ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د سوات پر ناامنیو جوړ شوی فلم "بدل"

د پښتنو نامتو ممثل جمال شاه د پښتونخوا په سوات سیمه کې د ۲۰۰۹ کال پر ناامنیو فلم جوړ کړی او دغه فلم ته يې د "بدل" نوم ورکړی دی. جمال شاه وايي، د دغه فلم د جوړېدو هدف يې د پښتنو د کلتور په سمه بڼه وړاندې کول دی.

24.07.2016 BBC

بریتانوۍ ښځې د شرعي شوراګانو له لارې طلاق اخلي

په بریتانیا کې د اسلامي مذهبي قانون له مخې د شرعي شوراګانو له لارې د مناقشو حلولو باندې انتقادونه شوي چې وايي د ښځو پر ضد له تبعیض څخه کاراخیستل کېږي. د بي بي سي ویکټوریا ډربیشایر خپرونې ته په نارده توګه اجازه ورکړل شوې وه چې دغو شرعي شوراګانو ته ورشي

24.07.2016 BBC

افغانستان کې ملي ماتم؛ د دهمزنګ قربانیانو ښخولو ته چمتووالی

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د رسمي ماتم سره په ورته وخت کې د "روښنایۍ غورځنګ" د شنبې ورځې برید د قربانیانو ښخولو مراسمو لپاره د چمتووالي په حال کې دی. ځینو کورنیو پرېکړه کړې چې د خپلو خپلوانو مړي په خپلو پلرنیو هدیرو کې خاورو ته وسپاري.

24.07.2016 BBC

د کابل خونړي برید قربانیانو د ښخولو چمتووالی؛ د ورکو کسانو لټه

د کابل دهمزنګ سیمه کې د روښنایۍ غورځنګ پر پلویانو د ځانمرګي برید د قربانیانو د کورنیو سلګونه غړي نن یکشنبې (اسد/زمري ۳مه) کابل کې د "مصلای شهید مزاري" سیمه کې راټول شوي، ترڅو د وژل شویو کسانو ښخولو ته چمتووالی ونیسي.

24.07.2016 BBC

اتمر د لوجستیکي او جنګي هلیکوپټرو پېرودلو لپاره روسیې ته تللی

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د جنګي او لوجستیکي هلیکوپټرو د پېرودلو لپاره په څلور ورځني سفر روسیې ته تللی. ښاغلی اتمر د غبرګولي په ۵مه هم مسکو ته خپل سفر کې غوښتنه کړې چې روسیه د افغانستان هوايي ځواک سره د جنګي الوتکو مرسته وکړي.

24.07.2016 BBC

د کابل خونړی برید؛ حکومت دهمزنګ د 'شهیدانو څلورلاری' ونوموه

د کابل دهمزنګ څلورلاري کې د "روښنایۍ غورځنګ" پر معترضانو تر خونړی برید وروسته چې تر اتیاوو ډېر کسان پکې ووژل شول، د افغانستان حکومت ویلي؛ د برید د قربانیانو یاد ژوندي ساتلو لپاره دې د دې سیمې نوم د 'شهیدانو څلورلاري' ته واړول شي.

24.07.2016 BBC

د ترکیې ناکامه کودتا: د ولسمشر ځانګړی ګارد منحل شوی

د ترکیې ناکامې کودتا د بدلونونو په لړ کې ددې هېواد د ولسمشر ځانګړی ګارد منحل شوی. د کودتا تر ماتې وروسته لومړیو ورځو کې د ولسمشر د ساتنې نژدې ۳۰۰ ځانګړي سرتېري نیول شوي وو. د ترکیې لومړي وزیر ویلي، د ولسمشر ځانګړي ګارد ته "نوره اړتیا نشته."

24.07.2016 BBC

د کابل خونړي بريد د مرګ ژوبلې شمېر لوړ شوی

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په وينا په پلازمېنه کابل کې د هزاره لږکيو پر لاريون ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ۸۰ تنه وژل شوي او ۲۳۰ تنه نور ټپیان دي. "اسلامي دولت" نومې ډلې ددغه بريد پړه پر غاړه اخيستې او وايي کابل کې يې د "شيعه ګانو" پر لاريون ځانمرګی کړی

23.07.2016 BBC

ترکي چارواکي وایي د کودتا په تړوا ښايي ډېر نور کسانو هم ونیسي

د ترکیې حکومت وايي د ښوونځیو، په ګډون یې تر ۲ زرو هغه ادارې تړلې دي چې له امریکا مېشتي عالم فتح الله ګولن سره تړاو لري. پر ښاغلي ګولن ترکیه کې د تېرې اوونۍ د کودتا د هڅې تور دی.

23.07.2016 BBC

ښځينه مشرانې

په بریتانیا کې د سکاټلنډ مشره وزیره نېکولا سټرجن وايي، ښځینه مشرانې اوس هم د ګوتو په شمار دي. خو د نړۍ په لروبر کې ګورو چې د هغو مېرمنو شمېر چې په سیاسي برخه کې لوړو څوکیو ته رسېدلي دي او یا رسېږي په ډېرېدو دی.

23.07.2016 BBC

کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه

د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه مو درته په کلېک کې راټول کړي دي. کلېک هره اوونۍ پر بي بي سي پښتو ټلويزيون لیدلی شئ.

23.07.2016 BBC

د کابل خونړی بريد په انځورونو کې

افغان پلازمېنه کابل کې د هزاره لږکيو له خوا له ترکمنستان د وارداتي برېښنا د مزو عځولو پر لاريون خونړي بريد کې لسګونه تنه وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپيان دي. دوی دغه لاريون د سالنګ پرځای دباميانو له لارې د مزو غځولو په اړه کړی و. "اسلامي دولت" ډلې يې پړه منلې.

23.07.2016 BBC

کابل کې د لاریونیانو منځ کې چاودنه شوې

د افغانستان پلازمېنې کابل دهمزنګ کې د هغو لاریونیانو په منځ کې چاودنه شوې، چې له ترکمنستانه یې د سالنګ پرځای د بامیانو له لارې د ۵۵۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا د مزو د غځولو په پلوۍ پیل کړی و.

23.07.2016 BBC

چین کې سېلابونو ۷۸ کسان وزلي 'میلیونونه بې ځایه شوي'

د چین رسمي خبري رسنۍ وايي، د هېواد پهشمال او مرکزي هیبي او هینن ولایتونو کې سېلابونو او د ځمکښویېدو لږترلږه ۷۸ کسانوژلي ګڼ کسان ورک دي او 'میلیونونه نور بې کوره' شوي دي.

23.07.2016 BBC

افغان لوبغاړي د ۲۰۱۶ اولمپیک لوبو لپاره برازیل ته ولاړل

افغان لوبغاړي د ۲۰۱۶ کال اولمپیک لوبو کې د ګډون په موخه د برازیل په لور روان شول. د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټه وايي په دغه پلاوي کې درې لوبغاړي چې دوه یې د اتلتیک او یو یې د جودو په برخه کې لوبه کوي شامل دي.

23.07.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more