بایډڼ له پوتین سره په خبرو کې د روسیې په فعالیتونو اندیښنه ښودلې
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر، جوبایډن د سه شنبې په ورځ جنوری ۲۶(سلواغې ۷) د روسیې له ولسشمر ولادیمیر پوتین سره په لومړي ځل تلفوني خبرې وکړې.
چارواکي: پوليومهم کې انکاري والدين قانع کولو لپاره ضلعي انتظاميې افسرانو مؤثره کردار ادا کړی
د مردان ډويژنل کمشنر منتظر خان وايي د چيف سيکرټري په وينا ضلعي انتظامې غړو پخپله پوليو مهم نګراني کړی اوخلک یي قانع کړي چې ماشومانو ته د په پوليو ضد قطرې ورکړي
افغانستان کې د کرونا وبا د تشخیص لپاره ۱۲ نوي مرکزونه جوړیږي
اروپايي ټولنه له افغانستان سره د خپلو مرستو په دوام، دا ځل له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د ۳۵ میلیونه یورو مرسته کړې. د اروپايي ټولنې دا مالي مرسته د روغتیا نړیوال سازمان، یونېسف او د اغا خان بنسټ لهخوا لګول کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، که څه هم افغانستان سره د کویډ-۱۹ واکسینو د مرستې ژمنې هیلې زیاتې کړي، خو بیا هم د دې ناروغۍ د پېژندنې، څارنې او د هغو کسانو د ساتنې لپاره چې له دې وبا سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي، لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده. د دې سازمان لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د اروپايي ټولنې لهخوا د مرسته شوېو ۳۵ میلیون یورو څخه به یې ۱۵ میلیونه د روغتیا نړیوال سازمان لهخوا د کوېډ-۱۹ تشخیص لپاره د ۱۲ مرکزونو په جوړېدو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او مدیریت برخه کې مصرف شي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له دې مرستو هرکلی کوي او وايي، دا وزارت به د دې مرستو د لګښت په برخه کې یوازې د څارنې ونډه ولري. د ياد وزارت ویاندې معصومې جعفري ازادي راډیو ته وویل، دا مرستې له کرونا وبا سره د مبارزې په برخه کې ډېرې مهمې دي. مېرمن جعفري زیاته کړه، هند هم ژمنه کړې چې له افغانستان سره د کرونا ویروس ۵۰۰ زره ډوزه واکسین مرسته وکړي: "هند د ۵۰۰ زره ډوزه واکسینو مرسته کوي. موږ له دې مرستو هرکلی کوو. دا هغه واکسینونه دي چې اکسفورډ پوهنتون یې جوړوي او هر مهال چې د روغتیا نړیوال سازمان تصدیق کړ، افغانستان ته به را ولېږل شي." د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دا واکسین به لومړی روغتیايي کار کوونکو، د ډېر عمر خاوندانو، هغه کسانو ته چې سختې ناروغۍ ولري او هغوی ته چې په بنسټیزو خدمتونو وړاندې کولو بوخت وي، پیچکاري شي. دا په داسې حال کې ده چې پرون سې شنبه (د سلواغې ۷مه) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وویل، تر راتلونکو ۶ میاشتو به د نړیوال او د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته د افغانستان ۴۰ سلنه خلکو ته د کرونا ویروس د واکسین زمینه برابره شي. هغه زیاته کړه، نږدې شپېته میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې پاتې ۶۰ سلنه خلکو ته هم د کرونا ویروس ضد واکسين ورکړې زمینه برابره شي. په افغانستان کې د کرونا وبا سره د مبارزې برخه کې داسې مهال د دې مرستو ژمنه کېږي چې په دې هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۷ نوې پېښې ثبت شوي دي. په همدې موده کې په ټول افغانستان کې د دې ناروغۍ له کبله ۸ تنه مړه شوي او ۹۰ تنه نور بیا بېرته رغېدلي دي.
صدر بایډن په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په وژلو د روس په انعامي پروګرام تشویش څرګند کړی
صدر بایډن وویل روس ته دا واضحه کول غواړي چې "مونږ د دوی (روس) د رويي په اړه ډیر اندېښمن یوو، که دا نوالني دی، که دا سولر ونډز دي او که په افغانستان کې د امریکایانو په سر د انعامونو رپورټونه دي."
افغانستان کې میشت د وزیرستان کډوال وایي دوئ ته باید په پوله دتګ راتګ اجازه ورکړل شي
په افغانستان کې میشه د شمالی وزیرستان کډوال وائي د بېرته ستنېدو ستونزه یې پخپل ځائ خو د افغانستان نه پاکستان ته د تګ راتګ په لارو د تګ اجازه نه ورکړل کیږی چې خپل مړی او ناروغان پاکستان ته ورسوی.
افغانستان کې پر خبریالانو د بریدونو په اړه د برتانیې او کاناډا اندېښنه
برتانیې او کاناډا په افغانستان کې د خبریالانو، مدني ټولنې فعالینو او دولتي کارکوونکو په هدفي وژنو اندېښنه ښودلې او دا یې د بیان د ازادۍ په وړاندې خنډ بللی دی.
پېښور کې په "ملګرتیا" نه کولو پینځلس کلن زلمی وژل شوی
دپېښور پوليس وايي په شاه پور سيمه کې يو ځوان د ملګرتيا نه کولو په سر خپل 15 کلن خپلوان وژلی دی.
دجبري بې درکیو دجرم ګرځولو په اړوند پارلیمان ته وړاندې شوې قانوني مسوده حکومت رد کړه
په جبري توګه دلادرکه کولو عمل دیو جرم ګرځولو اؤ ددې ستونزې دهواري دپاره دپاکستان قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوې قانوني مسوده دحکومت لخوا رد کړل شوې ده.
افغانستان کې د کرونا ۳۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي،۸ کسان مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کابل په ګډون د هیواد یو شمېر نورو ولایتونو کې د کرونا ۳۷ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۸ کسان نور مړه شوي دي.
پاکستان کې په کرونا وایرس نور74 کسان مړه شوي،د2165 ناروغانو حالت اندېښمن ښودل شوی
پاکستان کې په کرونا وایرس د څار دولتي مرکز وایي په تیر یو شواروز کې د هیواد بیلابیلو برخو کې په کرونا وایرس نوور 74 کسان مړه شوي چې دې سره پاکستان کې په دې وبا د مړو شوؤ کسانو شمیره 11زره اؤ 450 ته رسېدلې ده.
د اوبو طبعي چینه، په بوسنيا کې د افغان کډوالو لپاره تر ټولو ګرم حمام
په بوسنيا کې د افغان کډوالو يو کمپ ته څېرمه د اوبو يوه طبعي چينه ده چې کډوال هلته حمام کوي. دوی وايي په کوم کمپ کې چې اوسېږي ګرمې اوبه نه لري او د حمام لپاره يې تر ټولو مناسب ځای همدا دی.ډېری دا کډوال افغانان دي. نور په دې راپور کې وګورئ او خپلو دوستانو سره يې هم شريک کړئ.
د خېبرپښتونخوا پولیسو د حکومت نه د پلټنو دپاره د پېسو سېوا کولو غوښتنه کړې
د خېبرپښتونخوا پولیسو د صوبې د حکومت نه غوښتي چې د پلټنو دپاره ورسره پېسې کمې دي دا پېسې دې زیاتې کړی شي. خو پوهان وايي د پېسو زياتولو نه مهمه دا ده چې د پوليس د پلټنو روزنيز نظام دې ښه کړی شي. د تحریک انصاف حکومت دعوه کوي په خېبرپښتونخوا کې يې مثالي پولیس نظام جوړ کړی دی.
غني: هغه بندونه دې ژر جوړ شي چې بهر ته د اوبو بهېدلو مخه نیسي
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په دغه هېواد کې د هغو بندونو په ژر جوړولو ټینګار کړی چې له افغانستان څخه بهر ته د اوبو د بهېدلو مخنیوی کوي.
۲۰۲۰ کال کې ۸۵۰۰ افغان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ـ راپور
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په تیر ۲۰۲۰ کال کې ۸۵۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جلال اباد خواړه - د جلال اباد پېژندنه
د جلال اباد خواړه - د جلال اباد پېژندنه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د خوندورو خوړو په نندارتون کې لسګونه کسانو برخه اخیستې وه. نور په راپور کې: