ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ډېنيل پرل قضيه کې د سپريم کورټ فېصلې ته د امريکا سخت غبرګون، سيند حکومت د بيا کتنې خواست کړی

د امریکايي وژل شوي جرنلېسټ ډېنيل پرل د تښتونې او وژنې په قضيه کې د پاکستان د سپريم کورټ فېصلې ته امریکا سخت غبرګون ښکاره کړی او د سيند حکومت سپريم کورټ ته خواست کړی چې خپلې فېصلې ته بيا کتنه وکړي.

30.01.2021 ډیوه

د ننګرهار په شېرزادو کې د عامه نظم پر قرارګاه موټر بم برید شوی 

چارواکي وايي چې د «MB» نظامي موټر نه په استفادې ځانمرګی موټر بم نن سهار پنځه بجې د شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک.

30.01.2021 امریکا غږ

دوا جوړونکي امریکايي کمپني وايي وېکسین يې د کرونا وایرس په ضد ۶۶ فېصد موثره دی

د جانسن اېڼد جانسن د ساینس د څانګې مشر پال سټافلز په یو خبر پاڼه کې وویل د ملګرو ملتونو د صحت اداره ډبلیو اېچ او د یوې ستنې دغه وېکسین د کرونا وایرس په دې صورتحال کې بهرینه لاره ګڼي ځکه چې د دې تقسیمول اسان وي

30.01.2021 ډیوه

د دره ادم خیلو دریو خوېندو د کولې د درنګونو په امدن کې خپل حق وګتلو 

په پېښور کې د محتسب ادارې مامورینو وي او ای اردو څانګې ته وویل چې د درې دریو خوېندو خواست کړی و چې دوی ته دې په وراثت او په خصوصي توګه د کولې په امدن کې برخه ورکړی شي

30.01.2021 ډیوه

څېړونکی: امکان شته چې د منګل باغ د مړګ نه پس لښکر اسلام تقسیم شي

په دوه زره څلورم کې د لښکر اسلام مشري د باړې د سپاه قام منګل باغ لاسو ته په داسې حال کې ورغله چې د هاغه وخت د خیبر اېجنسۍ پولیټیکل انتظاميي د لښکر اسلام باني مفتي منیر شاکر په باړه کې د یو مخالف پیر سیف الرحمن اؤ د هغه پلویانو سره د خونړیو نښتو په تور د باړې نه ووېستلو

29.01.2021 ډیوه

د امریکې خارجه وزیر د خبریال ډېنیل پرل په مقدمه د پاکستان سپریم کورټ په فېصله تشویش تکرار کړی 

د امریکې خارجه وزارت ترجمان نېډ پرایس مطبوعاتو ته وویل اېنتنی بلېنکن او شاه محمود قرېشي په دې خبره بحث وکړو چې دا به څنګه یقیني کولی شي چې د ډېنیل پرل د تښتول کېدو او وژل کېدو زمه وار "ترهګر احمدعمر سعید شېخ او نور کسان" دې احتساب سره مخامخ کړی شي

29.01.2021 ډیوه

د افغانستان د سولې بهیر کې د امریکا-پاکستان په همکارۍ خبرې 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جمعې په ورځ جنوري‌ ۲۹ (سلواغه ۱۰) د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره په تیلیفون کې خبرې وکړې. 

29.01.2021 امریکا غږ

کاروان

کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.

29.01.2021 امریکا غږ

غني: موقت حکومت به د وینې بهېدو سبب شي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني‌ وايي چې په افغانستان کې د موقت حکومت رامنځ کېدل به د وینې بهېدو لامل شي.

29.01.2021 امریکا غږ

د افغانستان جګړې کې ګډون د پاکستان لویه تېروتنه وه- عمران خان 

د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپل هېواد په مخکنیو حکومتونو او چارواکو انتقاد کړی دی چې ولې یې د افغانستان جګړې ته دانګلي دي.

29.01.2021 امریکا غږ

"افغانستان ته تر راتلونکو ٦ میاشتو د کرونا ضد واکسین رارسېږي"

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، دغه هېواد به تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې کرونا ضد واکسین ته لاسرسۍ ومومي. ټاکل شوې چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې افغانستان د کرونا ضد واکسین ته لاسرسى پیدا کړي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، هند ژمنه کړې چې تر شپږو میاشتو پورې له دې هېواد سره ۵۰۰۰۰۰ دوز واکسین مرسته وکړي. د دغه وزارت په وینا د هند ترڅنګ نړېوال بانک به د افغانستان ٢٠ سلنه د اړتیا وړ واکسین برابر کړي. د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نورالله تره کي وويل: "هند ژمنه کړې چې افغانستان ته به د کرونا واکسین ورکړي خو دا واکسین به هغه مهال افغانستان واستول شي چې کله د روغتیا نړېوال سازمان د کرونا واکسین تایید کړي. له هغه وروسته به واکسین افغانستان ته ولېږدول شي. د دي ترڅنګ نړیوال بانک ویلي چې دوی به افغانستان ته شل سلنه واکسین چمتو کړي، نو په دې اساس موږ به په شپږو میاشتو کې واکسین نه لاسرسی پیدا کړو." دغه وزارت وايي، له افغانستان سره د پخوانیو ژمنو پراساس، د کوواکس نړیواله ټولنه، چې افغانستان پکې غړیتوب لري ، شل سلنه واکسین برابروي. همدارنکه د آسیا پراختیايي بانک هم ژمنه کړې چې د ٢٠ سلنه وګړو لپاره به واکسین برابر کړي. افغانستان به ٢٠٢١ په نیمایې او د ٢٠٢٢کال تر پایه دغو واکسینو ته لاسرسۍ ومومي. د روغتیا وزارت وايي، چې په لومړي ګام کې به دغه واکسین هغو ډاکټرانو اوروغتیایې کارکوونکو ته ورکړل شي کوم چې د کوېډ١٩ ناروغانو د ژغورلو لپاره په سره کرښه کې دي. د عامې روغتیا وزارت مرستیال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې په تېرو ٢۴ ساعتونو کې د کرونا ۶۹ مثبتې پېښې ثبت شوي او یو تن له دې امله په کابل کې مړ شوی. له هرات وروسته کابل دویم ولایت دی چې د کرونا شمېر په کې زیات دی. د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس شمېرې ۵۵ زرو او ۸ تنو ته رسېږي.

29.01.2021 ازادي راډیو

ارګ: د ملاعباس غوښتنه د افغانستان د دښمنانو غوښتنه ده 

افغان حکومت د ولسمشر غني‌ د استعفا په اړه د طالبانو د غوښتنې په اړه قوي‌ غبرګون ښودلی دی.

29.01.2021 امریکا غږ

عمران خان:افغانستان کې روانې جګړې ته وردانګل دپاکستان ستره تېروتنه وه

دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي په افغانستان کی د ترهګرۍ په ضد د امریکا په مشرۍ دجګړې برخه جوړیدل د پخوانیو واکمنانو لویه تېروتنه وه.

29.01.2021 ډیوه

ایمل ولي سره دامریکې دسرپرست قونصل جنرال لیدنه،په افغان سوله یې ورسره خبرې کړي

په پېښور کې دامریکې سرپرست قونصل جنرال سره لیدنه کې دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښټونخوا صوبې صدر ایمل ولي خان ویلي افغانستان کې دسولې خبرې دبریالیتوب درشل ته ننویستل دامریکا دنوې انتظامیې دپاره یو ستر چیلنج دی.

29.01.2021 ډیوه

'له افغانستانه چین ته صادراتو کې ۸۶ سلنه زیاتوالی راغلی'

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له افغانستان څخه چین ته په صادراتو کې ۸۶سلنه زیاتوالی راغلی دی.

29.01.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more