BBC
 شاته

افغانستان کې ملي ماتم؛ د دهمزنګ قربانیانو ښخولو ته چمتووالی

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د رسمي ماتم سره په ورته وخت کې د "روښنایۍ غورځنګ" د شنبې ورځ قربانیانو د ښخولو مراسمو لپاره د چمتووالي په حال کې دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د روښنایۍ غورځنګ ۸۴ غړو د وژل کېدو له امله د یکشنبې ورځ (اسد/زمري ۳مه) ملي ماتم اعلان کړی او د ټولو ولایتونو والیانو ته یې امر کړی چې نن د ماتم رسمي مراسم جوړ کړي.

په ورته وخت کې په ټول افغانستان کې ددې برید د قربانیانو لپاره د وینې راټولولو کمپاین د شنبې په ورځ پیل شوی دی.

بلخوا د روښنایۍ غورځنګ غړو او د قربانیانو کورنۍ د کابل ختیځ برخه کې په "مصلای شهید مزاري" کې راټول شوي او د دغې پېښې د قربانیانو د ښخولو مراسمو پر سر خبرې سلا مشورې کوي.

د روښنایۍ غورځنګ د کابل په لویدیځ کې یوه ښارګوټي ته څېرمه غونډۍ د قربانیانو د ښخولو لپاره ټاکلی او د قربانیانو له کورنیو یې غوښتي چې اجازه ورکړي عزیزان یې هلته ښخ کړای شي.

ځینو کورنیو پرېکړه کړې چې د خپلو خپلوانو مړي په خپلو پلرنیو هدیرو کې خاورو ته وسپاري او د هغوی لپاره بېل مراسم ونیسي.

د روښنایۍ خوځښت غړي او د قربانیانو کورنۍ غوسه دي او دولت د شنبې ورځې لاریون د امنیت ساتلو کې پر کمزورتیا تورنوي.

Image caption د روښنایۍ غورځنګ فعالان او د قربانیانو د کورنۍ غړي د کابل ختیځ کې راټول شوي او د دغې پېښې د قربانیانو د ښخولو مراسمو پر سر خبرې سلا مشورې کوي.

له دولتي چارواکو نه د پوځ د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد چې ویل کېږي د هزاره لږکیو ترمنځ ډېر مینه وال لري، د شنبې ورځې قربانیانو د کورنیو له دې پوښتنې سره مخ شو چې د هغوی د وژنې عامل څوک دی.

ښاغلی مراد چې د قربانیانو د کورنیو ترمنځ یې حضور درلود وویل، د خلکو "دښمنان" د هغوی د عزیزانو د وژلو عاملین دي، خو کله چې یوه غوسه اعتراض کوونکي له هغه وپوښتل چې "دښمن څوک دی؟"، هغه څرګند ځواب ورنکړ.

معترضانو او د قربانیانو د کورنیو غړو ویلي، دولت باید د نړیوالو بنسټونو تر څارنې لاندې د شنبې ورځ چاودنو په اړه څېړنې پیل کړي او په عین حال کې د برېښنا ۵۰۰ ولټه مزي هم له بامیانو تېر کړي.

دا په تېرو څو میاشتو کې د اعتراض کوونکو اصلي غوښتنه وه چې د ترلاسه کولو لپاره یې د ثور/غویي په ۲۷مه او د اسد/زمري په ۲مه کابل کې واټونو ته راووتل، خو دولت ویلي چې لا هم له بغلان نه بامیانو ته د ۲۲۰ ولټه برېښنا مزو غځول ارزوي او د ۵۰۰ ولټه برېښنا مزي له سالنګ نه تېرېږي.

ټاکل شوې ددې پرېکړې په اعتراض د شنبې ورځې لاریون د دهمزنګ په څلورلارې کې پر "نامحدودې" اعتراضي ناستې واوړي چې داعش پورې تړلو درېیو بریدګرو پرې ځانمرګي بریدونه وکړل. یو بریدګر وړاندې تردې چې خپل واسکټ ته چاودنه ورکړي، د امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شو.

تردې پېښې وروسته، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر لسو ورځو پورې پر هرډول ناستو او لاریونو بندیز ولګوه چې دا پرېکړه د بیان ازادۍ ځینو مدافعینو له نیوکې سره مخ شوې.

Image copyright

افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د دولت دا ګام د بیان ازادۍ مخالف کار بللی او ټینګار یې کړی چې دولت باید داسې کار ونه کړي چې هېواد کې پر روانو حالانو د خلکو د پوهېدو حق محدود کړي.

رسنیو د شنبې ورځې لاریون ته په محدود ډول پوښښ ورکړ او د تېرو دا ډول پېښو د معمول پر خلاف یې له د دې لاریون ژوندی پوښښ نه درلود.

د رسنیو د ملاتړ ادارې رییس صدیق الله توحیدي وویل، که څه هم په اړه پر رسنیو د دولت د فشار کوم سند په واک کې نه لري، خو زیاتوي چې ښایي رسنیو د سیاسي دلایلو له مخې ددې لاریون له ژوندي پوښښ نه ډډه کړې وي.