ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بره دير: د ځمکې د شخړې په سر نښته کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په بره دير ضلع کې د ځمکې په سر د شخړې د هوارولو دپاره په جوړه جرګه کې ډزې شوي، لږ تر لږه نهه تنه پکې وژل شوي او څو نور پکې ژوبل شوي دي.

20.09.2021 ډیوه

کراچۍ: په علي وزیر فرد جرم ولګول شو، هغه د صحت جرم نه انکار کړی

د جنوبي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په مخکښ مشر علي وزیر باندې د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د کال 2018 په يوه مقدمه کې فرد جرم ولګولو خو علي وزیر د صحت جرم نه انکار کړی دی.

20.09.2021 ډیوه

پاکستان: پوځ دعوه کړې د تحریک طالبان پاکستان ترهګر کمانډر يې وژلی

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې په شمالي وزيرستان کې يې عمليات کړي او د لاقانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان يو مهم ترهګر کمانډر يې وژلی دی.

20.09.2021 ډیوه

ننګرهار: داعش په طالبانو د بريدونو زمه واري منلې

داعش ډلې دعوه کړې د افغانستان په ختيځه صوبه/ ولایت ننګرهار کې يې په طالبانو بریدونه کړي او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

20.09.2021 ډیوه

امریکا ته د برطانیې د وزیراعظم سفر: جانسن به د موسمي بدلون په مقابله کې د نړۍ د مشرانو فوري اقدام وغواړي

جانسن او ګوټېرېش به په دې ضرورت خبرې وکړي چې په کار ده د موسمي بدلون د اثراتو د کمزوره کولو دپاره د ترقي ‌پذیر ملکونو سره مدد وشي.

20.09.2021 ډیوه

کابل: دوه سوو نه زیات کسان په چارټر شوې طیارې کې قطر ته ورسول شول

د قطر یوې چارواکې ویلي، په دې څلورم جهاز کې چې د قطر ائیروېز طیاره وه، د جرمني، بلجیم، آېرلېنډ، کېنېډا، فرانس، اېټلي، برطانیې، فېنلېنډ، او نېډرلېنډ وګړي هم سپاره و.

19.09.2021 ډیوه

پاکستان او کېنېډا د افغانستان په اړه خبرې کړي

پاکستان وايي په افغانستان کې ټولشموله حکومت غواړي او د افغانستان د راتلونکې په اړه د ګاونډيو او نورو هېوادونو سره په رابطه کې دی او په دغه لړ کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر د کېنېډا د خپل سيال سره خبرې کړي دي.

19.09.2021 ډیوه

جنوبي وزیرستان: ماين چاودنې تنکی ځوان ژوبل کړی، بل لور ته احتجاجي پرلت هم روان دی

په جنوبي وزیستان د ماين په چاودنه کې دولس کلن ماشوم په داسې حال کې ژوبل شوی چې په ځمکه کې ښخ ماین چاودنو ښکار کسانو احتجاجي پرلت په سیمه کې له تیرو دوه اونیو راهسې دوام لري.

19.09.2021 ډیوه

کوهاټ: د پوليو په ټيم بريد کې ساتونکی پولیس وژل شوی

د خېبرپښتونخوا په کوهاټ ضلع کې د پوليو په ټيم بريد کې ساتونکی پوليس په ډزو وژل شوی دی، پولیس وايي د پوليو ټيم ښځینه کار کوونکې کور ته ننوتي، پولیس ورته بهر ولاړ وو نامالومه وسله وال راغلي او په هغه يې ډزې کړي دي.

19.09.2021 ډیوه

د اسلام اباد په مولانا عبدالعزيز او ملګرو يې د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه درج شوې

د پاکستان د پلازمينې پوليسو د مولانا عبدالعزيز، د هغه د ملګرو او په مدرسه کې د زده کوونکو پرضد د ترهګرۍ او بغاوت د مادو لاندې مقدمه درج کړې ده چې دوی په جامعه حفصه مدرسه د افغان طالبانو بېرغ ځړولی دی.

19.09.2021 ډیوه

خليلزاد: د افغانستان نه نور امریکايان وتلي دي

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، د جمعې په ورځ د قطر په الوتکه (قطر ايير وېز) کې نور امريکايان د افغانستان څخه وتلي دي.

19.09.2021 ډیوه

د ملګروملتونو په راتلونکې غونډه کې به په افغانستان، موسمي بدلون او کورونا باندې خبرې کېږي

واشنګټن – افغانستان، موسمي بدلون او د کورونا وبا هغه مسلې دي چې د ملګروملتونو د راتلونکې اونۍ په غونډه کې به پرې په نیویارک کې خبرې وشي. دا له یو کال ځنډ وروسته د ملګروملتونو د غړو ترمنځ مخامخ غونډه ده. په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان حالاتو د نړۍ پام هغه وخت ځان ته راواړوه چې حکومت پکې سقوط وکړ، طالبانو په کابل کې واک ترلاسه کړ او د امریکا پوځ په افغانستان کې خپل ۲۰ کلن ماموریت پای ته ورساوه. له دغه ناڅاپي بدلون او ګډوډۍ سره په زرګونو وېرېدلي افغانان چې د امریکا له پوځ او د ناټو له غړو هېوادونو سره یې کار کړی وو د طالبانو لخوا د ځپل کېدو له وېرې له هېواد څخه ووتل او لا هم دا بهیر دوام لري.‌ دغه حالت د بایډن د ادارې په بهرني سیاست کې ښکاري او د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن وايي، دوی ته له افغانستان څخه د وتلو نېټه په میراث کې پاتې شوې خو د ټرمپ د ادارې لخوا ورته کوم پلان نه وو نیول شوی. اوس ملګري ملتونه خپل ځان په یو سخت حالت کې ویني او هڅه کوي چې له هغو ۱۸ میلیونو افغانانو سره مرسته وکړي چې د کلونو جګړو، وچکالۍ او کورونا څخه وروسته سخت مرستو ته اړتیا لری. له همدې امله د نړۍ بډایه هېوادنو د ګل یا دوشنبې په ورځ له افغانانو سره د بشري مرستې او د کډوالو د نوي بحران د مخنیوي لپاره د ۱.۲ بیلینه ډالرو د مرستې ژمنه وکړه. د لویدیځ حکومتونه په ځانګړې توګه اندېښنه لري چې طالبان به په ښځو، جونو باندې سخت بندیزونه ولګوي او د تېرې ۲۰ کلنې دورې لاسته راوړنې به له منځه ولاړې شي.   د ملګروملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمې غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم د یوې غونډې پلان لري چې له شک پرته افغانستان به یې هم په اجندا کې وي. کورونا وبا او د م.م غونډې: د کورونا وایرس له امله په ملګروملتونو کې اکثره کارونه انلاین بڼې ته اوښتي وو او د تېر سپټمبر پورې هم دا خطرناګ ګڼل کېدل چې تر ۲۰۰ پورې ولسمشران او لومړي وزیران له یو بل سره څنګ په څنګ په یوه غونډه راټول شي. واکسینونو دا مرسته وکړه چې اوس په وړه کچه غونډې وشي خو بیا هم د ډلټا ډول له امله ښايي اکثره مشران تر وروستۍ دقیقې پورې خپله پرېکړه وکړي. مشرانو ته دا لاره هم پرانېستې ده چې په کورونو کې پاتې شي او خپل ویډیو پیغام واستوي او ۵۰ مشران داسې پلان لري. اکثره دغه مشران له غریبو هېوادونو څخه دي چې لا تر اوسه هم ورته کافي واکسین نه دی رسېدلی. د ملګروملتونو سرمنشي انټوني کوټریش په دې وروستیو کې خبریالانو ته ویلي، "هغه څه ته چې مونږ اړتیا لرو هغه د واکسین ورکولو نړیوال پلان دی او مونږ هغو ته اړتیا لرو چې په نړۍ کې قدرت لري تر څو په مساوی توګه د واکسینونو په رسولو کې مرسته وکړي." د روغتیا نړیوالې ادارې هدف ټاکلی چې د نړۍ لږ تر لږه ۴۰ فیصده وګړي به د دې کال تر پایه پورې واکسین شي او ۷۰ فیصده وګړي د راتلونکې کال تر نیمايي‌ پورې. تر اوسه پورې په نړۍ کې ۵.۷ بیلینه ډوزه واکسین خلکو ته ورکړل شوی چې له دغې جملې څخه ۲۶۰ میلیونه یې د کواکس پرورګرام له لیارې خلکو ته رسېدلی. موسمي بدلون: بل پلو نړۍ د موسمي بدلون په اړه له هغو ژمنو سره لا سمه نه ده روانه کومې یې چې د ۲۰۱۵ کال د پاریس په غونډه کې کړې وې چې د نړۍ د تودوخې بهیر به ورو کوي. ګوټېرېش د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، "مونږ نه وخت رېښتیا هم خلاص شوی دی. مونږ باید اوس اقدام وکړو ترڅو له لا نورې ویجاړۍ څخه مخنیوي وکړو. په نومبر کې به د نړۍ مشران د سکاټېلېنډ په ګلاسګو کې سره کښیني تر څو د پاریس په غونډه کې د جوړو شویو اهدافو په وړاندې خنډونه لېرې کړي.‌ د دې ترڅنګ په ایتوپیا کې د قحطۍ، په میانمار کې د پوځي کودتا، په یمن کې د ولږې، د سوریې د جګړې او د لیبنان د اقتصادي ستونزو په اړه به خبرې وشي.‌

18.09.2021 ډیوه

پاکستان: په روان مالي کال کې بهرنۍ پانګونې 20 فيصده راکمې شوي

د پاکستان مرکزي بېنک وايي په روان مالي کال 2022 کې په وړومبيو دوه مياشتو کې بهرنۍ پانګونې 20 فيصده نورې راکمې شوي دي.

18.09.2021 ډیوه

د جنوبي وزیرستان د ماين چاودنو اغېزمنو اسلام اباد ته لاریون پېل کړی خو په لار کې ودرول شوي

په جنوبي وزیرستان کې د ماین چاودنو ښکار شوو کسانو احتجاجي پرلت نن په 13 ورځ دوام لري دغه احتجاج کوونکي وایي په علاقه کې يې غوښتنې نه منل کېدو وروسته اسلام اباد ته لاریون پېل کړی خو په سپینکۍ رغزي سیمه کې له تیرو دو ورځو نه د امنیتي سرتیرو په چیک پوسته ودرول شوي دي.

18.09.2021 ډیوه

که پاکستان افغان کډوالو ته ځای ور نه کړي نو انساني بحران جوړېدی شي، یو اېن اېچ سي ار

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) ويلي ليدل کيږي "چې د افغانستان نه کډوال پاکستان ته راځي په دوي کې که ځینې خاص ضرورت لري لکه د خونديتوب يا امنيت، چې پکې لږکۍ هم دي او که د دوی سره پوره اسناد نه وي نو پکار ده چې دغه خلک واورېدل شي او مسله يې حل شي".

18.09.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more