ویده خلک، وروسته پاتې ملت!

یو ځوان ملګري سره ناست وم- په کمپیوټر د انټرنیټ په نړۍ کې لکه د تل سخت بوخت وو چې ناګهانه یې را غږ کړل، "خبر یې! هندوان مریخ ته وختل!" ما ورته وویل " هغوي پکې روغه یوه شپه تیره کړه، او ته اوس خبریږې او ما خبروې !" ځوان ملګري مې په پړک پړک وخندل او بیرته د هغه کمپیوټري لوبې نمایشي بڼې ته په کتو شو چې هندوستان یې بازار ته د راویستو تابیه نیولې او د بازار موندنې په موخه یې نمایشي بڼه په انټرنیټ خپره کړې ده- مریخ ته تلل ویخ اند او هوډمن خوځښت ته اړتیا لري! مونږ چې یې له خبره یوه و

29.01.2015 مشتاق رحيم

تخلص

يو وخت یو ملګري راته وویل چې”رحیم“ دې تخلص دې، ما ویل نه، دا مې د کورنۍ نوم دې- بیا یې وپوښتلم چې تخلص دې څه دې، ما ورته وویل چې نه یې لرم- اشنا مې پوښتنه وکړه چې ولې تخلص نه لرې، ما ورته وویل چې ما تراوسه پورې هغه نوم چې مور او پلار راته ټاکلې د هغې حق نه دې ترسره کړې نو تخلص به څنګه ځان ته وټاکم- سړې حیران شو او پوښتنه یې وکړه چې څه مطلب؟ اشنا ته مې وویل چې مور او پلار راباندې مشتاق محمد یعني د محمد (ص) مینه وال نوم ایښې دې او دا نوم یې راته زما په اند ځکه غوره کړې چې د

29.01.2015 مشتاق رحيم

د قول او فعل تضاد

یو کس پیژنم، خپله د ښکلیلاګرو سره په افغانستان کې سنګر کې پروت دې او معیوبه زوې یې لږه موده کیږي په قاچاقي ډول لندن ته ولیږه، زوې یې هلته د دولت د مخالفینو څخه د ویرې په پلمه سیاسي پناه غوښتې ده-   یو بل دې، زوې یې په کابل کې یوه نړیواله موسسه کې کار کوي، پلار یې درګرده د دولت د مخالفینو له صفونو څخه د حکومت او ورسره کارکونکو پرضد تبلیغ کوي، د دولت د پرځولو پلانونه او ستراتیژیانې جوړوي-   یو بل کس مو په کلي کې اوسیږي، په جومات کې ترې ټول خلک په عذاب د

29.01.2015 مشتاق رحيم

مشاور نه يې!

تیرو څه دپاڅه لسو کلونو کې په افغانستان کې ډیرې نوې اصطلاح ګانې منځته راغلې- ترجمان، سوپروایزر، منیجر، ډګروال او مشاور- ددغه نومونو زوکړې ده ځانه سره ډیرې ټوکې هم زمونږ ټولنې ته ورکړې چې یوه یې زه درسره د مشاور په اړه شریکومه- واي کوم مشاور صیب د افغانستان له کومې دشتې څخه تیریده چې کوم کوچې یې د خپلې  لوې رمې سره په لاره ولید- مشاور صیب کوچې څنګ ته ورغې او ورته یې وویل چې که د رمې کره شمیره دې درته دروښایم نو یو پسه به راته په بدل کې راکړې؟ کوچي ورته وویل چې هو سمه ده، که دا کار

29.01.2015 مشتاق رحيم

ټولنیز منافقاتونه

  هڅې کله مو د خپلې ټولنې منافقتونو ته پام شوې دې؟ نږدې هر کار کې مو منافقت له ورایه ښکاري- ډیر وار مې لیدلي چې د بریښنا د پیسو د ورکړې په کتار کې ولاړ نارینه به ښځینه وو ته د درناوي په پلمه پرته له کتار تګ او د کار خلاصولو اجازه ورکړي، خو د کتار نه د تیریدو پر مهال به یې مخ، اننګي، سترګې، باڼه او که مخ یې پټ وي نو پوندې او پینسې څاري او شننې به پرې کوي- ډیر پیژنم چې خپلې میرمنې ته به په لار کې په وار وار واي چې ټیکرې سم که، چادري دې ښکته کړه، مخ دې پټ کړه، خو خپله

29.01.2015 مشتاق رحيم

بس، بس نور بس!

ډیر به مو بس بي بي، بس مینه، بس ګله او بسیره نومونه اوریدلي وي- که دا مو نه وي اوریدلي نو بسوګۍ خو ټولو ته معلومه ده- ما هم دا او دې ته ورته نور نومونه ډیر اوریدلي وو خو کله مې پرې فکر نه وو کړې چې ددغه ډول نومونو دایښودلو موخه به څه وي- لږه موده وړاندې راته څرګنده شوه چې دغه ډول نومونه په هغو ماشومو انجونو ایښودل کیږي چې ترې مخکې ډیرې خویندې مشرانې پیدا وي او دغه ډول نومونه ایښودل د اولاد ورکونکي ته یو پیغام وي چې نورې مو جینکۍ بس دي او ته یې هم بس کړه! خو بیا زامنو دپاره بس خان ا

29.01.2015 مشتاق رحيم

او بچه قمندان!

یو څو کاله دمخه د خپلې دندې اړونده سفرونو په ترڅ کې به مې د پنجشیر ښکلي ولایت ته تګ راتګ کولو- یو وار د شتل په ښکلې دره ګۍ برابر شومه- د سفر په اوږدو کې راسره یو د پولیسو مشر او بل یې هم سرباز د ملګرتیا دپاره د ولایت له مرکزه لیږل شوي وو- د خپل کار په لړ کې د ولسوالۍ په یو کلي کې خپلو پولیسو ملګرو سره پلي شوم ولې چې له دغه ځایه نور موټر مخکې نه شو تلې- د لار په اوږدو کې په یوه سیمه کې سرباز په خپل افسر په خپل ځانګړي پنجشیري ګړدود غږ وکړ: ”او بچه قمندان، اینجا یک چند د

29.01.2015 مشتاق رحيم

د نظام غلامي

 یو څو کاله د مخه د اروپا د سفر پر مهال یوه شپه ده یو ډیر هوښیار او تکړه ځوان سره د نیمې شپې په چکر په ښار کې ګرځیدم- د وطن حال مو ژړلو او خپلې بد مرغۍ مو څیړلې- د خبرو پر مهال مې ځوان کلیوال او ملګري رانه پوښتنه وکړه چې څه دلیل دې چې اروپایان د ژوند د ټولو خوندونو څخه برخمن دي او مونږ بیا بدمرغه او وروسته پاتې یو؟  ما پرته له دې چې لږ فکر وکړم، ورته مې وویل چې زما په اند ددوي د پرمختګ لامل د خپل نظام غلامي ده- دې خلکو په خپلو لاسو یو نظام جوړ کړې او بیا یې ورته سر ټیټ کړ

29.01.2015 مشتاق رحيم

سولې ته بلنه

  سولې ته غږ کړئ افغانان دې غواړي دا غم ځپلي انسانان دې غواړي لاسونه لپه په خوله سوال چې لري سر په سجده دي له رحمان دې غواړي دا جنتي خلک د خداې پر ځمکه حورې دې غواړي دا غلمان دې غواړي جګړه مو بس ده مونږه امن غواړو غوښتنه کاندي له جهان دې غواړي تاته لیلا واي دا ستا مین د

29.01.2015 مشتاق رحيم

عمل ته اړتیا

له ځانه سره مې خبرې کولې، داسې یو څه مې ویل، مال راځه ملګرو سره یې هم شریک کړه:   په شعارونو باندې نه جوړیږي وطن شعرونو باندې نه جوړیږي د پلار نیکه توره اوس قبر کې ده دا په نکلونو باندې نه جوړیږي فکر عمل کې به ځغلول غواړي کار په فکرونو باندې نه جوړیږي سهار هله شي چې شي سترګ

25.01.2015 مشتاق رحيم

ماتې ګوډې-لړۍ

ماتې ګوډې-لړۍ قام پالنه او تعصب د خپل ځان سره، د خپل کور، کهول، خیل او قام سره مینه د انسان د طبیعت برخه ده- هغه خبره چې په مورنۍ ژبه کیدې شي، د نړۍ په بله یوه ژبه کې هم نه شي کیدې- دوعا، خیرې، مینه او کنځل ټول په طبعي ډول په خپله ژبه د سړي له خولې راوځي- هر چا باندې خپل ورور له تره زویه، او د تره زوې د ګاونډي له زویه ډیر ګران وي خو ګاونډې بیا د لاروي نه نژدې دې- دا نو څه دي؟ مینه ده! د خپل ځان سره مینه، د خپل خیل سره مینه او د خپل

25.01.2015 مشتاق رحيم

بې اتفاقي

یو څو کرښې مې دوه ملګرو یو څو ورځې پخوانۍ فیس بوکي/آن لاین جنګ په رڼا کې لیکلي- دواړه په هیواد د لیونتوب تر بریده مین، د خپل مال او حال نه د افغان دپاره تیر دي خو د اند لاره او لید یې بیل دې- دواړه د وطن خیر غواړي خو لارې او کړنلارې یې بدلې دي خو بیا یو بل ته یې داسې نومونه او پیغورونه ورکړل چې د افغانستان سر سخته دښمن ته ورکول یې هم نه ښاي- سخت خپه شوم، او د خپګان پر مهال مې دا لاندې څو کرښې ولیکلې- بې اتفاقي کشران

20.01.2015 مشتاق رحيم

تاریخ بدلول غواړي

تاریخ بدلول غواړي په تاریخ کې مو نور څه دي خو جنګونه هرې خوا نه دي پر مونږه غورځنګونه لوې لوې سټې راغلې مونږ کړې ماتې جوړ مو نکړل خپل راپاتې ګړنګونه دنګ لوې غرونه د تندي په ګوزار مات کړو خو له تیږو یې بیا نور جوړ کړي محلونه د تاریخ پاڼي مو سرې دې په سرو وینو یا قتلیږو یا کوو مونږه

20.01.2015 مشتاق رحيم

نوې څیره

واي کومه نوې ډله راغلې چې د ټولو سره ورانه ده او ټول یې پسې را اخیستې دي- ما ورته وویل چې نوې موې نه ده، زوړ سړې په نوې جامه، د پروژې په نوې دوره کې را څرګند شوې او بیا مې ورته دا وویل: نوې څیره ته مو وژلو ته راغلې یې په بله څیره دلته په تمه دې مقتول درته په خپله څیره ته خو هماغه پخوانې یې زه دې ښه پیژنم ما اوس ته نه شې غولولې په بدله څیره ته مې د تن، ته د وجود او د شناخت دښ

20.01.2015 مشتاق رحيم

کرامات

  کرامات د سعادت حسن منټو لیکنه-د مشتاق رحیم ژباړه د غلا د مال د نیولو په موخه پولیسو کور په کور لټنې پیل کړې- خلکو د پولیسو له ویرې د غلا ټول مالونه د شپې مهال دباندې غورځولو باندې لاس پورې کړ- یو شمیر خلکو خپل شخصي توکي هم ددې ویرې له ځانه لرې کړل چې هڅې نه د غلا په تور ونیول شي- یو سړې په ډیره ستونزه کې ایسار و- هغه سره د شکرې (بورې) دوه بورۍ وې چې د خوراکي توکو د پلورنځۍ څخه یې غلا کړې و

28.12.2014 مشتاق رحيم

زما ویر

زما ویر هلمند مو ژاړي پیښور کې ویر دې هلته دانګام په هر منظر کې ویر دې لا د ننګرهار جنازې ټولې نه دي خبر راغلې په خیبر کې ویر دې زمونږ په کور ناتار د غم جوړ شوې ګورئ! په لر او هم په بر کې ویر دې ټولې ودانې مو ویجاړې شولې په هره شاړه، هر کنډر کې ویر دې زه خو قاتل یم، زه مقتول هم یمه په هره لاره، هر سنګر کې و

28.12.2014 مشتاق رحيم

زمونږ حال!

  تورې ځکمې دښمنانې، زما غرونه دښمنان دي د پردیو څه ګیله ده خپل مې وروڼه دښمنان دي ماله خوب کې ارام نشته نه په ویښه کې سکون دې شوګیرونه مخالف دي او خوبونه دښمنان دي د لیلا سره یې بد شم په فراق مې هم قارجن دي د صحرا دا تورې شګې زما ښارونه دښمنان دي زه پښتون په ځکمه سوزم او اسمان ته لاره نشته سره سکروټه شوله ځکمه اس

28.12.2014 مشتاق رحيم

تیر ایستل شوي شکمن

  د امام په امامت باندې شکمن یو مونږ د پیر په کرامت باندې شکمن یو ښه خبره کې هم چل راته ښکاریږي مونږ د خپل ځان په صفت باندې شکمن یو دوي سودا زمونږ د سر همیشه کړې د مشرانو په وحدت باندې شکمن یو تل مو وینې ددوي تنده ماته کړې د شهیدو شهادت باندې شکمن یو غولولي یو په نوم د وفا هر وخت د خوبانو په الفت باندې شکمن یو د بدلون هر یو خوځښت راته دروغ ښکاري آن سپ

28.12.2014 مشتاق رحيم

شهیدان او نوماندان

شهیدان او نوماندان په ننګرهار کې د نامتو خلکو د مرګ/شهادت نه خبریدل غواړئ نو د سره رود د دوه سرکې نه تر پښتونستان واټ پورې د سرک منځپولې ته ګورئ! د عادت سره سم مې هڅه کوله چې د شهیدانو نوملړ وګورم ترڅو پوه شم چې کوم نوې د ملت خادم او د جهاد سرلارې خو به په حقه لار نه وي روان شوې – دا چې تل پرته له لوست څخه انځورونو ته ګورم نو دا ځلې وار خطا شومه، ولې چې د سرک منځپوله باندې د انځورونه ګڼه ګوڼه بیخي ډیره وه – له ځانه سره مې وویل چې خدایه بیا

02.04.2014 مشتاق رحيم

Comparision of Generations

Comparision of Generations   Some people say, The old is gold But I say do never praise old Old has lost, their charm and gloss Young are going to dominate whole Olds have done their job so well Now let the young to have the hold Oh! Dear old do never be sad We are goin

25.12.2013 مشتاق رحيم

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more