ټول افغان څیړنیزې مقالې


انتقاد

  ټولنيز ژوند کامل او بې عيبه نه دئ . حتمې اشتباه وې ، غلطيانې او تېروتنې په کې صورت نيسي.غلطي د انسان او انساني ژوند سره لکه سيوری ملګرې او مل وي. خو سيوری په هغه ځای کې لیدل کيدئ شي چې رڼا وجود ولري.  په تياره کې نه جسم او نه يې سيوری ليدل کيږي، بينا او نابينا يا خلاصې او پټې سترګې دواړه يو شان بې تاثيره وي .  په انساني او ټولنيز ژوند‌کې علم ،معرفت او پوهه رڼا ده ، چې په دې رڼا کې انسان د منزل مقصود( مادي ، معنوي او يا دواړه) په لور سفر کوي.کومه ټولنه چې د علم او معر

31.07.2023 هيښ ويښ

د مهاجرت ستونزه

د،ب،هيښ د مهاجرت ستونزه ! اروپا او امريکا ته د مهاجرت لړۍ د افريقا ، اسيا او لاتينې امريکا نه ورځ په ورځ په پراخېدو ده . په ميليونو نوي ځوانان او ځوانان د اقتصادي ستونزو ، بېکارۍ، دولتي فساد او بې بديلۍ له وجهې په هوا ، ځمکه او اوبو کې د مځکې د کرې د جنوب نه د شمال په لور روان دي ، يا د تګ تصميم لري. سره ددې چې دا سفر ډېر خطرناک او د مرګ سره پنجه نرم کول دي او په لس هاوو زره مسافرين د ليوانو ، مرغانو او کبانو خوراک شول ، مګر بيا هم خلک روان دي او د کور -کلي -وطن د نامناسبو او

25.07.2023 هيښ ويښ

سادات

سادات د نړی په ټولوڅلوروپنځوسو اسلامی هیوادونو کی موجود دی دقیق خود ساداتو شمیره معلومه نه ده خوتخمین په ټولو هیوادو کی شپیته میلونه ته رسیږی د) سیدانو(لوی تعداد په اسیا له جمله افغانستا ن ،ایران ،پاکستان ،هندوستان اوکشمیرکی ژوند کوی همدارنګه په عربی هیوادونوکی لکه عراق ،سوریه،لبنان ، مصراو تقریبا په ټول عربستان کی په اندونیزیا،مالیزیا ،یمن ،الجزیره ، اوپه ټولواسلامی هیوادونو کی شتون لری.)سید( چی جمع یی سادات دی د عربی لغاتو څخه دی چی په اصل کی)سیود( دی په معني د اقا، مالک ،شریف ، فاضل ،کریم

17.07.2023 الحاج ديپلوم انجنیرسیدرقیب شاه (هاشمی )

دایران او ترکیی په سرحدونو کی دافغانانو وژل کیدل او دافغانانو چوپتیا

   په تیرو ورځو کی خبرونه خپاره سول چی دایران او ترکیی په سرحد باندی یو شمیر مهاجران ددی دوو دولتو دسرحد ساتونکو قواوو په لاس ووژل سول. زما ارزو او توقع وه چی امارت، پخوانی تښتیدلی قانون پوهان اوسیاسیون به په همدی هکله لیکنی وکړی. خو متاسفانه دنړیوالو خبری شبکو لخوا دداسی یو مدافع دریخ کوم انعکاس می ملاحظه نکړ. په تیره بیا دبشری حقوقو مدافعین چی په هر دولت کی دامارت په ضد بیځایه او په ځای دوسیی لټوی هم دتاسف سره سره بیخی ګونګ پاتی دی.  دملل متحد او دهغه دبشری حقوقو سازمان هدای

03.07.2023 طاهر ثابت

د نجونو د زده کړو اهميت او د اوسنیو ستونزو حل لارې

الف. د اسلام له نظره د پوهې او زده کړې اهمیت: د قرآن کریم لومړنی آیت د اقراء په کلمه پیل شوی چې له ورایه ورڅخه د علم، لیک او لوست اهمیت څرګندیږي. دا پیغام ښځو او نرو ټولو ته دی. په فرشتو د آدم علیه السلام د لوړوالي دلیل د ټولو شیانو په اسماوو (نومونو) د هغه پوهه وه او ځکه ملائکو ته امر وشو چې هغه علیه السلام ته سجده وکړي. د پوهې ارزښت په اسلام کې په دومره روښانه او پیاوړو پیغامونو کې بیان شوی دی چې چا تر اوسه تر هغه ښه او غوره نه لیدلي او نه یې اوریدلي دي. په قرآن شریف کې تر ۸

22.06.2023 ډاکټر محمد ابراهیم شینواری

د مثبتې روغتیا هېنداره !

څو ورځې دمخه د هالنډ پلازمېنې امستردام کې د یوه کنفرانس او دوو ورکشاپونو برخه وال وم. د کنفرانس موضوع په مرکز یا پلازمینه کې دیمنشیا نومېده. هلته په یوه زړه پوری معلوماتي او علمي پريزینتیشن کې د دیمنشیا Dementia د ناروغۍ او ناروغانو په هکله ډیر ګټور معلومات وړاندې شول، په ورکشاپونو کې مو د دې ناروغۍ په هکله ځنې لنډ مستند فلونه هم ولیدل. کیدای شي تاسی ډیرو د دیمینشي د ناروغۍ نوم اورېدلی وي او یا مو له دا ډول نارغانو سره کتلي وي. په حقیقت کې دیمینشیا له پنځوسو څخه د زیاتو ناروغیو ټو

09.06.2023 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

د SPIEF نړيوال اقتصادي فورم څه شی دی او د څه لپاره جوړېږي؟

سږکال به St. Petersburg International Economic Forum درويشتمه نړيواله اقتصادي غونډه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د استازو ، سوداګرو، سياسيونو او تيوريسانو په ګډون د جون له ١٤مې څخه تر ١٧مې نېټې پورې د روسيې په سن پيټرزبورګ کې روانه وي. دا اقتصادي نړيوال فورم او نړيواله ناسته هر کال د جون په مياشت کې په سن پیټرزبورګ کې جوړېږي. سږکال پکې د نړۍ دبېلابېلو هېوادونو سياسي مشران، ستر اقتصادي پانګوال، سوداګر، او نورې مشهورې څېرې ګډون کوي او د نړيوالو سوداګرو او سياسي مشرانو تر منځ د خبرو اترو او د سوداګ

04.06.2023 حميدالله بسیا

د پښتو ژبې د ورځې په مناسبت

ژبه د افهام او تفهیم( communication) یوه ډېره پخوانۍ وسیله ده. په دِې وسیلې اړیکو ته (شفاهی اړیکې verbal communication) ویل کیږي. ژبې د انسانی ژوند په تکامل او د ننني تمدن په انکشاف کې د کار ترڅنګ مهم رول ولوباو، یعنې د نورو ټولو ژوندیو موجوداتو په کتار کې، ډیر لوړ حد ته د (انسان) رسېدل د دوو عواملو له امله وو: ۱.کار( د انسان هدفمند او آګاهانه ګټورفزیکی او یا فکری فعالیت) ۲.ژبه ( د افهام او تفهیم او دټولو معنوی لاسته راوړنو د انتقال وسیله او دسمبولیکو وضع شویو غږونو مجموعه). د

27.05.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

اسیا کې لویه لوبه د افغانستان د غمېزې لوبه

 افغانستان کې د لویې لوبې پای: په منځنۍ اسیا کې د نړۍ د دوو سترو امپراتوریو جګړو او ستراتېجکو سیالیو له امله افغانستان ته د لویې لوبې خونړۍ میراث پاتې شوي دی. د لویې لوبې اصطلاح د برتانیا ویکټوریا دورې او تزاري روسیې ترمنځ د روانو استعماري تاوتریخولي، د کولونیالیستي سیاستونو او د جغرافیایې، تاریخي پېښو موخې توضیح او تشریح کوي. افغانستان اټکل د دوو سو کلونو راهیسې د نړیوال سیاست په مرکز بدل شوي دی. افغانستان د خ

20.05.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د کندهار پیژندنه

د کندهار ولایت د افغانســتان په جنوب کې د 31.6289° N, 65.7372° E د شرقی طول البلد او شمالي عرض البلد درجو ترمنځ پروت دی. قَندَهار په سانسکریت کې گندهارا؛ په ریگ‌ویدا کې Gandhārīnām avikā؛ په زړه پارسی کې( Harauvatiš/هَرَووَتیش)، په لرغونې یونانی ژبه کې ( Ἀραχωσία/اَراخوزیا) او په لاتین کې Arachosia/یاد شوی دی. په اوسنۍ پښتوکې کندهاراو په دري/پارسي، بلوڅی او عربی ژبو کې قندهار لیکل او تلفظ کیږی. د افغانستان اوسني ملکی تشکیل (۱۴۰۲ل.)کې، د هیوا د ۳۴ولایتونو څخه یو مهم او لوی ولایت دی. اداري مرکز

26.04.2023 دودیال

د څېړنیزو یا تحقیقاتي میتودونو پېژندنه

د تیر په دوام( دوهمه برخه) د مونګراف، تیزس یا د تحصیل د پای د رسالې معلوماتي ساحه: مخکې له دې چې تاسی د زده کړو په پای کې د مونوګراف یا د تحصیل د پای پر رساله څېړنه پیل کړۍ، ښکاره خبره ده چې تاسی به د څېړنې موضوع د خپلو مسلکي معلوماتو، پوهې او یا زده کړې په څانګه کې غوره کوۍ. همدغه د زده کړې څانګه یا د پوهنو په یوه ځانګړی برخه یا مضمون کې ستاسی پخواني معلومات او پوهه په حقیقت کې ستاسې د معلوماتو او پوهې حوزه یا ساحه جوړوي. دیوه څېړونکي یا محقق د معلوماتو ساحه چې په اصل کې

23.04.2023 پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

اشرفی مالخولیا سوی

نن می په تاند کی داشرفی یا غنو دکماقلی بیان ولید. هلته می ځواب ولیکو. مګر تاند دافغان امریکایانو او که خداسته دامریکایی افغانانو ځاله ده. کله چی می ددوی په رهیری انتقاد کړی وی هغه دخپلی پاڼی نه حذف (دیلیت) کړی وی. په دی هیله چی زما لیکنه به بیا لیری کړی نو هغه لیکنه می دلته کټ او پیست کړه چی اقلا زما دزړه ددرد خبری ورکی نسی. زه له خپل دین او وطن سره مینه لرم او همدی لیونی مینی مجبور کړم چی له مجاهدینو دوه واره ځان ګوښه کړم (په پیښور او کابل کی). دمجاهدینو تجربی او دطالبانو داولی دوری

21.04.2023 طاهر ثابت

عاطفی ذکاوت

(Emotional Intelligence/EI) انسان د زمکې پر مخ یو متکامل او بااحساسه ژوندی موجود دی چې د خپل، هوش، ذکاوت او شعور له امله ، له نورو ژویو سره ټوپیر لري. انسان د آګاهانه کار او د ژبې د کارولو د اوصافو په لرلو دژوند ډیرو برخو کې پرمختګونه وکړل. د انسان دماغ یو پیچلی خاصیت او ډیره لویه توانایی لري. د انسان د نورو ځانګړتیاوو ترڅنګ؛ د ده یوه ځانګړنه د احساس اوعواطفو لرل دي. عواطف د پېښو د درک، دپدیدو د پیژند او د چاپیریال د بیلابیلو مسایلو او دریځونو سره د انسان هغه چلند دی چی ده ته له فردی

10.04.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

د عبدالروف بېنوا لنډه پېژندنه، رسمي دندې اوآثار

د هېواد نامتو او بریالی دیپلومات، لیکوال او شاعر؛ عبدالرؤف بېنوا د ۱۲۹۲ل. د وږي د میاشتې په لومړۍ نیټه ( =د اګست ۲۳ مه، ۱۹۱۳م.) دهغه مهال د کندهار په پخواني ښار کې مبارکې خرقې ته نږدې د "سید حسن کوڅه" کې په یوه منوره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او ماشومتوب یې همالته تیر کړ. د عبدالرؤف بینوا پلار مفتی عبدالله ۳۳ کاله دکندهار ښار په محکمه کې مفتی و. نیکه یې ملا عبدالحق اخوند هم په کندهار کې یوه مشهوره او پېژندل شوې څیره وه چې په (استاد کُل) باندې مشهور و. عبدالحق اخوند د ۸۵کالو په عمر وفات ا

01.04.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

مولانا جلال الدین بلخي رومي

کله چې زه د کابل د حبيبيې لېسې متعلم وم، نو په دوولسم صنف کې مو د دري معلم ښاغلی يار محمد خان وو. ښاغلي يار محمد خان به په پښتو کله کله ملنډې هم وهلې، چې يوه ورځ يې داسې اپلتې وويشتلې: در پشتو روزمره لغات نو مېسازند. رادیو را ژغډبلی مېګويند، قلم را علمسوټی و رُباب را شرنګسوټی و موټر سايکل را هم ټپ ټپی! با وضعه کردن سوفيکس «تون» چندين لغت ساخته اند، مانند روغتون، پوهنتون، روزنتون، پالنتون و برای کناراب هم لغت غولتون را استفاده میکنند، اما برای تخته پاک لغت ندارند! د ښاغلي يار محمد خان

27.03.2023 ډاکټر لمر

ضعيف شوي يورانيم

د ضعيف شويو يورانيمو څخه د جوړېدونکو وسلو د استعمال خبره نن سبا له دې امله په نړيوالو خبرونو کې ډېره توده ده چې برتانيا غواړي د روسيې – اوکراين په جګړه کې له اوکرايني سرتېرو څخه د ملاتړ په پار اوکراین ته داسې مرمۍ ورکړي چې له ضعيفو شويو يورانيو څخه به جوړې شوې وي تر څو یې اوکرايني ځواکونه د روسانو پر وړاندې په جګړه کې وکاروي. د برتانيا دې پلان په نړۍ کې بېلابېل غبرګونونه او عکس العملونه راپورته کړي دي. موږ په دې ليکنه کې د ضعيف شويو يورانيمو په اړه معلومات ليکو چې څه ډول ماده ده او کارول یې څ

25.03.2023 محمد سليم سليمان

مفاهمه او پروژه

د پروژو د مدیرانو لپاره لارښود او مشاوره (په کوچنیو پروژو، اداری واحدونو اومحلي سازمانوکې مفاهمه) موږ تقریباً له پنځوسو کلونو رادېخوا داقتصاد پوهنځي کې د پروژو دمدیریت او تحلیل مضمون درلود، وروسته دا مضمون د کرنې دپوهنځی نصاب کی هم شامل شو او بیا بیرته لرې شو. خو محتوا یې دپروژې پېژندنه، سایکل، دپروژې پلان او مدیریت، بودجه، د تحلیل روشونه او محدودیتونه او دې ته ورته مسایل و، خو پروژه کې دمفاهمې بحث مو ندرلود. دا یوه نیمګړتیا وه. علت یې داو چې دغه مضمون اونۍ کې صرف دوه کریدیته و. د عام

28.02.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

څنګه پر مختګ ؟

څنکه پرمختګ؟زه اوس چي. ۲۰۲۲م کال دی ۸۴ کلن یم. شپږ کلن وم چي پلار په ښوونځي کي شامل کړم. خو لږ وخت وروسته په هغه کال کي مي پلار وفات سو او زما روزنه زما مور په غاړه واخیسته. هغې ته تر ما کشر بل زوی او ترما مشره لور هم پاته سول. څرنګه چي موږ په یوه لوی کور کي چي مشر یې زما نیکه و اوسېدلو نو زموږ د میاشتني خرڅ او لګښت پیسې به مي نیکه زما مور ته د هري میاشتي په سر کي ورکولې. په دې ډول زما مور خپل ټول ژوند موږ درو تنو ته وقف کړ او په ډېره مینه او زحمتونو یې لوی کړو او تر څو چي ژوندۍ وه له دې

19.02.2023 Karim Halimi

د پټان فلم د هند تر ټولو لوی سینمایي شهکار او د بالیووډ پاچا بیرته راستنیدل

د کینګ خان پټان فلم ته یوه کتنه:په خټه پښتون شاه رخ خان د خپلو ورستيو فلمونو٬٬ زما نوم خان دی او ځېرو٬٬ له بریا ورسته دا دی بیا د پټان په نامه نوی فلم کې لوبیدلي دی. د بالیووډ بلاک بسټر یا ډیر پلورل شوي فلم ته د څو اوونېو راهېسې د هند په بمبۍ، بنګلور، حیدراباد، کلکته، راجمېدیر او په دوبۍ ښار کې په ډیره لوړه کچه او په ډیرو سترو لګښتونو باندې د بازار موندنې مارکټینګ او کمپاینونه کیږي. د دې فلم ټرېلر په دوبې کې د برج خلیفه په جګه ماڼۍ

22.01.2023 سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

د افغانستان د بهرنی سوداګری وضعیت

د افغانستان د بهرنۍ سواګرۍ،سوداګریزولارو او اقتصادی حالت لنډه کتنه له بده مرغه د افغانستان تجارت ښه وضعیت کې ندی، موږ نه د مازاد، نه د تعادل بلکې مطلقاً د کسر په حالت کې یاستو. تر دې هم بدتره دا چې له یو نیم کال راهیسې په تجارت کې بانکی انتقالات نشی کیدای. دې وضعیت تجارت او زموږ تجار فقط څو محدودو ساحو کی نقده تبادلی ته مجبور کړي، خو که له افغانستان څخه د پیازو، رومی بانجانو، میوې، سکرو او نورو اجناسو صدور او له هغی خوا د بی کیفیته غذایی او مصرفی موادو واردول وګورو، تقریباً دبارتر شکل

19.01.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

مهاجر او مهاجرت، قوانین او ستونزی

له هیواده وتل او مهاجر کیدل، د دغو ورځو ډیرمعمول شوي اصطلاحات دي. داچې اوسني مهاجر اکثریت جبري، سیاسی او اقتصادی مهاجر دي، نو ورته تبعیدیان هم ویل کیدای شی. لومړی به د دې په اصلی مفهوم باندې پوه شو: مهاجر(Migrant ) هغه څوک دى چې خپل هېواد يې پريښى وي يا له يوه بل هېواد څخه چې هلته يې ډېر کلونه ژوند کړى وي، غواړي موقت یا دایم يو بل هېواد ته ولاړشي. په دیموګرافی او د نفوسو تحلیل( Demography & Population Studies)کې مهاجرت د نفوسو د حرکاتو(مړینواو تولداتو) ترڅنګ یو حرکت دی، چی وګړشمیر

18.01.2023 پوهاند محمد بشیر دودیال

اتومي برېښناکوټونه د هېوادونو د پرمختګ دروازې!

په نړۍ کې روانو سياسي کشمکشونو، مالي بحرانونو او ساري ناروغيو نړیوال اقتصاد ته ډېر زيان اړولی دی. حتی پرمختللي هیوادونه لا نه شي کولی په بشپړ ډول له دې بحران څخه روغ ووځي او وراوښتي تاوانونه جبران کړي. همدارنګه دا وضعیت د بين المللي سیاسي او ټولنیزو کړکیچونو له امله لا پسې خراب او بدتر شوی دی. د نړۍ د هېوادونو ترمنځ جهاني همکاري او همغږي تر بل هر وخت په ناسم وضعيت کې قرار لري؛ اوږدمهاله اړيکې او شراکتونه تر ډېره محکم نه پاتې کېږي. نو له مشکلاتو څخه د وتلو لپاره اقتصادي کارپوهان وايي چې د وضعی

15.01.2023 محمد سليم سليمان

محترمو واعظانو ته

لکه چي ټول پوهېږو د قرآن شريف سم لوستل د ټولو وظيفه ده ځکه نو موږ باید د تبليغ کولو په وخت کي د آيتونو سم لوستلو ته پاملرنه وکړو.مخکي له دې چي ستيج ته ولاړ سو پوره آمادګي ونيسو، آيتونه او احاديث د ځانه سره تکرار کړو او خپلي خبري ښه سره ترتيب کړو.که مو آيت د یادو څخه وځي ددې پر ځای چي غلط يې ووایو دا ډېره ښه ده چي يواځي په صحي ژباړي یې بسنه وکړو او داسي يې و نه وايو چي د آيت په نظم، اعراب، او ترکیب کي غلطي راڅخه وسي.د آحاديثو په نقل بالمعنی کي د علماو اختلاف دی د قرآن نقل بالمعنی خ

10.01.2023 عبدالله متین

فدرالیزم، دولت او نظام

افغانستان د کورنیو جګړو په بهیر کې وځپل شو، اقتصاد، معارف، اردو، صحت،مخابرات،... لنډه داچې زیربنا او ټولو مادی او معنوی ملی ارزښتونو ته زیان ورسېد. په دې کې حکومتولي، نظام او دولتی چارې هم وشړیدلې. له ۱۳۸۱ل.کال وروسته د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان د ثبات، امنیت او بیا رغاونې هیله پیدا شوه، خو متاسفانه ستونزې ډیرې وی؛ دبهرنیو مرستو دمثبتو اړخونو ترڅنګ دهغو منفی اړخونو، بی کفایتی، ناامنی او پراخ- تنظیم شوی فساد دا هیلې په ناهیلۍ بدلې کړې. له ۲۰۱۰م.کال ورسته وپتېیل شوه چی امنیتی سکتور او

11.12.2022 پوهاند محمد بشیر دودیال

موډرنیزم او موډرنیزم ته اړتیا

لومړی به موډ او بیا به د مدرن اصطلاحات و پیژنو: موږ هره ورځ یو شمیر مسایل په اعدادو یا د نماینده (اوسطونو) اعدادو په واسطه ښیو. دا هغه اعداد دي چې د ضرورت په وخت، د نورو اعدادو نمایندګی کوي. مثلاً تیرو ورځو کی جلال اباد کې د تودوخې درجه په ترتیب سره د سانتیګراد په حساب داسې وه: یکشنبه ۲۲، دو شنبه ۲۳، سه شنبه ۲۶، ۴شنبه ۲۶، ۵شبنه ۲۸، جمعه ۲۹. که وغواړو یو چاته په لنډ ډول د هوا وضعیت وښیو نو وایو ؛ دې ورځو کې جلال اباد کې تودوخه دسانتیګراد د۲۶شاوخواده. دا ۲۶عدد د دغو ټولو نمانیده ګی کوي. که ووای

08.12.2022 پوهاند محمد بشیر دودیال

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more