د فرانسې یوه کلیسا کې ځینې کسان 'یرغمل شوي'
له فرانسې نه رپوټونه وايي، دوو وسله والو کسانو د فرانسې شمال کې روین ته څېرمه په یوه کلیسا کې ځینې کسان یرغمل کړي دي. رویټرز خبري اژانس د پولیسو د یوې سرچینې له خولې ویلي، په سېنټ اسټین یو رورې کلیسا کې وسله والو څلور یا شپږ کسان یرغمل کړي.
غزني کې د ښځو چارو پر مشرې برید یو کس وژلی
د افغانستان جنوب غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، ددې ولایت د ښځو چارو پر مشرې وسله وال برید شوی، چې دا روغه رمټه ترې وتلې، خو د مستوفیت مرستیال پکې وژل شوی دی.
دولتي ځواکونو د افغانستان ختیځ کې داعش ته درانه تلفات اړولي
د افغانستان د ختیځ ولایت ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، په کوټ او اچین ولسوالیو کې د داعش پروړاندې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د داعش د یوه قومندان سعد امارتي په ګډون ددې ډلې له سلو ډېر غړي وژل شوي او یو لوی مرکز یې دولتي ځواکونو نیولی دی.
د بنګله دېش پولیسو د اسلامپالو پر پټنځای برید کې ۹ کسان وژلي
د بنګله دېش پولیسو د یوې اسلامپالې ډلې پر یوه پټنځای برید کې ددې ډلې نهه غړي وژلي دي. دولتي سرچینو ویلي، دا کسان په همغې ډلې پورې تړلي و چې په جون میاشت کې یې په پلازمېنه ډاکه کې پر یوه رسټورانټ برید وکړ او ځینې کسان تر یرغمل کولو وروسته ووژل.
سنډرز: کلنټن بايد د امریکا ولسمشره وي
د امریکا فلادلفیا ایالت کې برېني سنډرز د ډيموکراټ ګوند کنوانسيون ته په وينا کې له ډیموکراټانو وغوښتل چې هېلري کلنټن سپینې ماڼۍ ته ورسوي.
د بالیووډ ستوری د ناقانونه ښکار قضیه کې سپین وخوت
په هند کې یوې محکمې د باليووډ سينما ستوری سلمان خان دوه لسیزې وړاندې د څاریو ویشتلو او وژلو قضیه کې سپین خېژولی دی.
'تورخم کې نوې دروازه؛ افغان حکومت جریان کې دی'
د پاکستان 'ډان' ورځپاڼې پر ډیورنډ کرښې د تورخم د نوې لانجمنې جوړې شوې دروازې د پرانیستل کېدو خبر ورکړی. د پاکستان د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي، را روانه دوشنبه به دغه نوي تاسیسات رسماً پرانیستل شي چې په وینا یې افغان حکومت په جریا
جاپان کې ۱۹ معلولین په چړو وژل شوي
د جاپان چارواکي وايي، توکیو ته څېرمه د معلولینو په یوه پالنځي کې په چړو ۱۹ کسان وژل شوي دي. د جاپان رسنۍ وايي ۲۶ کلن برید کوونکي پولیسو ته ځان سپارلی دی.
''افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې''
ملګري ملتونه وايي افغان جګړې په تېرو شپږو مياشتو کې ډېر ماشومان وژلي او دا کچه یې هېښوونکې او شرموونکې بللې. ملګري ملتونه وايي د سږني ميلادي کال لومړۍ نيمه کې له ۲۰۰۹ کال راهيسې له بلې هرې ۶ مياشتنۍ مودې ډېر افغان ماشومان وژل شوي دي.
خیبر پښتونخوا: بنو کې په خپل سر ټول پوښتنه کونکي نیول شوي
د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې چارواکي وايي، د هغه سازمان مشر یې له دریو ملګرو سره نیولی، چې په خپل سر یې یوه ټول پوښتنه کوله.
'' د انسباخ ځانمرګي بریدګر د اسلامي دولت ډلې پلوي و ''
جرمني کې چارواکي وايي انسباخ ښار کې د ځان الوځونکي سوري کډوال له موبایله یوه ویډیو موندل شوې، چې پکې نوموړي د اسلامي دولت نومي ډلې مشر سره بیعت اعلان کړی.
یاهو وپلورل شو
یاهو به د پنځو ملیاردو ډالرو نغدو پېسو بدل کې وپلورل شو. دغه شرکت ته مایکروسافټ په ۲۰۰۸ کال د د ۴۴ میلیادره ډالرو بیه وړاندې کړې وه خو اوس د پنځو ملیاردو ډالرو په بدل کې وپلورل شو.
''ترهګر د دواړو هېوادونو ګډ دښمنان دي''
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په ټیلفوني خبرو کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د کابل برید په اړه خواخوږي کړې او ویلي دي چې ترهګر او ترهګري افغانستان او پاکستان دواړه ځپلي دي.
ولسمشر غني کابل کې د 'داعش' برید ته ارزوونکی پلاوی ټاکلی
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دهمزنګ څلورلاري کې د 'روښنایۍ غورځنګ' د لاریون منځ کې د شوي ځانمرګي برید ارزونې ته یو پلاوی ټاکلی. دغه غورځنګ د نړیوالو سازمانونو په حضور د بې پرې څېړنې غوښتنه کړې.
ترکیه کې د ۴۲ خبریالانو د نیولو حکم ورکړل شوی
د راپورونو له مخې ترکیه کې د ۴۲ خبریالانو د نیولو حکم شوی. د ترکیې د څو نوموتو خبریالانو نومونه هم په دغو کسانو کې لیدل کېږي. ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته د دولت کارکوونکو، پوځیانو، پولیسو او ښوونکو په ګډون ۶۰ زره کسان نیول شوي یا له دندو ګوښه شوي.