یو څو کرښې مې دوه ملګرو یو څو ورځې پخوانۍ فیس بوکي/آن لاین جنګ په رڼا کې لیکلي- دواړه په هیواد د لیونتوب تر بریده مین، د خپل مال او حال نه د افغان دپاره تیر دي خو د اند لاره او لید یې بیل دې- دواړه د وطن خیر غواړي خو لارې او کړنلارې یې بدلې دي خو بیا یو بل ته یې داسې نومونه او پیغورونه ورکړل چې د افغانستان سر سخته دښمن ته ورکول یې هم نه ښاي- سخت خپه شوم، او د خپګان پر مهال مې دا لاندې څو کرښې ولیکلې-

بې اتفاقي

کشران لاس او ګریوان دي، رهبران مو سره وران دي
د ګډې پولې خلک، ټول دوستان مو سره وران دي

دیرې مو شولې ورانې او حجرې مو هدیرې دي
خپلوان لاس او ګریوان شول، ګاونډیان مو سره وران دي

ناپوهو په دې بڼ کې خرمستۍ روانې کړي
چې پوه سره خپه دي عالمان مو سره وران دي

دې کوډو دې سحر نه را وتل راته ګران ښکاري
اوس دم یې اثر نه که چې پیران مو سره وران دي

توده ډوډۍ سړه ده او سړې اوبه مو ګرمې
نفاق وطن ځپلې ټول بچیان مو سره وران دي

د میو په پیاله کې خمار نه شته، مستي نه شته
ته ګوره میکده کې میخواران مو سره وران دي

پښتو غریبې چاسره دا بخت به ستا بدل کړو!
لیکوال سره جنګیږي شاعران مو سره وران دي

نن بیا شوله ثابته چې د ځان مو دښمنان یو
د یو صنم عاشق ټول مینان مو سره وران دي

پښتون اتفاق کړې، وي به تل بې اتفاقه
رحیمه ځکه خوار یو چې مشران مو سره وران دي