یو څو کاله د مخه د اروپا د سفر پر مهال یوه شپه ده یو ډیر هوښیار او تکړه ځوان سره د نیمې شپې په چکر په ښار کې ګرځیدم- د وطن حال مو ژړلو او خپلې بد مرغۍ مو څیړلې- د خبرو پر مهال مې ځوان کلیوال او ملګري رانه پوښتنه وکړه چې څه دلیل دې چې اروپایان د ژوند د ټولو خوندونو څخه برخمن دي او مونږ بیا بدمرغه او وروسته پاتې یو؟ ما پرته له دې چې لږ فکر وکړم، ورته مې وویل چې زما په اند ددوي د پرمختګ لامل د خپل نظام غلامي ده- دې خلکو په خپلو لاسو یو نظام جوړ کړې او بیا یې ورته سر ټیټ کړې- د خپل نظام غلامي یې غوره کړې او له همدې کبله د نورو ټولو نظامونو له غلامۍ خلاص شوي- هیڅ اړتیا نه لري چې بل چا ته سر ټیټ کړي- ددوي په پرتله بیا مونږ نظام لرو، خو سر مو ورته ټیټ کړې نه دې- ځان مو د خپل نظام غلام کړې نه دې او په عقیدوي ډول مو نه دې خپل کړې- نو همدا ده چې د خپل نظام پرته هر بل زور او زرور ته سر ټیټي یو، وروسته پاتي یو او ده یو بل په ستونو مو خولې لګولي دي-
نن مې د مولانا مودودي یوه لنډه لیکنه لوستله، همدا خبره یې داسې تکرار کړې چې واي هر قوم چې ځان ته د ژوندانه اصول لري، هغه اصول خپله عقیده ګرځوي او بیا یې په خپل ژوند کې پلي کوي، نو په نړۍ کې یې واک او ځواک منل کیږي او پرمختګ یې یوزاینۍ لاره وي- دغه لوست راته خپله پخوانۍ خبره را په یاده کړه، او اړ یې ویستلم چې د ماتو ګوډو په لړۍ کې ور ځاې کړم-
اوس هم لا ناوخته نه ده! راځۍ چې د خپل نظام غلامي وکړو او د غلامۍ ټول نور پړي له خپلې غاړې لرې کړو-