چې دلته جایدادونه لری باید د هغوی څخه غصب شي. په دې پلان کې په نظر کې دي چې داسیمې مستقیمې د ایران سره ونښلول شي .
له همدې امله د هرات ولایت زیاتی سیمې چې د ایران سره په پوله کې پراتې دي د ایران په روپيو رانیول شوي او د مرکزې سیمو هزاره او د کویټې د ښار هزاره توکمو په اختیار کې ورکول شوي دي او کیږي . د دوی په باور که دا سیمه د ایران سره پوله پیدا کړي نو په هغه صورت کې د ایران په مستقیم مداخلت سره په داسیمه د ځان دفاع وکولی شي.
دا سیمه نه یوازې د ځمکو په رانیولو سره د ایران سره دوی نښلوي بلکې دوی غواړي چې دا سیمه تر مختلفو پلمو لاندې د سرک او اورګاډي په پټلیو سره په ایران پورې وتړي ددې سرکونو او د پټلیو د جوړولو څخه موخه نه یوازې د افغانستان مرکزي سیمې د ایران سره تړل کیږي بلکې ایران غواړي چې د هیواد شمالي برخې هم په هغه هیواد پورې وتړل شی.
خو ددې په اړخ د افغانستان په وړاندې د ایران پلان بل ډول دی داسې ښکاري چې ایران نه غواړي د افغانستان شمال په دوه او یا درې ټوټو وویشل شي بلکې دا هیواد غواړی د هندوکش شمال او د هیواد مرکزي سیمې د پارسي ژبو د کنفدراسیون یوه برخه وګرځي . ایران غواړي تاجکستان او د افغانستان شمالي او مرکزي سیمې د تهران سره د سړکونو او اورګاډیو په کرښو سره وتړي.
ددې پروژې تطبیق د کابل ادارې او په ځانګړي توګه د ټولګټو د وزارت له خوا روان دی. په پارلمان کې ایراني پلوه استازي په ټول ځواک سره په دې لټه کې دي چې دا پروژه عملي شی. ددې استازو موخه خلکو ته د اسانتیاو برابرو ل نه بلکې د افغانستان د تجزیې له پاره د لارې هوارول دي .
همدا خبره ده چې د هیواد په شمال او مرکزي سیمو کې په بهر پورې د تړلو مزدورو له خوا دا ډول قومي ستونزې رامنځته کوي.
دا پلان نه یوازې په پوځي ساحه کې چې موخه یې قومي تصفیه ده په مخ بیول کیږي بلکې ځانګړي ډلې او یا وګړي هڅه کوي د سیاست په ډګر کې هم په دې لاره کې کوټلي ګامونه واخیستل شي . دوی کله فدرالیزم او کله د پارلماني سیستم د غوښتلو له پاره پراخ ګامونه پورته کوی.
د سیاسي کتونکو په باور په اوسني حالت کې فدرالیزم او یا پارلمانی سیستم کیدای شی هیواد د سترو ګواښونو سره مخامخ کړی. زیات شمیر روڼ اندي کسان په دې باور دي چې د کمزوری او یا تجزیه شوي افغانستان پلویان په دې تیرو لسو کلونو کې ډیر زړور شوي دي .
د طالبانو د واکمنی په مهال کله چې د ایران پوځونه د افغانستان په پولو کې تیارسۍ ولاړ و، تر څو د په اصطلاح د ایراني شپږو دیپلوماتانو د وژلو غچ واخلي. د ځینو راپورونو سره سم دا ایراني په اصطلاح دیپلوماتان په خپله د ایراني ایجنټانو له خوا وژل شوي و. تر څو د ایران د اولسمشر احمدحاتمي له خوا د طالبانو د ادارې د رسمیت پیژندلو مخنیوی وکړي او په افغانستان باندې د یوه برید له پاره زمینه برابره کړي.
خو د کتونکو په باور د دیپلوماتانو وژنه یوه پلمه وه د ایران اصلي موخه په خپله د افغانستان د وجود څخه د شمال بیلول و. د سیاسي کتونکو په باور پنجاپ هم د ایران په دې پلان کې پټې موافقې ته رسیبدلی و.
د ځینو شواهدو په بنسټ چنګیز پهلوان ایراني دیپلومات او په مزار شریف کې د ایران کونسل، د طالبانو د واکمنی په مهال د هغو ډلو سره چې د طالبانو په وړاندې جنګیدل دا لټه کوله چې د پورتني پلان چې د پارسي ژبو د کنفدراسیون تر پردې لاندې په عملي کولو د هغوی ملاتړ تر لاسه کړي.
مګر دا برید هغه مهال شنډ شو چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا هیواد استازي وویل چې د هیوادونو پولو ته باید درناوي وشي.
خو د ایراني دیپلومات دا هلې ځلي هغه مهال په بشپړه توګه شنډې شوې چې امریکايي پوځونه په افغانستان کې پلي شول.
د دوو مهمو عواملو له مخې د افغانستان تجزیه ناممکنه ده :
په افغانستان کې په ټول تاریخ کې مرکزي حکومتونه موجود و. د هیواد ټولې پوځي ، اقتصادي، سیاسي چارې د مرکزي دولت له خوا رهبري کیدې. د هیواد خلک هیڅکله د غیر مرکزی سیستم او یا د واک د څو مرکزونو د شته والي پلویان نه و او نه دي .
د افغانستان د اوسني اولسمشر ښاغلی حامد کرزي څخه د خلکو دا ګیله ده چې نه غواړي د زوراکانو په لاس کې د واک واګې له منځه نه وړي. دده دا عمل ددې سبب شوی دی چې د یوه مرکزي ځواکمن حکومت د جوړیدو مخه ډب شی.
د افغانستان خلک حتې د افغانستان د تجزیې فکر هم نه شي کولی او هم د هغه چا په وړاندې چې دا ډ ول نیتونه لري په کلکه ودریږي . دوهم دا چې اوس افغانستان په نړیواله سویه د نړی ځواکمنو هیوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لري او دا دد ې سبب کیږي چې ګاونډیان و نه کولی شي د افغانستان د تجزیې له پاره مستقیمه مداخله وکړي.
خو بیا هم ګاونډیان او د هغوی تالي څټي په ماهرانه توګه زیار باسي چې ددې لارې د افغانستان د خلکو په وړاندې ستونزې پيدا کړي. چې د هغوی ښه مثال د هیواد په شمالی څو ولایتونو کې د ملي جبهې تر نوم لاندې یوې ډلې پراخې غونډې جوړې کړې. خو دغه غونډې هغه مهال رسوا شوي کله چې د ملي مشارکت د ګوند مشر ښاغلی نجیب الله کابلي وویل چې ، خلک د ولسوالانو په واسطه په زور او د بهر څخه د رالیږل شوو روپیو په زور سره راوستل شوي و.
څړ ځایونو ته د کوچیانو د رمو نه پریښودل او په مرکزی سیمو کې د کوچیانو او نورو خلکو د شتمنیو غصب دا په خپله دې د ( هزاره جات) د خپلواکې او مستقلې سیمې د رامنځته کولو په مانا دی.
دا پاشیستي ډلې په ټول قدرت سره هڅه کوي چې د خلکو او قومونو تر منځ د دښمنۍ اور بل کړي. ددې ډلو سروالان عملا د پښتنو او کوچیانو په ضد ناوړه شعارونه ورکوي. په دې ډول په ډلو پورې تړلو رسنیو له خوا چې د نامعلومو سرچینو له خوا یې ملاتړ کیږي د اولسونو ترمنځ بې اتفاقی ته لمن وهل کیږي.
تیر کال د ښاغلی کرزی په نوم په دربار کې واکمنو پاشیستي ډلو یو فرمان چې په کې په بهسودو کې د ستونزو د اوارولو د پاره ویل شوي په دې فرمان کې اشاره شوي وه چې ټول کوچیان به په درې میاشتو کې میشت کیږي خو دولت دا ونه کړل چې کوچیانو ته خپل شخصی ملکیتونه په مرکزی افغانستان کې چې د سیمه ایزو پاشیستي ډلو له خوا اشغال شوي بیرته خپلو اصلی مالکانو ته مسترد کړي او یا کوچیان میشت کړي.
اوس ټولوته دا جوته ده چې د کوچیانو او په ټولیز ډول د پښتنو په ضد دا ډول چلندونه یو ناڅاپي کار نه دی بلکې دا د پورته یاد شوي لوی پلان برخه ده چې د پاشیستي ډلو او د هغوی بهرنیو ملاتړو له خوا عملي کیږي چې د هغه په بشپړ عملي کیدو سره به افغانستان ټوټې ټوټې شي. چې دا ناممکنه ده.
پاشیستي ډلې د ښاغلي کرزي او نړیوالې ټولنې د ځینو ناوړو مصلحتونو او تېریدنو له امله ډیرې زړورې شوي دي د کتونکو په باور اوس غواړي نړیواله ټولنه او ښاغلی حامد کرزی د نویو ګواښونو سره مخامخ کړي.
ښاغلی کرزی چې د هیواد د اساسي قانون د تطبیق او د هیواد د خاورې د تمامیت ساتل یې له مهمو دندو څخه ګڼل کیږي په دې هکله د معاملو اود غلي ساتلو سیاست مخې ته بیولی دی . مګر دې ته یې پام نه دی چې ورو ورو دا ستونزه پراخیږي. او داسې مهال به راشي چې بحران به تر کنترول څخه ووزي.
دا ټولو ته جوته ده چې موجوده اداره قانون یوازې په کمزورو خلکو باندې د قانون تطبیقوی خو بیا د زورواکانو سره د قانون په ماتولو کې مرسته کوي. د ساري په ډول د اساسي قانون له مخې شخصي ملکیتونه د تعرض څخه خوندي دي ددې قانون سره سم باید اوس په مرکزی افغانستان کې کوچیانو خپل ملکیتونه تر لاس کړي وی.
ښاغلی کرزی کولای شول د کوچیانو او د پاشیستي ډلو تر منځ لانجې د اساسي قانون په رڼا کې حل کړي مګر ده د قانون ته و نه کتل بلکې د جمهوری ارګ څخه دده په نوم داسې فرمانونه ورکړل شول چې خلک د هغه په هکله راز راز پوښتنې لري او دا فرمانونه یو طرفه او د پاشیستي ډلو په ګټه یې بولي.
د ساری په ډول په تیرو کلونوکې د منازعی د سیمې په اړوند دولت ته اړینه وه چې دواړه خواوې د ستونزې د اساسی حل تر وخته د سیمې څخه ووزی مګر ښاغلی کرزی کوچیانو ته د وتلو امر وکړ او په پاشیستي ډلو پورې تړلو ډلو پورې وسله والو ته ېې سیمو ته د ننوتلو اجازه ورکړه.
په کابل کې په کوچیانو باندې د پاشیستی ډلو نوموړی وحشیانه بریدونو د افغانستان خلکو، اوسنیو چارواکو او نړیوالې ټولنې ته د یوه نوي خطرناک راتلونکي زیګنال ورکوي.
له دې امله اړینه ده چې نور د افغانستان لویه محکمه چوپه پاتې نه شي او د اعتیاری اسنادو او شواهدو په نظر کې نیولو سره سم خپله شرعی فیصله اعلان کړي او دولت په دې مکلف کړي چې هغه فیصله سمدلاسه تطبیق کړي . ټولې هغه وسله والې اوپه جنایتونو پورې تړلی ملیشاوې بې وسلې او د قانون منګولو ته وسپاري.
همدارنګه حکومت ته اړینه ده چې ټولی هغه کړۍ چې په پټه د افغان دښمنه ګاونډیانو او په ځانګړي توګه د ایران څځه مادی ملاتړ تر لاسه کوي ړنګې او د هغوی مشران د قانون منګولو ته وسپاري.
دا ځکه چې شرایط نوره د خلکو د پاره د زغم څخه د وتلو په حال کې دی. او خلک دی ته اړ کیږی چې د پاشیستي ډلو په وړاندې غبرګون وښیي. په هغه مهال کې څه چې پیښیږي مسوولیت به یې د کابل ادارې د مشرانو په غاړه وي.
د ویلو وړ ده چې د ټولو هغه هیواد والو ملکیتونه چې د هیواد په شمال او یا په مرکزي سیمو کې د زورواکو او متعصبو کړیو له خوا غصب شوي دی او یا کیږي ، د هغوی د روا او قانونی حقوقو څخه دفاع د هریوه با احساسه هیواد وال دنده ده دا ځکه چې دا دفاع د افغانستان څخه د دفاع په مانا ده.
اوس هغه مهال را رسیدلی دی چې اساسي قانون او عدالت په بشپړه توګه تطبیق او یو ویښته سر غوندې هم په دې کې باید غفلت ونشي.