د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مورنی ژبه زده کړه او که د مورنی ژبې زده کړه ؟

احمدجان اریوزی 23.02.2012 22:29

په افغانستان کې په مورنۍ ژبه د زده کړې لپاره غورځنګ ورځ په ورځ ځواکمن کیږي . اوس مهال هغه ډیر شمیر کورنۍ چې اولادونه یې تر اوسه په بله ژبه ( په مشخصه توګه په پارسي ) ژبه لوست کوي په دې لټه کې دې چې پوه شي ایا د دوی د اولادونو او د هغو کسانو اولادونو په زده کړو کې چې په خپلو مورنیو ژبو باندې زده کړې کوي څه توپیر دی؟
په کابل او یا دهیواد په نورو ښارونو کې به پخوا ویل کیدل چې اولادونه په پارسي ژبه ښوونځیو ته ولیږی دوی به هلته پارسي زده کړی . دا ځکه چې پارسي ژبه دوی ته په درد خوري. دوی به ویل چې په پارسي ژبه کې ډوډی پيدا کیږي .
دا خبره څلویښت پنځوس کاله مخکې په بشپړه توګه سمه وه. دا ځکه چې د کابل په پوهنتون او د زده کړو په لوړو موسسو کې لوست په پارسي ژبه و. او پارسي ژبه د هیواد په ډيرو لیرې سیمو کې هم په رسمیاتو کې استعمالیږي.
د کابل په پوهنتون کې یوازې په پښتو څانګه کې زده کړې په پښتو وې. نور ټول پوهنتون په پارسي ژبه تدریس کیده. که څه هم اویا په سلو کې د پوهنتون استادان پښتو ژبي و، خو دوی مجبور و چې لوست په پارسي ورکړي او داسې ونکړي خپلې دندې یې دلاسه ورکولې.
همدارنګه دولتي ادارو کې ټول اسناد په پارسی ژبه برابر کیدل او کیږي. په کابل کې په دولتي ادارو کې حتي د پارسي څخه په بله ژبه باندې ګړیدل ستونزمن دي دا ځکه کیدای شي چې یو څوک به غږ درباندې وکړی ( چي دغه بغه میګي ، پارسي بګو) نو ددې توهین څخه د ځان د ژغورلو د پاره باید په پارسي وغږیږې.
که چیرې ټولو هغو کسانو ته وکتل شی چې په مورنی ژبه یې زده کړې نه دي کړی او د لومړي ټولګي څخه په بله ژبه یې لوست کړی دی د هغوی استعدادونو ډیره لږه وده کړي ده. د هغوی څخه نه کوم پیاوړی ډاکټر، پیاوړی انجینر او سیاستوال جوړ شوی نه دی . که په پښتنو کې وګورو هغوی چې په علمي سویه لوړو پوړیو ته رسیدلي دي حتما یې لومړنی ښوونځي ، منځنی او یا تر لیسې پورې زده کړې په مورنی ژبه کړي دی.
دا په دې مانا چې په ښوونځي کې په مورنې ژبه زده کړې د هغه وګړي د پوهې د قدرت او استعداد په لوړولو کې ډیره اغیزه درلودلي ده.
باید ووایو ، یو وګړی چې تعلیم کوي هغه ددې له پاره کوي چې د خلکو په اصطلاح دین او دنیا یې سمه شی .اوس د دین او دنیا سمیدلو شرایطو توپير موندلی دي . اوس مهال ډوډی د پارسی په ځای په انګلیسي ژبه کې پيدا کیږي. دا په دې مانا چې کمپيوټر په انګلیسي دی او زیاتره علمي کتابونه چې یو زده کونکي او یا څیړونکی ورته اړتیا لري هغه په انګلیسي ژبه پیدا کیږي.
په دولت کې خو اوس څوک دندې نه غواړي چې هلته بیا د واردې او صادرې مامور شي تر څو مکتوبونه او پیشنهادونه په پارسي ولیکي . د واردې او صادرې ځای اوس برښنا لیک نیولي دی.
اسلامي دیني علوم هم تر پارسي په عربي ژبه کې ډیر دي . که څوک غواړي چې په اسلام سپیڅلي دین کې زیات معلومات ولري اړینه ده چې عربي ژبه زده کړي . دا په دې مانا چې د اسلام سپیڅلي دین باندې د ښه پوهیدو ژبه عربي او د کار او بار ژبه انګلیسي ده. په دوهمه ژبه باندې د افهام او تفهیم له پاره یوازې یو مضمون کفایت کوي .
ددې له پاره چې یو ماشوم په لوست ښه پوه شی هغه ته باید په خپله مورنۍ ژبه باندې په لوست ورکړل شي.
همدا سبب دی چې په افغانستان کې په اساسی قانون کې داټکی ځای په ځای شوی دی چې د زده کونکو له پاره په مورنیو ژبو د زده کړو زمینه برابره شی .
د ماشوم له پاره په مورنی ژبه زده کړه د ماشوم د بشري حق په توګه د ملګروملتونو د سازمان له خوا منل شوی او هم ددې حق د تامین او دې حق په تامین کې د چارواکو د هڅولو د پاره او همدارنګه د دی اصل په اهمیت باندې د پوهیدو له پاره د میندو او پلرونو د خبرولو په منظور د فبروري یوویشتمه نیټه د په مورنۍ ژبه د زده کړې د ورځی په توګه ټاکل شوی ده.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې کله چې یو ماشوم ټولګي ته ولاړ شی لومړی باید د هغه ماشوم چې دده په اړخ کې ناست دی د هغه په ژبه پوه شي او وروسته کله چې ښوونکی د لوست خونې ته راننوزي د هغه په خبرو پوه شی چې څه وايی. کله چې د ښوونکي په خبرو پوه شی نو ورته ټولګي او ښوونځي پردي نه ښکاري .
همدرانګه کله چې ښوونکي په لوست پیل کوي هغه د لوست مفهوم باندې د زده کونکو په مورنۍ ژبه باندې زده کونکي ښه پوهولی شی او د دوی ستونزې حل کوي. همدارنګه زده کونکی دا زړه پیدا کوي چې په لوست باندې د نه پوهیدو په صورت کې د ښوونکي څخه وپوښتي . دوی ددې ډار نه لري که زه د ښوونکي څخه پوښتنه وکړم زما په ژبه باندې نور ز ده کونکي وخاندي.
د زده کونکي له پاره ښوونځي په زړه پورې کیږي د ښوونکي او زده کونکو سره یې مینه پیدا کیږي او ښوونځي ورته د کور څخه ډیر اهمیت پیدا کوي او علاقه ورسره لري.
خو که لوست په بله ژبه وي نو دی د ښوونکي په لوست نه پوهیږي. د کتاب او ښوونځی څخه یې بد راځی. ښوونکی ددې له پاره چې زده کونکي په لوست باندې پوه شي د ترټلو، وهلو څخه کار اخلي . اوس مهال په ښوونځیوکې هغه زده کونکي چې زده کړه یې په مورنی ژبه نه ده تر ټولو ډیر د ښوونکو له خوا وهل ، ترټل او توهین کول ویني.
هغه ښوونځي ته کتابونه وړي او راوړي . ښوونځي ته د تګ سره مینه نه لري او په مختلفو پلمو سره په دې لټه کې وي چې د ښوونځي څخه ځان پټ کړي او یا یې په بشپړه توګه پریږدي .
دا په دې مانا چې نوموړی زده کونکی د زده کړو د بهیر څخه ووځي او یې بې تعلیمه سړی ترې جوړیږي. چې دا ټول مسوولیت د پوهنې د وزارت په لوړ پوړو چارواکو په غاړه کې دی.
اوس به راشو دې خبرې ته چې د په مورنی ژبه د زده کړو په لار کې اصلي خنډونه څه دي :
که چیرې اوسمهال چې د کابل په ښار کې ښوونځیو ته چې د نویو زده کونکو د نوم لیکلو مهال دی . کله چې یو مور او پلار ښوونځي ته ننوزي هلته لیرې ځینې کسان ولاړ وي په غیر مستقیمه توګه د ماشوم مور او پلار ته وايي چې اولاد یې په پارسي ټولګي کې شامل کړي او ورته وايی چې که پارسي ژبه باندې لوست ووايي نو یو څه به ترې جوړ شي. او یا ورته وايی په پښتو زده کړه سخته ده پارسي اسانه ده هلته دې اولاد ډیر زر لوست زده کولی شی . او یا ورته وايی چې په پارسي ټولګیو کې لوست منظم دی په پښتو کې تکړه ښوونکی او کتابونه نه شته. او یا ددې په ځای چې د ماشوم د مورنی ژبې په هکله ترې وپوښتل شی په مستقیمه توګه په پارسي ټولګیو کې یې نوم ورته لیکل کیږي .
لدې امله د ښوونځي مسوولینو ته اړینه ده چې کله چې یو ماشوم د شمول له پاره وروستل کیږي د هغې مور او پلارته د په مورنی ژبه د زده کړو د اهمیت په هکله لارښوونه وشي او په دې ډول د ښوونځیو ادارې د میندو او پلرونو د ذهنیتونو په روښن کولو کې برخه واخلی .دا د پوهنې وزارت او د ښوونځیو د مسوولینو د دندو څخه بلل کیږي.
همدارنګه د پوهنې وزارت ته دا مهمه ده چې په مورنۍ ژبې باندې د زده کړې د اهمیت په هکله سیمینارونه او ښوونکو ته ورکشاپونه جوړ کړي .
په دې کې هیڅ شک نه شته چې اوس وخت په افغانستان کې په میلیونو زده کونکي په مورنیو ژبو د زده کړو څخه بې برخې دي . هغه اجرات چې په دې لړ کې د پوهنې وزارت له خوا په تیرو لسو کلونو کې کړي دي هغه دومره لږ دي چې په بشپړه توګه په نشت شمیرل کیږي .
د هیواد هر یو ماشوم حق لري چې په مورنۍ ژبه زده کړې وکړي . دا حق د هیواد اساسی قانون او نړیوالو میثاقونو ورته په ګوته کړی دی.
ددې حق څخه موخه داده چې زده کونکی په لوست پوه شي او یو څه ز ده کړی .
خو د پوهنې وزارت دې ټکی ته اوس بل رنګ ورکوي . هغوی په مرکو کې وايی چې دا حق ددې له پاره ورکړل شوی چې اړونده ژبه ژوندی پاتي شی . نو ځکه باید زده کونکي خپله ژبه زده کړي .
په افغانستان کې د ټولو پنځه دیرشو ژبو د ساتلو دنده په خپله د کابل په حکومت پورې تړلي ده . چې ددې موخې د تحقق له پاره کوم پلانونه عملی کوي .
خو هغه څه ته چې په اساسی قانون کې اشاره شوي ده او ټینګار پرې کوي هغه په مورنۍ ژبه زده کړه ده . په دې زده کړه کې ټول هغه څه چې په تعلیمي نصاب کې شته دي باید په مورنی ژبه زده کونکي ته تدریس شي. هغه که دیني لوست دی او یا که د بیولوژي مضمون. هغه که سپورت دی او یا کیمیا او نور. دا ټول باید په مورنی ژبه لوستونکي ته لوست ورکړل شي.
خو داسې ښکاري چې په اساسي قانون کې د کابل د ادارې د پوهنې وزارت په مورنی ژبه د زده کړو څخه موخه د مورنیو ژبو زده کول او ساتل اخیستي دي .
نو ځکه دوی د پښتو او پارسي ژبو څخه د نورو ژبو ویونکو له پاره یوازې د دوی د مورنی ژبې یو مضمون په نصاب کې شاملوي او نور مضمونونه دې په حاکمه ( پارسي) ژبه تدریس شي .
لکه چې د چارواکو د مرکو څخه ښکاري واقعا یوازې د مورنی ژبې یو مضمون په نصاب کې شامل کیږي او نور تدریس په پارسي ژبه وي نو دا واقعا د اساسی قانون د حکم او د ماشوم او زده کونکي د حق خلاف یو عمل دی .
په افغانستان کې د چارواکو له خوا دوې ژبی رسمي او ملي بلل کیږي هغه پښتو او پارسي . خو په واقعیت کې پښتو نه د ملي ژبې په توګه کارول کیږي او نه د رسمی ژبې په توګه .
د اساسي قانون له مخې په افغانستان کې کومه تعلیمي ژبه وجود نلري بلکی د قانون له مخې ټولې هغه ژبې چې زده کونکي پرې خبرې کوي هغه تعلیمي دي . په دې ژبو کې لویه او واړه ژبه مطرح نه ده بلکی د زده کونکي مورنی ژبه مطرح ده او د پوهنې چارواکي دا دنده لري چې د هغه په ژبه ټول تعلیمي نصاب برابر او ښوونکي مکلف دی چې د زده کونکي په مورنی ژبه هغه ته لوست ورکړي .
په دې هکله اساسي قانون او د ماشوم حقوق کوم معذرت نه مني.
د پوهنې د وزارت د چارواکو د خبرو له مخې جوتیږي چې دوی یوازې تر اوسه د اویا په شاوخوا کې کتابونه لیکلی دي چې په هغه کې زده کونکو ته یوازې د ژبې لوست ورکول کیږي او بس .
د کابل د ادارې لوړ پوړیو چارواکو او په ځانګړي توګه د پوهنې وزارت چارواکو ته د افغانستان خلک کاڼه او ړانده ښکاري. او غواړي چې په دې مسله کې د هیواد خلک او زده کونکي دوکه کړي .
په لسو کلونو کې د څو ژبو د زده کولو یو څو محدود کتابونو لیکل او بیا په هغه باندې د ویاړ کول یوازې د تیرایستلو مانا لري .
که په واقعي توګه د پوهنې لوړ پوړي چارواکي زړه سوی ولري او دا ټکی درک کړي چې هره ورځ په یوه ماشوم باندې چې په بله ژبه د زده کړې په بهیر کې څومره ستونزه تیریږي او هم دا ټکی درک کړی چې د هیواد هر ماشوم په خپله مورنی ژبه د زده کړی حق لري او ددې حق تامینول د حکومت دنده ده په هغه صورت کې دوی کولی چې په حد اکثره توګه په یوه کال کې ټول نصاب د ټولو زده کونکو په مورنیو ژبو باندې برابر کړي او د دوی په واک کې کتابونه هم ورکړی .
دا چې د پوهنې او لوړو زده کړو د وزارتونو چارواکي به مورنۍ ژبه د زده کړې په ساحه کې کوم غوڅ اقدام نه شي کولی دا به راز راز عوامل ولري چې زیاتره یې د هیواد خلکو ته روښن دي .
یو ټکی چې د یادولو وړ دی چې باکیفیته معارف یوازې او یوازې د ښه نصاب، تکړه ښوونکو په اړخ کې په مورنی ژبه باندې په زده کړه باندې ولاړ دی . خو له بده مرغه د پوهنې چارواکي یوازې دوو لومړیو اصلونو ته ګوتې نیسي او دریم اصل په بشپړه توګه د یاده باسي .
د افغانستان خلک په دې پوه شوي او یا پوه به شي چې په مورنۍ ژبه زده کړه د دوی د اولادونو په زده کړه کې څومره اهمیت لري . ددې بهیر د بیا پیل کیدو د بنسټ تیږه د پوهنې پخوانی وزیر محمدحنیف اتمر ایښی ده چې د هیواد د ډیرو روڼ اندو او خلکو ملاتړ ورسره پیدا شوي دی
په افغانستان کې د ا معمول ده که چیرې یو نوی چارواکی د پخواني په ځاي راځي نو هڅه کوي چې د پخواني چارواکي کړنې تر پوښتنې لاندې راولي او هر څه د نوي سره پیل کړي.
همدا سبب دی چې په افغانستان او په تیره بیا په کابل کې په مورني ژبه د زده کړو بهیر د خنډ او ځنډ سره مخامخ شو. هغه چا چې هیواد د تنکیو نیالګیو ددې حق د تامین له پاره کار کاوه په مختلفو لارو سره ناهیلي کړل شول . خو بیا هم په مورنیو ژبو د زده کړو د حق د غوښتلو غږ چوپ نکړای شو.
په یوه هیواد کې پرمختګ او یووالی د حقوقو په تر پښولاندې کولو سره نه راځي بلکې دا د حقوقو په تامین سره راځي
د ویلو وړ ده چې په مورنی ژبه د زده کړو میکانیزم جوړول ډیر ساده کار دی . په هغو سیمو کې چې په یوه ژبه په سوونو زده کونکي موجود وي کیدای شي د هغوی له پاره بیلې ښوونځي جوړ شي او په هغو سیمو کې چې د ښوونځيو د جوړول پکې ممکن نه وي کیداي شي په مورنی ژبه ټولګي جوړ شي . د ټولګي شمیر خو د یوه تن څخه نیولي تر سل ګونو پورې کیدای شی .
د کابل په ښار په ځینو سیمو کې په مورنیو ژبو د ټولګیو جوړولو ډیره ښه پایله درلوده چې هم زده کونکي او هم ښوونکي ترې راضي دي . همدارنګه میندې او پلرونه په دې خوشاله دي چې د دوی اولادونه په مورنیو ژبو باندې لوست کوي .
خو له بده مرغه د پوهنې د پخواني وزیر په تللو سره دا بهیر د ستونزو سره مخامخ شو. په همغو ناحیو کې چې ټولګي جوړ شوي په همغه اکتفا وشوه او پاتې ناحیې او ولسوالی په پخواني شکل سره پاتې شوې.
د پوهنې د اوسنیو چارواکو دا عمل د کابل ډیر هغه خلک چې تر اوسه ورته په مورنۍ ژبه د زده کړې زمینه برابره شوی نه وه ناهیلې کړل. یو شمیر خو یې د خپلو ماشومانو له پاره چې په مورنی ژبه زده کړې وکړي هغو سیمو ته کډې وکړې چې هلته په مورنیو ژبو ټولګي موجود و.
د هیواد په مختلفو سیمو کې خلکو کله چې واوریدل چې په کابل کې په مورنیو ژبو د زده کړو زمینه برابریږي دوی هم خوشاله و چې هلته به هم دوی ته دا زمینه برابره شی خو له بده مرغه دا سلسله نه لویدیز او نه د هیواد شمال ته وغزید. چې له همدې امله په تیرو لسو کلونو کې د هیواد معارف ته لویه صدمه ورسیده.
په افغانستان کې سپین ږیري او سیاسي کتونکي وايي چې حق نه ورکول کیږي بلکی اخیستل کیږي .
اوس هغه مهال را رسیدلی دی چې هغه زده کونکي چې په مورنۍ ژبه د زده کړو څخه بې برخې دي په مورنی ژه د زده کړو د حق د تر لاسه کولو د پاره پراخ غورځنګ پیل کړي
لکه په ټولګي کې نه کیناستل ، په بله ژبه باندې د کتابونو نه اخیستل او د ښوونځي په منځ کې د پراخو غونډو جوړول ، تر څو د پوهنې چارواکي اړ شي چې د زده کونکو له پاره په مورنیو ژبو د زده کړو زمینه برابره کړی. همدارنګه باید په دې هکله د زده کونکو والدین او په هیواد کې روڼ اندي خلک کرار نه کیني .
د پوهنې چارواکي باید پوه شي چې خلک په دې ښه خبر دي چې د هیواد په اساسي قانون کې په مورنۍ ژبه باندې په زده کړو باندې ټینګار شوی دي ، نه داچې مورنی ژبه دې په ټولګي کې د یوه مضمون په توګه ولوستل شي .