تاریخ بدلول غواړي

په تاریخ کې مو نور څه دي خو جنګونه
هرې خوا نه دي پر مونږه غورځنګونه

لوې لوې سټې راغلې مونږ کړې ماتې
جوړ مو نکړل خپل راپاتې ګړنګونه

دنګ لوې غرونه د تندي په ګوزار مات کړو
خو له تیږو یې بیا نور جوړ کړي محلونه

د تاریخ پاڼي مو سرې دې په سرو وینو
یا قتلیږو یا کوو مونږه قتلونه

دې کیسې ته نور د پاې ټکې پکار دې
ودرول غواړي د وینو سیلابونه

که حالت همداسې پاتې وي نو واورئ
خپل بچي به راکوي بد پیغورونه

لکه تیرو غوندې مونږ به هم ډیر سپک شو
ټیتې سترګې به یو ټول ځوړند سرونه

نو راځئ چې سره یو شو او جنګ بس کړو
ټول به وران کړو د جګړو دا سنګرونه

خو څوک شته چې مې ملګرې لاروې شي؟
چې روان کړو مونږ د سولې لوې رودونه

رحیم غواړي چې راتلونکو ته مثال شو
چې پرې وویاړي راتلونکي ټول نسلونه