د امام په امامت باندې شکمن یو
مونږ د پیر په کرامت باندې شکمن یو
ښه خبره کې هم چل راته ښکاریږي
مونږ د خپل ځان په صفت باندې شکمن یو
دوي سودا زمونږ د سر همیشه کړې
د مشرانو په وحدت باندې شکمن یو
تل مو وینې ددوي تنده ماته کړې
د شهیدو شهادت باندې شکمن یو
غولولي یو په نوم د وفا هر وخت
د خوبانو په الفت باندې شکمن یو
د بدلون هر یو خوځښت راته دروغ ښکاري
آن سپیڅلي بغاوت باندې شکمن یو
که یو څو د کار سړي مو هم راپاسي
د غمخوارو په همت باندې شکمن یو
پخوانیو جفاګانو رحیم مړ کړ
چې د نن ورځې غیرت باندې شکمن یو