شاته

کابل: د جومات مخې ته په چاودنه کې پينځه تنه وژل شوي

په کابل کې پرون د اتوار/ یکشنبې په ورځ د جومات مخې ته په شوې چاودنه کې لږ تر لږه پينځه تنه ملکي وګړي وژل شوي او څلور ژوبل شوي دي، دغه چاودنه د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد د مور د فاتحې د مراسمو په مهال شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت وياند قاري سعيد خوستي په چاودنه کې مرګ ژوبلې تاييد کړي دي.

طالبانو چې په 15 اګست کابل نيولی او بيا په 26 اګست د کابل په هوايي اډه د امریکايي ځواکونو او خلکو وتلو په مهال ځانمرګی بريد شوی او د 13 امریکايي سرتيرو په ګډون پکې نزدې 200 کسان وژل شوي وو، له هغې وروسته پرون په درېم اکتوبر دا لومړۍ چاودنه ده چې په کابل کې شوې ده.

د 26 اګست د بريد زمه واري داعش منلې وه.

خو د کابل په مينځ کې د عيدګاه جومات مخې ته شوي پروني بريد زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

د طالبانو يو غړي حميدالله ویلي دغه ځانمرګی بريد وو.

د طالبانو وياند بلال کريمي ويلي، درې مشکوک کسان يې نيولي او په بريد کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.