شاته

شېخ رشيد: د هغو (طالبانو) سره خبرې کېدی شي چې وسله وغورځوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد د طالبانو سره د خبرو په اړه ويلي، "څوک چې وسله وغورځوي د هغو سره خبرې کېدی شي خبرې اترې کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي، اوس خو د خبرو پېل شوی دی خو د پاکستان د دښمنانو به مخنیوی کوو، ترهګر به ختموو".

هغه ويلي، "چا چې د اې پي اېس (ارمي پبلک سکول) ماشومان شهيدان کړي د هغو کېس بدل دی،چا چې کډې کړي د هغو کېس بدل دی، دا په غټه کچه خبرې کيږي مونږ د چا پرضد خپله خاوره کارېدو ته نه پرېږدو".

شېخ رشيد پرون د خالي/ شنبې په ورځ (دوېم اکتوبر) دغه خبرې په کراچۍ کې په داسې حال کې کړې چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي وو د طالبانو د ځینو ډلو سره يې د روغې جوړې خبرې روانې دي.

د جمعې په ورځ (لومړي اکتوبر) د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې عمران خان ويلي وو"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

د عمران خان دغه بيان د پېښور په ارمي پبلک سکول د طالبانو په بريد کې د وژل شوو ماشومانو ميندو پلارانو غندلی وو.

پاکستاني مطبوعاتو ويلي وو د حافظ ګل بهادر ډلې د 20 ورځو د ډز بندۍ اعلان کړی او تحريک طالبان پاکستان د ډز بندۍ او مذاکراتو خبرونه رد کړي وو.

پرون په شمالي وزيرستان کې طالبانو د پينځه پاکستاني سرتيرو د وژلو زمه واري هم منلې ده.

د ګوډ او بېډ طالبانو يا د ښه او بدو طالبانو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې شېخ رشيد ویلي، دوی پوهه دي چې ګوډ او بېډ طالبان څوک دي؟ زمونږ منصوبه بندي د شلو، شلو کلونو ده او پاکستان به پرمختګ کوي.

د عمران خان د طالبانو سره خبرو ته سياسي ګوندونو هم سخت غبرګون ويلی دی، چې خبرې کول د عمران خان کار نه دی دا د رياست کار دی او عمران خان دې د ترهګرۍ پرضد جګړې دپاره جوړ نېشنل اېکشن پلان يا قامي تګلاره وګوري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​