د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د توکمونو تناسب او غلط تخمینونه

احمدجان اریوزی 16.03.2012 13:14

په کابل کې واکمنو کړیو دې هیواد ته ډیرې بدمرغۍ راوړي دی چې د هغوی له جملې څخه له هغې نیټې څخه چې واک ته رسیدلي دي ، دوی په هیواد کې د توکمي او ژبني تعصبونو ته لمن وهي او په ټول قوت سره کوشش کوي چې نه یوازې د پښتنو سیمې د جګړو ډګر وګرځوي بلکې په واک کې د پښتنو شته والی لږ او ورو یې د سیاسي ډګر څخه و باسي .
په دې وروستیو کې متعصبو واکمنو کړیو په کابل او مزار شریف کې د عبدالعلي مزاري د وژل کیدو تلین په ډیرو نارو او سورو سره ونمانځه. په دې مراسمو کې د واکمنو کړیو د مشرانو ویناوې په زړه پورې او د فکر وړ وې.
د هغې له جملې څخه ښاغلی حاجي محمد محقق په هغه غونډه کې چې په بلخ ولایت کې د دولتي چارواکو له خوا جوړه شوي وه د قومونو تناسب ته اشاره وکړه او ویې ویل په دې هکله هغه تخمینونه چې ورکول کیږي سم نه دي . ده په غیر مستقیمه توګه وویل چې پښتانه تر هغه لا لږ دي چې په اوسنې اداره کې ورته ارزښت ورکول کیږي . هغه د ټولو توکمونو په هکله چې په افغانستان کې شته دي د برابرو حقوقو خبره باندې ټینګار وکړ.
د انتروپولوژستانو په باور په افغانستان کې د څلویښتو توکمونو څخه زیات توکمونه اوسیږي اوس داسې باید وویل شي چې که چیرې ټول توکمونه برابر حقوق لري اویو توکم ته څلور څوکی ورکول کیږي ، نو باید په کابینه کې یوسل او شپیته د وزارتونو پوستونه رامنځته شي .
که موخه یوازې پښتانه وي په دې کابینه کې یوازې څو تنه پښتو ژبې شته چې د پښتنود نفوسو او د سیمو په تناسب په نشت شمیرل کیږي .
د سیاسي کتونکو په باور په کابل کې پښتانه د سیاسي واک څخه څنډې ته شوي دي پښتون اولس په افغانستان کې په بشپړه توګه ځان محکوم ګڼي او هغه څو تنه پښتو ژبي چې په دې اداره کې شته دي هغوی د هغو کړیو په خدمت کې دي چې ځانونه د دیګانو ، هزاره ګانو او ازبکانو استازي بولي .
پښتانه نه یوازې د سیاسي واک له ډګر څخه شړل شوي دي بلکې د اقتصادی لحاظه ددوی سیمې هم د انکشافي پروګرامونو څخه بې برخې دي .
اوس د دولت په کابینه کې هغه کړۍ چې ځانونه په دیګانو پورې تړلی بولی تر ټولو زیاته ونډه لری او په اداره کې د واک اصلي مزي د دوی په لاسونو کې دي . د دوی خبره لومړی خبره ده . وروسته په کابینه کې ازبکان او بیا په هزاره ګانو پورې د تړلو کړۍ واکمنې دي ..
د کابل په اداره کې لوړ پوړي غوړه مال پښتو ژبي د پورتنیو کړیو په چوپړ کې ولاړ او تر هر څه زیات په پورتنیو کړیو پورې د تړلو سیمو د انکشاف په فکر کې دی . هغوی حتی په خپله ژبه د خبرو توان هم نه لري . تر ټولو زیات دوی په پارسي ژبه شخوندونه وهي .
په کابل کې متعصبه پاشیستي واکمنې کړۍ د پورتنیو ناوړو توطیو په اړخ کې وايي چې پښتانه اوس د هیواد یو اقلیت اولس دی او پښتو ژبه یوازې هغه ژبه دې چې په غرونوکې خلک پرې خبرې کوي .
که څه هم د لوی احمدشاه بابا له وفات څخه وروسته په شاهي دربار کې پارسیوانان واکمنان شول دوی په واقعي ډول سره یې ټول واک په لاس کې متمرکز کړ او تر ننه پورې دوی په دې هیواد واک چلوي خو د هغوی ډنډورچیان د نړیوالې ټولنې د تیر ایستلو د پاره د پښتنو ددوه سوه کلن واک په هکله خبرې کوي او وایی چې دوی په نورو قومونو باندې ظلمونه کړي دي .
په افغانستان کې د قومونو تر منځ د اختلافونو د پیداکولو ته په لویه اندازه د ایران له خوا لمن وهل کیږي خو په دې لمن وهلو کې تاجکستان او ازبکستان هم تر ایرانه وروسته پاتې نه دي ایران د یوې خوا د مذهب او د بلې خوا د ژبني مسایلو او یا د لږکي او ډیرکي ټکو په رامنځته کولو سره غواړي چې د افغان اولس تر منځ بیلتون رامنځته کړي .
دیرش ، څلویښت کاله مخکې ویل کیدل چې پښتانه د ټولنې اویا په سلو کې جوړوي چې دا شمیره د واقعیت سره نږدې ده ، وروسته دا شمیره پنځه شپيتو ، بیا درې شپیتو ، وروسته پنځه پنځوس ، بیا پنځوس ، ورپسې څلویښتو او اوس پنځه دیرشو ته را ټیټه شوي ده ځينې خو یې دیرش په سلو کې ګڼي.
دا په دې لوی اولس باندې ملنډې دي چې د مختلفو منابعو له خوا وهل کیږي .
ددې وطن دښمنه کړیو موخه داده چې د هیواد د قومونو تر منځ بیلوالی را پیدا کړي اوهغه ارګانیک یووالی چې د هیواد د مختلفو قومونو او توکمونو تر منځ وجود لري له منځه یوسي او مات یې کړي .
او لدې لارې دا هیواد د تجزیې او نابودۍ خوا ته بوزي .
د هیواد په اساسي قانون کې د هیواد د هر اوسیدونکي چې افغان ورته ویل کیږي حقوق او مکلفیتونو څرګند او امتیازات یې هم د یوه وګړي په توګه په ډاګه شوي دي . ددې قانون په بنسټ ټول وګړي په ګډه د هیواد په برخلیک کې برخه اخلي . دا په دې مانا چې په اساسي قانون کې د وګړو تر منځ مشارکت مطرح دی .
د ټولو افغانانو د وګړو مشارکت د خلکو تر منځ د یووالی د ټینګښت سبب ګرځي .
متعصبه کړۍ د اساسي قانون په خلاف د افغان وګړو د مشارکت په ځای د قومونو او توکمونو د مشارکت تیوري مطرح کوي .
د کابل واکمنې کړۍ ددې په ځای چې د دولت لوړې څوکۍ د استعداد ، تعلیم ، تجربې ، هیواد او خلکو ته د ژمنتیا او په ټولنه کې د ښه نوم د درلودلو په بنسټ ورکړي ،د متعصبو کړیو له خوا د دوی په خوښه لوړ پوړي چارواکي د کابل د ادارې مشر ښاغلي حامد کرزي ته ورپيژندل کیږي او هغه ددې په ځای چې وګوري دا وګړی وړ دی او که نه ؟ په لوړو پوستونو مقرر کیږي .
دې ډول اجراتو په هیواد کې لویه سیاسي ، اقتصادي او امنیتي فاجعه رامنځته کړي ده.
دوی پښتو ژبو سیمو څخه پارلمان ته په قصدي توګه پارلمان ته د لږ استازي ورکړل شوي دي .
د توکمونو او یا قومونو ترمنځ د مشارکت تیوري ډيره خطرناکه او د اولسونو تر منځ د یووالي نه بلکې د بیلوالي سبب کیږي .
په تیرو لسو کلونو کې د کابل ادارې پورتنی تیوري مخې ته بیولي ده چې هیواد یې د سترو ستونزو سره مخامخ کړ.
نږدې پنځوس کاله کیږي چې یو شمیر سیاسي ډلو او کړیو په هیواد کې د توکمونو د تناسب په هکله پوښتنې راپيدا کړي دي .
واکمنو کړیو په خپلو سیاسي پروګرامونو کې یوازې پښتون اولس چې د افغانستان د ملاتیر جوړوي په نښه کړی دی.
که چیرې په یوه هیواد کې د نفوسو په هکله سم او ژور معلومات موجود وي دا کومه بده خبره نه ده.
که په یوه سیمه او یا هیواد کې توکمونه او قومونه د وګړپوهنې د علم په بنسټ سره وڅیړل شي د لوستونکو له پاره ډير په زړه پورې وي .
په افغانستان فاسدو ادارو ( د شاهي نظام په شمول) دا زیار ونه ایسته چې د هیواد د نفوسو په هکله یوه سمه سرشمیرنه تر لاسه کړي .
حاکمو فاسدو نظامونو تر ډیره هڅه کوله چې تر ډیره بریده حقایق د پښتنو څخه پټ کړي .دا ځکه چې همغه نظامونه د کابل د اوسني ادارې په شان هم د دیګانو تر اغیزې لاندې و . ددې نظامونو چارواکي په دې پوهیدل چې بیا به پښتانه خپل ټول هغه حقوق چې یو اکثریت اولس یې په یوه هیواد کې لري وغواړي .
لکه د اکثریت ژبه د یوازیني ملي او رسمي ژبې په توګه منل او ټولو پښتنو او نورو اولسونو ته زده کړه په خپله ژبه او نور .
د معمول سره سم په دې تیرو پنځوسو کلونو کې د سرشمیرنې ( احصاییه ، او دولتي رسنۍ ) ادارې د پورتنیو متعصبو کړیو په لاسونو کې ورکول کیدې او تر ننه دا ادارې د دوی تر اغیزې لاندې دي چې له دې لارې ځینې ناسم ارقام د مختلفو ارګانونو په لاس کې ورکول کیدل او اوس هم ورکول کیږي .
که چیرې د حکومتونو له خوا کومې سرشمیرنې هم تر سره شوي دي دوی یوازې هغه کسان په نظر کې نیولي دي چې تذکرې یې اخیستي دي . اوس هم په پښتنې سیمو کې زیاتره کسان تذکرې نه لري او ښځې یې په سلو کې اتیا تذکرې نه لري . همدارنګه خلک په دې نه دي پوهول شوي چې سرشمیرنه څومره اهمیت لري ،همدارنګه په سرشمیرنو کې په ماهرانه توګه ګنډکاپي شوي ده ، نو ځکه هر ډول سرشمیرنې چې پخوا ترسره شوي بلکل نیمګړي او جعلي دي .
اوس هم په هغو ښارونو او ولایتونو کې چې مختلف توکمونه اوسیږي که څوک تذکره اخلي نو مامورین هڅه کوي چې په تذکره کې د هغه ملیت تاجک ولیکي ..
په کابل او ځینې نورو ښارونو کې په زیژنتونونو کې زیار ایستل کیږي چې دنوي زیږیدلي ماشوم ملیت تاجک ولیکل شي . دا یو سازمان ورکړل شوی عمل دی چې دا پنځوس کاله کیږی چې په افغانستان کې روان دی
اوس مهال په میلیونو پښتنو ، پشه ییانو ، نورستانیانو ، پامیریانو ، ایماقو او نورو ته داسې تذکرې ورکړل شوي چې ملیت یې تاجک لیکل شوي دی .
که ترې وپوښتل شي چې ولې دې ددې وګړي توکم دې چې پښتون او یا پشه یي دی تاجک ولیکه هغه درته وايي چې څه پروا کوي خو هغوی خپله تیروتنه سموي نه .
خو د دولتي چارواکو به داسې تیروتنه ونه ګورې چې د یوه دیګان توکم په ځای پښتون لیکل شوي وي . په واقعیت کې دا یوه شعوري هڅه وه او ده تر څو دیګان په هیواد کې اکثریت کړي .
دا ټولې کړنې د یوې پراخې ستراتیژي برخې دي چې دا پنځوس کاله کیږي په هیواد کې د وطن دښمنه او متعصبه کړیو له خوا تر سره کیږي .
په همدې موده کې د ایران دولت په ډیره سپین سترګې سره زیار ایسته چې د سرشمیرنې ادارې او مطبوعاتو کې مشران او اغیزمن کارکونکي واخلي .
دا ځکه چې مطبوعات نه یوازې بهرنیان تیرایستلی شي بلکې د هیواد د خلکو د سترګو په وړاندې حقایق هم پټولی شي .
د یادولو وړ ده چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره د بن په لومړي کنفرانس کې د قومونو په بنسټ د یوې ادارې د جوړولو له پاره رسمي زمینه برابره کړل شوه .
دولتي پوستونو په رسمي توګه په متعصبو کړیو چې ځانونه په درواغو د ځينو توکمونو استازي بولي ویشل شوي دي .
د افغانستان په تاریخ کې واکمنانو دولتي څوکی یوازې او یوازې موجوده نظام ته د وګړو د وفاداری او لیاقت په بنسټ ویشلې ، نه د ملیتونو په بنسټ. خو په غیر مستقیمه توګه ټولو ملیتونو په لوړو څوکیو کې خپل ځانونه لیدل . .
د بن په لومړي کنفرانس کې د کابل په اداره کې د پښتنو ونډه ډيره لږه ( څلویښت په سلوکې )په ډاګه شوه. د بن په دې کنفرانس کې ګډون والو غوړه مالو او ځان غوښتونکو پښتو ژبو هم ورسره ومنله. ددې کنفرانس له لارې د پښتنو په استازیتوب داسې کسان په څوکیو کیناستل چې د پورتنیو متعصبو او د هیواد د اکثریت ضد ډلو سره یې پټې او یا ښکاره اړیکي درلودې او عملا د هغوی له پاره د پښتون اولس په خلاف فعالیتونو بوخت و .
په موجوده اداره کې د هیواد د زیاترو خلکو حقوق تر پښو لاندې شوی او دهغوی سره د تعصبه ډک چلند شوی دی .
د ساري په توګه د اساسي قانون ،بشری حقوقو او د ماشوم د حقوقو په بنسټ ټول زده کونکي حق لري چې په مورنیو ژبو باندې زده کړه وکړي خو دا لس کاله کیږي چې دا حق تراوسه په میلیونو زده کونکو ته او له هغې جملې پښتو ژبو زده کونکو ( په عمده توګه په لویدیز ، د هیواد په شمال او په مرکز کې ) ته ورکړل شوی نه دي .
ددې وزارت لوړ پوړي چاروکي په مختلفو پلمو سره غواړي د زده کونکو په دې حق سترګې پټې کړي او د دوي استعدادونه ووژني او لدې لارې متعصبو کړیو ته غوړه مالي وکړي .
د موجوده اساسي قانون په بنسټ پښتو ژبه ملي او رسمي ژبه ده خو د بهرنیو چارو د وزیر چې د پښتنو په ګڼ کې راځي د هغه څخه چا یوه کلمه پښتو ژبه هم نه ده اوریدلي او نه دا ژبه په هغه وزارت کې په رسمیاتو کې وجود لري .
زیاتره په اصطلاح دیپلوماتان په متعصبو کړیو او د دیګانو په توکم پورې تړلي دي.
هر وزیر ته اړینه ده چې د ټول اولس حقوق په نظر کې ونیسي خو په افغانستان کې له بده مرغه پښتو ژبي وزیران د متعصبو واکمنو کړیو د خوشالولو د پاره د پښتنو حقوقو باندې سترګې پټوي . او په انکشافي پروژو کې دیګانو او هزاره ګانو ته اهمیت ورکوي .
تر ننه د کابل د ادارې د مالیې وزارت له خواد نورو وزارتونو د نامتوازنو انکشافي پروګرامونو په هکله غږ پورته شوي نه دي.
د کابل د ادارې زیاتره وزیران چې په متعصبو کړیو پورې تړلي دي عملا په پښتني سیمو کې د پرمختیایي پروګرامونو مخنیوي کوي دا وزارتونه چې عبارت دي له :د کلیو او پرختیا ، کرنې او مالداری ، اوبو او برښنا، کانونو ، ټولګټو او د لوړو زده کړو وزارتونو.
ددې وزارتونو رهبري نه یوازې د پښتنو د سیمو د پرمختیا څخه سترګې پټوي بلکې د نورستانیانو، پشه یانو ، بلوڅانو سره خپله دښمني نه پټوي .
د کابل د ادارې مشر ښاغلی حامد کرزي هم د ده په کابینه کې د متعصبو کړیو په دی تعصبي چلند باندې سترګې پټوي او د هغوی څخه د هیواد د خلکو په وړاندې ملاتړ کوي .
همدې متعصبو کړیو د غلطو تخمینونو په بنسټ د پښتني سیمو څخه چې د نفوسو له امله ګڼ میشته دي پارلمان ته د وکیلانو شمیر ډیر محدود کړی او د کوچیانو استازیتوب په پارلمان کې په نشت حساب دی .
د کابل اداره او په هغه کې شریکې واکمنې متعصبې ډلې د یوه ډیر ژور سنجول شوي پلان په بنسټ سره د هیواد د اکثریت اولس د ځپلو له پاره کار کوي .
متعصبې کړۍ په خپل بشپړ واک باندې بسنه نه کوي بلکې دوی غواړی د اولس او وطن ضد دوهم ګام پورته کړي : یعنې دوی غواړي چې د پارلماني او فدرالي نظامونو تر پردې لاندې د افغانستان د تجزیې له پاره زمینه برابره کړي .
اوس مهال په دې توطیه کې د امریکا د متحده ایالاتو څو تنه د کانګریس غړي هم یو ځای شول دوی په په روان میلادي کال د جرمني په هیواد کې د افغانستان د متعصبو کړیو د مشرانو په ګډون یوه غونډه ترتیب کړه . د کانګریس غړو دا ویلي دي چې په دې هیواد کې پښتانه څلور دیرش په سلو کې دي او دا اولس ددې توان نه لري چې د یو مرکزی اداره رامنځته کړی .
که د هیواد تاریخ ته وګورو ، د ټولو یرغلګرو قوتونو په وړاندې یوازې پښتون اولس ولاړ او ډيرې قربانی یې ورکړي او دا هیواد یې متحد ساتلي دی. چنګیزیانو په بامیان کې د پښتنو په وینو ویالې وبهولې . د بامیانو سیمه چنګیز د پښتنو څخه تخلیه کړ او په مرکزي سیمو کې یې مغولي نژاده خلک ځای په ځاي کړل .
ګوډ تیمور په هرات کې پښتانه قتل عام کړل خو بیا هم په مات زړه د پښتنو سیمو څخه خپلې سیمې ته وګرځید.
ظهیرالدین بابر په لوګر کې په زرګونو کوچیان ووژل. همدارنګه د بابر اولادونو په پښتنو د پښتونخوا په ټولو سیمو کې ( کله منارونه ) جوړ کړل خو بیا هم د دې اولس مقاومت یې مات نه کړ.
انګریز او روس هم د پښتنو په ضد د هر ډول توطیو او تیریو څخه ډډه ونکړه خو په خپلو موخو کې بریالي نه شول او دا بهیر تر ننه روان دی.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې ټول هغه څوک چې په افغانستان کې اوسیږي هغه ددې وطن زامن او د افغان ملت وګړي دي . دا باید وویل شی چې افغان ملت یونه بیلیدونکي اولس دي..
اوس په افغانستان کې د توکمونو د تناسب په هکله ډول ډول تخمینونه موجود دي . مثلا ځینې وايي چې پښتانه اویا په سلو کې دي خو هغه پښتانه چې په خپله ژبه غږیږي دوی څه باندې درې شپيته دي .
ځينې تخمینونه پښتانه پنځه پنځوس په سلو کې ګڼي . ځينې یې څلویښت په سلو کې ، ځينې یې څلوردیرش په سلو کې او ځینې یې د دیرشو څخه هم لږ ګڼي . خو د کابل په اداره کې واکمنې کړۍ خو هڅه کوي چې په افغانستان کې د هغوی په شتوالي هم سترګې پټې کړي .
په منځینو پيړیو کې په یوه ښوونځي کې د ښوونکو په دې اختلاف پيدا شو: چې د اس غاښونه څودانی دي. چا به ویل چې شل ، چا دیرش او نور .
خو یوه خوله نه کیدل دوی د ستونزې د حل له پاره د اپلاتون ، ارستو ، سقرات او نورو علمانو کتابونه وپلټل خو د اس د غاښونو د شمیر په هکله یې څه پکې پيدا نکړل.
د ښوونکو تر منځ بحث ګرم و . د حل لاره نه وه .
په دې وخت کې یو سړی د لارې تیریده او د ښوونکوڅخه یې د جنجال په هکله وپوښتل . دوی موضوع ورته بیان کړه . هغه په ځواب کې ورته وویل : هغه دی اس ولاړ دی غاښونه یې وشمیری
ددې له پاره چې غلطو تخمینونو او ګومانونو ته د پای ټکی ایښودل شوي وی باید د واقعیتونو په نظر کې نیولو سره سر شمیرنه تر سره شي .
د ویلو وړ ده چې د توکمونو او ژبو په هکله غلطو تخمینونو نه یوازې د هیواد خلک بلکې نړیواله ټولنه هم د ستونزو سره مخامخ کړي ده.
په یوه هیواد کې د قومونو ، توکمونو په هکله علمي څيړنې په زړه پورې موضوع ده . قومونه ، توکمونه او ملتونه په یوه هیواد کې واقعیتونه دي ددې واقعیتونو څیړل د همغه هیواد او بشري ټولنې په وده کې ډیره اغیزه لري .
دا ډیره اړینه ده چې د افغانستان د ټولنې د قومي جوړښت په هکله بې پرې څيړنه وشي او له دی لارې واقعیتونه برسیره شي .
دا باید ووایو چې په افغانستان کې دوه نژاده چې یو سپین او بل یې زیړ دی اوسیږي چې په زیړ نژاد کې مغولي توکمه ا فغانان شامل دي .
افغان اولس د یوه وجود په توګه د ګڼو( توکمونو) څخه تشکیل شوی دی .
ددې توکمونو برید جوتول یو څه ستونزمن کار دی.
دا ځکه چې د هیواد د بشري ټولنې په څيړلو سره ښکاري چې په تیرو څو لسیزو کې هڅه شوي ده چې په افغانستان کې ځینې جعلي توکمونه راپیدا او یا په جعلي توګه د هغوی د وګړو شمیر زیات شوی دي.
نو ځکه تر ټولو لومړی باید جعلي او په طبعي توګه رامنځته شوي توکمونه سره بیل شي .
ددې له پاره چې په ټول هیواد کې هر اړخیزه سرشمیرنه تر سره شی اړینه ده :
• په ټول هیواد کې سوله او امنیت تامین شي
• په کابل کې باید یوه بې پرې اداره چې د متعصبو کړیو د اغیزې څخه بهر وي رامنځته شي
• د افغانستان ټول خلک نارینه او ښځینه دې ته تیار شوی وي چې په دې سر شمیرنه کې برخه واخلي او هم هر وګړی باید پوه شي چې په واقعي توګه په کوم توکم ، ژبې او مذهب پورې تړلي دي .
• ټول بې ځایه شوي خلک بیرته خپلو سیمو ته راستانه شوي وي .
• ټول مهاجرین د ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه هغه مهاجرین چې په لویدیزو هیوادونو ( په دې شرط چې دهغو هیوادونو تابعیت یې نه وي تر لاسه کړی ) کې ژوند کوي په دقیقه وګڼل شي .
د ساري په ډول :
موږ نه شو ویلای چې ټول هغه څوک چې په پښتو خبرې کوي هغوي پښتانه دي . او یا ټول هغه څوک چې په دري غږیږي هغوی دیګان دي او یا ټول شعیه ګان هزاره ګان او یا ټول هزاره شعیه ګان دي .
په افغانستان کې پراخو علمی څيړنو ته اړتیا شته تر څو جوته شي چې :
• د هر توکم رښتینې شمیر په ټول افغانستان او هر ولایت کې جوت شي
• د توکمونو تر مینځ اړیکي په واقعي ډول سره وڅيړل شي .
• د هیواد اقتصاد ، او د اوسني علم او تخنیک اغیزه په شته توکمونو باندې وځيړل شي
• د ګاونډیو هیوادونو د خلکو سره د افغانستان دخلکو اړیکي وڅیړل شي.
دا به ډيره ښه وي چې د افغاني ټولنې په هکله د یوه رښتیني علمي تصویر د رامنځته کولو د پاره په ټول هیواد کې یوه بې پرې سرشمیرنه تر سره شي .
په دې سرشمیرنه کې باید د هیواد ټول خلک او د هغوی له جملې څخه پښتانه ( په هره ژبه چې غږیږي که د هیواد په دننه او یا بهر کې اوسیږي او یا کوچیانی ژوند کوي ) پراخه ونډه واخلی . ټولې ښځينه او نارینه کسان( که هغه تذکره ولري او یا نه ) باید په دقیقه توګه وشمیرل شي .
• لومړي باید دا سرشمیرنه د هیواد په ټولو سیمو کې په علمي او دقیقه توګه ترسره او د هر ډول جعلکاری مخه ونیول شي
• په سرشمیرنه کې توکمونه باید په قصدي توګه مخلوط نه شي .
د ساري په توګه هزاره ګان چې د مغولي توکمو ، یو شمیر ترکانو ، افشاریانو، قزل باشانو او عربانو یو مخلوط دی هر یو د بیل توکم په توګه وشمیرل شي .
دیګان هم باید د کردانو ، قزاقانو ،کشمیریانو ، عربانو ، ایماقو ، پامیریانو ، دري ژبی پشه ییانو ، دري ژبي پښتنو او نورو څخه بیل وشمیرل شي .
باید ډير دقت وشي هغو کسانو ته چې دوی په نورو توکمونو پورې اړه لري خو په قصدي توګه ورته په نذکرو کې تاجک لیکل شوي دي باید په اړوندو توکمونو کې وشمیرل شي .
دا په دې مانا چې جعلی او اصلي توکمونه باید په هیواد کې وپيژندل شي .
ازبکان ، ترکمنان ، قزاقان ، قبچاق او نور دې هر یو بیل بیل وشمیرل شي .
همدارنګه په هر ولایت کې د هر توکم سلنه ( د ټولو هغو خلکو په ګډون چې د متعصبو جعلکارو کړیو له خوا د خپلو سیمو څخه شړل شوي دي )په دقیقه توګه معلومه شي .
دا ډيره اړینه ده هغه مهاجر ینو ته چې د شوروي اتحاد په رامنځته کیدو سره افغانستان ته راغلي دي دوی حق لري چې خپلو هیوادونو لکه ازبکستان ، تاجکستان ، قرغیزستان او نورو ته بیرته ستانه شي دا چې اوس شوروي اتحاد عملا وجود نلری ، دې مهاجرینو ته دې بیرته د ستنیدو زمینه برابره شي .
دا د یادونې وړ ده چې د افغانستان اصلي اوسیدونکی ازبکان ، دیګان او جټان چې په سلګونو کلونو یې د نورو توکمونو سره د وروری ژوند کړی د نورو قومونو په وړاندې حساسیتونه نه راپاروي . دوی ځانونه د افغان ملت نه بیلیدونکي برخه بولي .
همدارنګه د مذهبونو ( شعیه او سني ) سرشمیرنه دې په دقت سره تر سره شي .
د سرشمیرنې فورمه باید په ډیر دقت سره ترتیب شوي وي . په دې فورمه کې د جنس ، ملیت ( پښتون ، دیګان او نور) ، ژبه ، ولایت او عمر په ډیر دقت سره ترتیب شوي وي . د هرې فورمې صحت باید د اړونده بې پرې هیت له خوا تصدیق او د هر ډول جعلکاریو مخنیوی وشي .
په افغانستان کې باید دا ډول سرشمیرنه د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا تر سره شي او هغه څوک چې ددې سازمان له خوا ددې سرشمیرنې له پاره ټاکل کیږي باید د ګاونډیو هیوادونو او د متعصبو کړیو سره هیڅ ډول اړیکي ونلري.
د افغانستان هر وګړی هم ( هغه که د هیواد په دننه کې وي اویا بهر) ددې سرشمیرنې څخه دې بهر پاتي نه شي . د سرشمیرنې بهیر باید د ګاونډیو هیوادونو او په هیواد کې د جعلکارو متعصبو ډلو د اغیزې څخه لیرې وساتل شي .
په هیواد کې د توکمونو ، ژبو او مذهبونو په اړه دقیقه ، رڼه، سراسري ، جامع او بې پرې سرشمیرنه کولی شي د ډیرو ستونزو د حل سبب شي او دا ډول سرشمیرنه یوه اړتیا ده.
ترڅو د هغې له مخې د دولت کورني سیاست عیار کړل شي . د اساسي قانون له مخې د افغان وګړو د برابرو حقوقو په بنسټ په ټولنه کې دافغان وګړو مشارکت رامنځته شي . چې د هغې له مخې د وړتیا ، د ټول وطن او خلکو سره د مینې په بنسټ په حکومت او پارلمان کې زیاترې څوکی اکثریت توکم ولري او لږکي باید په واک کې ځانونه وګوري .
یوازې یوه ژبه هغه د اکثریت توکم ژبه باید ملي او رسمي ژبه واوسي .