د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان او افغانستان سوداګري راکمه شوې ده، سوداګر وايي
د افغانستان او پاکستان سوداګر وايي په افغانستان کې چې طالبان په واک کې راغلي دي، د پاکستان نه افغانستان ته سوداګري ډېره راکمه شوې ده او که د دواړو هېوادونو په کچه دې ته پام ونه کړی شو دا سوداګري به نوره راکمه شي.
شمالي وزیرستان: په بريد کې پاکستانی پوځي سرتيری وژل شوی
د پاکستان پوځ ویلي، په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې په يو ترهګر بريد کې يو پوځي سرتيری وژل شوی دی.
په پېنډورا پېپرز کې پاکستاني سياستوال، پخواني پوځي جرنېلان او کاروباریان
انټرنیشنل کنسورشیم اف انویسټیګیټو جرنلسټس (ايي سي ايي جی) د لوی نړیوال پلټنو پنډورا پیپرز په نوم پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي چې پکې د 700 پاکستانيانو نومونه هم شامل دي، په دغو کې سياستوال، پخواني پوځي جرنېلان او هغه کاروباریان دي چې په بهرنيو هېوادونو کې يې اف شور کمپنۍ جوړې کړي دي.
کابل: د جومات مخې ته په چاودنه کې پينځه تنه وژل شوي
په کابل کې پرون د اتوار/ یکشنبې په ورځ د جومات مخې ته په شوې چاودنه کې لږ تر لږه پينځه تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلور ژوبل شوي دي، دغه چاودنه د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد د مور د فاتحې د مراسمو په مهال شوې ده.
ټایوان ته نږدې د چین د جنګي جهازونو پروازونه او د امریکا خبرداری
د امریکا خارجه وزارت خبرداری ورکړی چې ټایوان ته څېرمه د چین پوځي کاروایانې، د غلط حساب خطره د ځانه سره درلودلی شي او د خطې امن و استحکام ته نقصان رسوي.
پېنډورا پېپرز: عمران خان په کرپشن کې د ککړو پاکستانیانو د نومونو د خورېدو ملاتړ وکړ
د تحقیقاتي جرنلیزم یوې ادارې، د نړۍ د ۹۱ هیوانو او سیمو ۳۵ اوسنې او پخوانې مشرانو، ۳۳۰ سیاست مدارانو او عوامي نمائندګانو پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي دي چې په کې د ۷۰۰ پاکستانیانو نومونه هم شامل دي او دې کې د عمران خان د ګوند غړو نومونه هم شته.
کابل کې د طالبانو د ویاند د مور په فاتحې مراسمو، خونړۍ چاودنه شوې ده
یو طالب جنګیالي ویلي، ښکارېدله بریدکوونکي، دوه ځانمرګي ول چې یو یې مړ شو او بل یې چې د تېښتې کوشش کاوه، ونیول شو.
افغان کډوال چې بيرته وطن ته ستنيږي وايي د چمن په پوله ځورول کیږي
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال چې اوس بيرته خپل وطن ته ستنیږي تور لګوي چې د چمن په پوله يې پاکستان چارواکي ځوروي. دغه کډوال چې د کورو سامانونه ورسره دي د پاکستان د کوټې، پشين او کراچۍ څخه بيرته روان دي.
پاکستان: د طالبانو بریدونه سېوا کېدل په قبايلي سيمو کې د دوی د منظم شتون څرګندونه کوي، څيړونکي
د پاکستان پوځ وايي تیره ورځ په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د وسله والو په برید کې څلور پاکستاني پوځیان او یو پولیس سرتیرې وژل شوي دي چې ذمه واري یې لاقانونه ګرځول شوې د پاکستاني طالبانو ډلې (ټي ټي پي) په غاړه اخستې ده.
پېښور: داعش د ستنام سينګ د وژنې زمه واري منلې
د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د وژل شوي سيک ستنام سينګ د پېښې زمه واري داعش ډلې منلې او سيکان وايي دغه پېښې اندېښمن کړي او په سيک ټولنه کې يې ویره خوره کړې ده.
تير ته په کتو د طالبانو سره د پاکستان د روغې جوړې تړون ګران دی، څيړونکي وايي
د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي، په ماضي کې چې د پاکستان او تحریک طالبان ترمنځ څومرې معاهدې شوي دي د هغې کومې ګټورې نتیجې مخې ته نه دي راغلي معاهدې شوي او وروسته ماتې شوي او بيا پوځي عملیات شوي دي.
شېخ رشيد: د هغو (طالبانو) سره خبرې کېدی شي چې وسله وغورځوي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد د طالبانو سره د خبرو په اړه ويلي، "څوک چې وسله وغورځوي د هغو سره خبرې کېدی شي خبرې اترې کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي، اوس خو د خبرو پېل شوی دی خو د پاکستان د دښمنانو به مخنیوی کوو، ترهګر به ختموو".
په امریکا کې له کورونا څخه د مړو شمېر له ۷۰۰۰۰۰ زیات شو
واشنګټن – جان هاپکنز پوهنتون د جمعې په ماسختن خبر ورکړ چې په امریکا کې له کورونا څخه د مړو شمېر ۷۰۰۲۵۸ ته ورسېده. دوی زیاتوي، له امریکا وروسته په برازیل کې ۵۹۷۲۵۵ کسان، په هند کې ۴۴۸۳۳۹، مکسیکو کې ۲۷۷۵۰۷ او په روسیه کې ۲۰۴۴۲۴ کسان له کورونا څخه مړه شوي دي. د امریکا د روغتیا چارواکي وايي، په امریکا کې په دې وروستیو اونیو کې د کورونا پېښې په کمېدو دي خو د کورونا وروستۍ څپه د هېواد په کچه تونده شوې ده چې له امله یې په ځینو ایالتونو په ځانګړي توګه شمال کې د کورونا پېښې هم زیاتې شوې دي. د یو بل خبر له مخې، کالیفورنیا د امریکا لومړنی ایالت شو چې د ښونځي ماشومانو ته پکې د کورونا واکسین ورکول وروسته له هاغې لازمي اعلان شول کله چې د امریکا د خوړو او درملو اداره یې په رسمي توګه ماشومانو ته د ورکولو اجازه ورکړي. دمګړی د فایزر بایوټېک واکسین په رسمي توګه ۱۶ کلنو او تر دې لویو ماشومانو او بیړنیو حالاتو کې ۱۲-۱۵ کلونو ماشومانو ته هم ورکول کېږي. کله چې واکسین ماشومانو ته په بشپړه توګه تصویب شي په کالیفورنیا کې به له اوم ټولګی څخه تر ۱۲ ټولګي پورې ماشومانو ته ورکړل شي. خبر زیاتوي، کله چې واکسین پنځه کلنو او تر هغو لویانو ته تصویب شي نو دغه ایالت به یې د وړکتون څخه نیولې تر شپږم ټولګي پورې ماشومانو ته هم لازمي کړي. یواځې هغه ماشومانو ته به نه ورکول کېږي کچېرې مذهب او روغتیايي دلایل ورته اجازه نه ورکوي. په واشنګټن کې د امریکا د سترې محکمې قاضي برېټ کواناف په کورونا اخته شوی که څه هم واکسین شوی وو خو دغه محکمې ویلي، چې په نوموړي کې د ناروغۍ کومې نښې نښانې نشته.
جهادي ډلې د پاکستان په حکومت او ايټمي اثاثو د قبضې هڅې ګړندۍ کولی شي، د امریکايي ادارې رپورټ
په داسې کې چې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي په پاکستان کې د دوی پلويان لا نور هم ډاډه شوي دي او په راتلونکي کى دغه جهادي ډلې د پاکستان په حکومت او ايټمي اثاثو باندې د قبضې لپاره خپلى هڅې ګړندۍ کولی شي.
د پاکستان اردو ژبی ياد ټوقمار عمر شريف مړ شوی
د پاکستان د ټي وي ډرامو او سټیج وتلي اردو ژبی ټوقمار عمر شریف د 61 کالو په عمر کې مړ شوی دی.