د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هیواد نا معلومه راتلونکي

احمدجان اریوزی 03.02.2012 09:46

د ټول افغان اولس سره په دې ورځوکې دا پوښتنې پيدا شوي دي چې:
• درې کاله وروسته به په افغانستان کې څه پښیږی ؟
• ایا په افغانستان کې د سولې ، ثبات ، ودې او پرمختګ لپاره کومه هیله او امکان شته ؟
• ایا پنجاپ او تهران به په افغانستان کې د مداخلې او لاسوهنې څخه ډډه وکړي ؟
• ایا طالبان ، په کابل کې واکمنې وسله واله ډلې به د هیواد د لوړو ګټو په خاطرد جنګ او جګړو څخه لاس واخلي ؟
• ایا په قطر کې د طالبانو او امریکا د هیواد دخبرو وروستی پایله به په هیواد کې یوه عادلانه سوله رامنځته کړي او که نه؟
• ډير خلک بیا د طالبانو په هکله پوښتي چې اوسني طالبان څوک او د دوی راتلونکي پلانونه کوم دي؟
• د اوسنیو او پخوانیو طالبانو تر منځ کوم توپير شته او که نه؟
• همدارنګه خلک دا پوښتنې هم کوي چې په کابل کې واکمنې وسله والې ډلې به د طالبانو سره یو ځای کار وکړي ؟
• ایا دا شووني ده چې د پخوانیو او یا اوسنیو وسله والو ډلو او تنظیمونو د اغیزې څخه یوه خلاصه موقته ملي اداره رامنځته شي او که نه؟
هغه څه ته چې په اوس مهال کې سیاسي کتونکي او د هیواد عادي خلک اهمیت ورکوي هغه په قطر کې د سولې خبرې دي .
د بلې خوا د کابل اداره او د پنجاپ حکومت ددې له پاره چې د هیواد د خلکو او نړیوالو په سترګو کې یې خاورې شیندلي وي دوی هم یو شمیر تیرایستونکي کړنې پیل کړي دي . د کابل اداره هم وايي چې دوی به د طالبانو سره په سعودي عربستان کې خبرې وکړي . طالبانو د کابل د ادارې د دې خبرو په وړاندې په غبرګون ښودلو سره په سعودي عربستان کې د کابل د ادارې سره دخبرو کول د یوې اعلامیې په ترځ کې رد کړل.
افغان اولس په تیره بیا سیاسي څيړونکو اساسي پام دې ته اوښتی چې طالبان او د امریکا هیواد د جګړې د دوه اړخونو په توګه به وکولی شي نور فرعي اړخونه دې ته اړ کړي چې د سولې د مذاکراتو په لار کې خنډ نه شي او هم په دې مذاکراتو کې د افغانستان لوړې ګټې خوندي اوسي ؟
په قطر هیواد کې د مذاکراتو په هکله په اوازو سره په افغانستان کې د مختلفو ملیشايي – سیاسي ډلو ، د کابل زورواکي ادارې او د ګاونډیو هیوادونو دریزونه جوت شول . په مجموع کې زورواکو ملیشايي –سیاسي ډلو ، د کابل ادارې په ټول ځواک سره هڅې پيل کړې چې د طالبانو او د امریکا د حکومت تر منځ د مذاکراتو په لاره کې خنډونه پيدا کړي .
زورواکو پوځي –سیاسی ډلو هم د خپلې بقا له پاره د پنجاب لمنې ته لاسونه ور اوږده کړل او روان کال د فبروري په دوهمه نیټه یې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سره د هغه هیواد په سفارت کې په کابل کې لیدنه وکړه . که ځه هم دوی ځانونو ته د لږه کیو استازي ویل . خو په واقعیت کې که چیرې ددې کسانو سره سیاسی واک او پوځي ځواک نه وي نو به په خپله لږه کي ملیتونه به ددې کسانوسره د هغو جنایتونو له امله چې ورباندې تورن دي د دوی د محکمې غوښتنه وکړي .
د روان کال د فبروری په میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې راتګ کابل ته د کتونکو له خوا د شک په سترګه کتل کیږي او دا هم د افغانستان په وړاندې د نوي توطیې د پیل کولو په توګه ګڼي .
د کابل د ادارې مشر د روان کال د جنوري په میاشت کې د فرانسې د هیواد سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیک په مهال کې وویل چې د ناټو ځواکونه دې ژر تر ژره ووځي . د ښاغلي حامد کرزي ددې خبرو افاده د ایراني مشرانو د غوښتنو سره ورته وه چې دوی یې د افغانستان څخه د لویدیزو هیوادونو د سرتیرو د وتلو په هکله یې کوي .
په مجموع کې د افغانستان خلک د سولې پلویان دي . خو دوی په دې هم پوهیږي تر هغه چې د سولې خبرې بریالیتوب ته نه وي رسیدلي او په ټول هیواد کې یوه عادلانه سوله چې د هیواد د خلکو غوښتنې په کې خوندي وي نه وي تامین شوي ، تر هغه مخکې د بهرنیو سرتیرو په وتلو باندې ټینګار په افغانستان کې د یوې لویې فاجعې راتګ ته د زمینې برابرول دي .
داسې ښکاري چې د کابل د ادارې په سیاست کې د ګاونډیو په ځانګړي توګه د ایران او پاکستان ډيره اغیزه شته وي او دې ادارې یوې داسې خطرناکې لوبې ته لاس اچولی چې یو ځل بیا په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله د حکومت ملګرو ملتونو سازمان ته د استعفا په ورکولو سره ، زړه بوګنونکي تراژیدي رامنځته شوې ، مخامخ کړي .
د کابل په اداره کې یو شمیر کړۍ په دې باور دي چې که چیرې د افغانستان څخه نړیوال ځواکونه ووځي نو په هغه مهال کې به دوی په کابل او یو شمیر ولایتونو کې په واک باندې خیټې واچوي لومړی به اولس مشر به د خپلې مخې لیرې کړي او وروسته به د طالبانو سره به جګړو ته دوام ورکړي . همدا خبره ده چې دا ډلې هڅه کوي چې په وسله والو ځواکونو خپل کنټرول ټینګ کړي .
دا کړۍ په ځان باوري دي چې په پوره اندازه د وسلو او مهماتو پټې ذخیرې لري . نو ځکه دوې د بهرنیو پوځونو د وتلو او د طالبانو سره دسولې د خبرو د شنډولو په لټه کې دي .
دا ډول حالات نه یوازې په کابل کې واکمنې کړۍ غواړي بلکې پنجاپ او ایران هم حالات څاري چې څه ډول په راتلونکي کې خپل غیر مستقیم واک په افغانستان کې ټینګ کړي . ددې موخو د پاره پنجاپ ښايي په وسله والو ډلو د تکیه کولو نیت ولري او ایران د هغه برخلاف په هغو ډلو چې په واک کې شاملې دي ډډه ولګوي .افغانستان د ایران او پاکستان په سیاستونو کې ځانګړی ځای لري .دا دواړه هیوادونه چې په ټول ځواک سره زیار باسي افغانستان په سیمه کې د یوه مستقل هیواد په توګه له منځه یوسي . او په دې منظور خپل پلانونه او اقدامات نه پټوي .
اوس ایران ، پنجاپ غواړي چې د کابل ادارې مشران هم دې ته راوبولي چې ورسره د هغو پروګرامونو په عملي کولو چې دوی د نړیوالې ټولنې په وړاندې طرح کړي د کابل اداره هم ورسره مرسته او ګډون وکړي .په همدې منظور دوی د سیمه ایزو همکاریو تر نامه لاندې په دې نږدې راتلونکی کې یوه غونډه تر سره کوي .
د کابل اداره چې تل په هیواد کې په واقعي مانا سره د جګړې پلوي وه ، دا ځکه چې دا اداره د کړیو په واک کې ده چې د دوی ګټې په جګړه او د هیواد په ورانۍ کې نغښتي دي..
همدا سبب دی چې پنجاب او دکابل اداره غواړي چې د امریکا د متحده ایالاتونو او د طالبانو تر منځ په دوحه کې خبرې سبوتاژ کړي . او دا خبرې چې د نړیوالو او د افغانستان د خلکو له پاره د اهمیت وړ دي بې ارزښته کړي .
د کابل اداره د لومړی ورځې څخه د سولې پلوي نه وه . دې ادارې داسې کړنې کولې او یا یې کوي یې چې غواړي یوازې د هیواد خلک تیرباسي . چې یو د هغوی څخه د سولې د ټینګښت په نوم کمیسیون و.
د سولې د ټینګښت کمیسیون :د ا کمیسیون د ښاغلی صبغت الله مجددی تر مشری لاندی جوړ او
د ځینو راپورونو سره سم دې کمیسیون په لس ګونو او یا په سل ګونو میلیونو ډالر ولګول او یا یې جیبونو ته کړل خو په هیواد کې یې سوله ټینګه نه شوه کړای . ددې کمسیون چارواکو به ویل چې د دوی د کار او زیار له امله د لسو زرو تنو څخه زیاتو طالبانو او د حزب اسلامی غړو د جګړې څخه لاس اخیستی دی. خو په عملي ډګر کې دوی په رښتیني مانا سره سل تنه هم نشي په ډاګه کولي چې د سولې د بهیر سره یو ځای شوي وي.
د سولې مشورتي شورا : د جمهوري ریاست په دوهم دوره ټولټاکنو کې ښاغلی حامد کرزی د خلکو او په ځانګړي توګه د پښتنو د رایو د خپلولو د پاره د سولې په خبرو ټینګار وکړ. دا ځکه چې په افغانستان کې پښتانه د جګړې اصلي قربانیان دي دده دا ټينګار ددې سبب شو چې په پښتنو کې یو شمیر خلک د ده صندوقونو ته رایه واچوي .
ددې له پاره چې دا په ډاګه کړي چې دی د خلکو سره په خپلو ژمنو کې رښتینی دی نو یې د سولې په نوم په اصطلاح مشورتي جرګه را وغوښته . ده په دې جرګه کې د خلکو د ارادې په خلاف استاد برهان الدین رباني د جرګې د مشر په توګه ونوموه هغه څوک چې دده په واکمنی کې یوازې اویا زره تنه د کابل ښاریانو ووژل شول د کابل په لوټ او ړنګولو کې د ده ډلې غوڅ رول درلود . چې وروسته دده ډلې د څوکلونو د پاره د طالبانو سره ډیر خونړي جنګونه درلودل . په هغه مهال خلکو ته ښه رڼا شوه چې د کابل اداره د سولې پلوي نه ده.

د سولې عالي شورا : د کابل ادارې ددې له پاره چې په ډاګه کړي چې د سولې غوښتونکي دی نو یې د سولې د عالی شورا په نوم د ښاغلی استاد برهان الدین رباني په مشری یوه اته شپیته کسیزه ډله رامنځته کړه چې د هغې ډلې بشپړ اکثریت په هیواد کې د سولې د راتلو او د مخالفینو سره د خبرو مخالفین دي جوړه کړه .
د دې شورا رییس حرکات د یوه اولس مشر په توګه و او د ده مرستیال به د لومړي وزیر په شان حرکات کول . د هیواد څخه بهر او د هیواد په دننه کې د استاد برهان الدین رباني سفرونو او کتنو دا په ډاګه کوله چې دی غواړي د سولې د بهیر تر چتر لاندې نورې موخې تر لاسه کړي . ډير ګومان داسې کیده چې د ده ډله ( اسلامي جمعیت ) په هیواد کې زیات نفوذ تر لاسه کړي تر څو په راتلونکو د اولس مشری په ټولټاکنو کې د برهان الدین رباني د ګټلو له پاره زمینه برابره کړي .
د استاد برهان الدین رباني وژنه : کله چې ښاغلي رباني د سولې د عالي شورا د مشر په توګه مقرر شو له هغی وروسته ده په خپلو ټولو ویناو کې طالبان په سختو ټکو کې غندل او په غیر مستقیمه توګه دا په ډاګه کوله چې د طالبانو سره د خبرو مخالف دی . ده ددې شورا مشرتوب د دې له پاره غوښته چې په ټولنه او سیاست کې یو ځل بیا ځان مطرح کړي . او له دې لارې یو ځل بیا د اولسمشری څوکی ته ځان ورسوي خو دې خپلو موخو ته و نه رسید او په مرموزه توګه ووژل شو . چې د ده دوژلو تور په طالبانو باندې او یا په چمن کې په یوه کډوال د کابل د ادارې له خوا وا چول شو . خو دا ډیره شووني ده چې دی د خپلو انډیوالانو له خوا د سیاسي او یا اقتصادي ګټو د تر لاسه کولو د پاره له منځه تللی وي.
د ښاغلی استاد رباني وژلو د کابل ادارې ته پلمه په لاس ورکړه چې په څرګنده توګه د سولې د راتګ د خبرو له لارې په وړاندې ودریږي. خوکله چې د کابل د څو د اولس مشر له خوا په دوهمه مشورتي لویه جرګه کې ( د امریکا سره د ستراتیژیک تړون او د سولې د خبرو په هکله د مشورو په ارتباط چې په ۲۰۱۱ کې جوړه شوي وه ) د مخالفینو سره په خبرو باندې ټینګار وشو .چې د کابل داداری مشربیا اړ شو چې په ښکاره د سولې د بهیر پلوي وکړي .
د قطر په هیواد کې د طالبانو له پاره د دفتر د پرانستلو په اوازو سره ، د کابل په اداره پورې د ښکاره او پټو تړلو ډنډورچیانو دا تشویشونه ښکاره کړل چې د قطر خبرې به د پاکستان تر اغیزې لاندې وي . دوی ویل چې د قطر هیواد دوهم پاکستان دی.
په افغانستان کې ډیر شمیر کتونکي په دې باور دي چې پنجاپ او د کابل د ادارې تر منځ وروستي اړیکي او خبرې اترې چې په دې هکله تر سره کیږي موخه یې د سولې بهیر د سمې لارې څخه بیلارې او هم د قطر خبرې سبوتاژ کړي .
کتونکي وايي چې د کابل ادارې ته اړینه وه چې لکه پاکستان چې د امریکا د اولسمشر ځانګړي استازی ښاغلی ګروسمن یې خپل هیواد ته د رسمي سفر لپاره پرینښود د همغه په ځواب کې په هغمه ډول یې باید د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې سفر یې باید کابل ته نه وای منلی.
په دې د افغانستان ټول خلک حتې ماشومان هم پوهیږي چې پنجاپ او ایران حکومتونه به هیڅکله د افغانستان هیواد یو ویښته ا ندازه خیر ونه غواړي او نه به په دې لاره کې مرسته وکړي . دا ځکه چې د افغانستان خلک د دواړو هیوادونو سره په یو شمیر مهمو مسلو اختلاف لری چې د هغې له جملې څخه د ډیورینډ منحوسه کرښه باندې د پنجاپ سره اختلاف او د ایران سره د اوبو او ځینو ځمکو په هکله اختلاف دی . همدا ټکې دی چې پنجاپ او ایران نه پریږدي چې افغانستان په پښو ودریږي او د دواړو هیوادونو سره د اختلاف وړ موضوع ګانو باندې په ټینګه خبرې وکړي .
خو دا پوښتنه د هیواد د خلکو سره شته چې په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې پوځي ، سیاسي او اقتصادي شته والي لري ولې د کابل اداره ددې مساعدو شرایطو څخه په استفادې سره د ګاونډیانو په وړاندې د افغانستان د دریز په ټینګولو کې کار نه اخلي اوس هغه ډول شرایط دي چې د کابل اداره چې څه غواړي نړیواله ټولنه ورسره مرسته کوي . خو د کابل واکمنان د نړیوالې ټولنې په ځای د افغان دښمنه ګاونډیانو خبرو ته غوږ نیسي او نړیوالې ټولنې ته شا کوي .
یو ټکې چې باید په ډاګه وویل شي هغه دا دی چې د امریکا د متحده ا یالاتونو هیواد او د هغه متحدین په افغانستان ، سیمه او نړی کې اصلي لوبغاړي دي . دې لوبغاړو ته د کابل ادارې او پنجاپ نیتونه او موخې ښې جوتې دي .
دا ګومان هم ښايي بشپړ سم و نه خیږي چې په قطر هیواد کې د امریکا او د طالبانو دخبرو په نتیجه کې به داسې سوله رامنځته شي چې د افغانستان د خلکو هیله ده. دا ځکه چې د دواړو لوریو موخې د افغانستان دخلکو له پاره تر اوسه ښکاره نه دي .
داسې هم شووني ده چې د قطر خبرې د افغانستان هیواد یوې داسې کندې ته ورواچوي چې بیا به یې راپورته کیدل پيړۍ ونیسي . لدې امله اړینه ده چې د افغانستان خلک ، په تیره بیا ملي او سوله دوست ځواکونه باید په اوسني مهال کې د ټولو په اصطلاح د ښکیلو اړخونو ( طالبانو ،نړیواله ټولنه، د کابل اداره، د پنجاپ حکومت او د تهران رژیم ) حرکتونه په دقیقه توګه وڅاري او یوه نوي سوله ایز پراخ سیاسي خوځښت په پيل سره خپل او د هیواد برخلیک په خپل لاس کې واخلي .
د بین الافغاني مذاکراتو مفهوم : بین الافغانی مفهوم یو عام ټکی دی چې په راز ماناو سره تعبیر کیدای شي . د څو افغانانو تر منځ خبرې، د څو افغاني تنظیمونو تر منځ خبرې، د افغاني سیمو تر منځ خبرې ، د ټول افغان ترمنځ خبرې اوداسې نور .
په عمومي توګه خبرې د هغه چا ترمنځ کیږي چې په یوې او یا څو مسلو اختلاف ولري .او دا خیرې د دواړو خواو ته د باور وړ دریمګړي له خوامخې ته بیول کیږي . د همدې اصل په نظرکې نیولو سره د کابل اداره هغه مهال د ستونزې اصلي اړخ کیدای شي چې د افغانستان څخه نړیواله ټولنه وتلي او دکابل په اداره یې هر راز مرستې بندې کړي او یا بلکل لږې کړي وي . په هغه وخت کې کیدای شي د کابل اداره د طالبانو ( جې د ګاونډیانو تر اغیزې لاندې نه وي ) سره د ستونزې د یوه او اصلي اړخ په توګه مطرح شي .
د کابل د ادارې یو شمیر ډنډورچیان وايي چې دا خبرې باید د کابل د ادارې تر مشرتوب لاندې تر سره شي . دا نو ډيره د خندا وړ خبره ده چې د خبرو مشرتوب د کابل ادارې ته وسپاري . خوزیات شمیر خلک داسې وايي چې د سولې خبرې باید د ملګرو ملتونو د سازمان ترنګرانی او مشرتوب لاندې تر سره شي .
سیاسي کتونکي په اوسنی روانه ستونزه کې نړیواله ټولنه او طالبان مهم اړخونه بولی خو په نورو اړخونو لکه د کابل اداره ، پخواني وسله وال تنظیمونه ، د پنجاپ استعماري اداره ، د ایران حکومت هم سترګې نه پټوي .
د هغې نیټې څخه چې د کابل اداره رامنځته شوي ده د واکمنو کړیو سیاسي اجندا د پښتنو په سیمو کې د جګړو دوام او په عمومي توګه په افغانستان کې د یوه ملي حکومت د جوړیدو مخنیوی دی . خود هغوي په مقابل کې مخالفو وسله والو ډلو هم خپله جګړه د پښتنو په سیموکې محدوده ساتلي ده چې له دې امله پښتنو ته لوی زیان اړول شوي دي .
دا په ډیره ښه خبره وي چې دکابل اداره د خلکو د تیر ایستلو څخه لاس واخلي او په صادقانه توګه د سولې له پاره هلې ځلې پيل کړي د سولې په نامه اوسنې شورا چې د خلکو د پاره د منلو وړ نه ده منحل او په ځای یې داسې شورا تشکیل کړي چې غړي یې د افغانستان د لوړو ګټو پلویان او دوی د ټولو خلکو د پاره د منلو وړ وي . او لدې لارې به د کابل اداره د هیواد دخلکو ملاتړ تر لاسه کړي او د قوي دریز په درلودلو سره په خبرو کې د مهم اړخ په توګه برخه واخلي . په هغه صورت کې به د کابل اداره وکولای شي چې افغانستان ته د لوی ګواښ څخه نجات ورکړي .
دویلو وړ ده چې د هیواد خلک ډير په تشویش کې دي چې د دوه زره څوارلسم کال څخه وروسته به په افغانستان کې څه پښیږي .
د واقعیتونو په نظر کې نیولو سره د هیواد زیاتره خلک په کابل کې د اوسنیو واکمنو کړیو څخه هم ستړي شوي دي او نه غواړي چې تر دې وروسته ددوی واکمني دوام ومومي او همدارنګه د هیواد خلک دې ته هم تیار نه دي چې د طالبانو لس کاله د پخوا واکمنی په شان بیا همغه ډول شرایط رامنځته شي.
ددې له پاره چې په افغانستان کې د جګړې اور په واقعي مانا سره مړ شي اړینه ده چې په هیواد کې یوه داسې اداره چې د ټول اولس د پاره د منلو وړ وي رامنځته شي . دا اداره هغه مهال رامنځته کیدای شي چې لومړی ټولې وسله والې ډلې هغه که د کابل په اداره کې دي او یا بهر ، ټولې بې وسلې شي .
یوه موقته اداره چې په کابل کې د زورواکو ډلو ، طالبانو او نورو مخالفینو او د ګاونډیانو داغیزو څخه بهر یوه اداره رامنځته شي تر څو دا اداره د خلکو د غوښتنو او د هیواد د لوړو ګټو په نظر کې نیولو سره د قانون سره سم په ټول هیواد کې سراسري او رڼې ټولټاکنې تر سره کړي . چې د هغې په نتیجه کې په رښتیا سره یو ملي په دموکراسی ولاړ دولت جوړ شي .
یو زیات شمیر کتونکي په دې باور دي تر هغې چې دا ډول یو ملي دولت جوړ شوي نه وي په افغانستان کې د لویدیزو پوځونو شته والی اړین دی . تر څو د هر ډول ممکنه نا ارامیو مخه ونیسي او د افغانستان وسله وال پوځونه پرې نږدي چې په موجوده تنظیمونو باندې وویشل شي .
یو ملي دولت کولای شي د خلکو غوښتني د ژوند په ټولو اړخونو کې په نظر کې ونیسي دا ډول اداره ټولې هغه ډلې چې د بشر په ضد په جنایتونو او د ګاونډيانو او یا د بهرنیانو سره په غیر قانوني اړیکو تورنې وي منحل کړي .
دا ټول هغه څه دي چې د یوه ځواکمن دولت د رامنځته کیدو له پاره زمینه برابروي . په افغانستان کې یو ځواکمن ملي دولت کولی شي چې د اموسین او اباسین تر منځ د متحد هیواد د جوړیدو له پاره لاره هواره کړي .