ادبی برخه
ویده خلک، وروسته پاتې ملت!
یو ځوان ملګري سره ناست وم- په کمپیوټر د انټرنیټ په نړۍ کې لکه د تل سخت بوخت وو چې ناګهانه یې را غږ کړل، "خبر یې! هندوان مریخ ته وختل!" ما ورته وویل " هغوي پکې روغه یوه شپه تیره کړه، او ته اوس خبریږې او ما خبروې !" ځوان ملګري مې په پړک پړک وخندل او بیرته د هغه کمپیوټري لوبې نمایشي بڼې ته په کتو شو چې هندوستان یې بازار ته د راویستو تابیه نیولې او د بازار موندنې په موخه یې نمایشي بڼه په انټرنیټ خپره کړې ده- مریخ ته تلل ویخ اند او هوډمن خوځښت ته اړتیا لري! مونږ چې یې له خبره یوه و
تخلص
يو وخت یو ملګري راته وویل چې”رحیم“ دې تخلص دې، ما ویل نه، دا مې د کورنۍ نوم دې- بیا یې وپوښتلم چې تخلص دې څه دې، ما ورته وویل چې نه یې لرم- اشنا مې پوښتنه وکړه چې ولې تخلص نه لرې، ما ورته وویل چې ما تراوسه پورې هغه نوم چې مور او پلار راته ټاکلې د هغې حق نه دې ترسره کړې نو تخلص به څنګه ځان ته وټاکم- سړې حیران شو او پوښتنه یې وکړه چې څه مطلب؟ اشنا ته مې وویل چې مور او پلار راباندې مشتاق محمد یعني د محمد (ص) مینه وال نوم ایښې دې او دا نوم یې راته زما په اند ځکه غوره کړې چې د
د قول او فعل تضاد
یو کس پیژنم، خپله د ښکلیلاګرو سره په افغانستان کې سنګر کې پروت دې او معیوبه زوې یې لږه موده کیږي په قاچاقي ډول لندن ته ولیږه، زوې یې هلته د دولت د مخالفینو څخه د ویرې په پلمه سیاسي پناه غوښتې ده- یو بل دې، زوې یې په کابل کې یوه نړیواله موسسه کې کار کوي، پلار یې درګرده د دولت د مخالفینو له صفونو څخه د حکومت او ورسره کارکونکو پرضد تبلیغ کوي، د دولت د پرځولو پلانونه او ستراتیژیانې جوړوي- یو بل کس مو په کلي کې اوسیږي، په جومات کې ترې ټول خلک په عذاب د
مشاور نه يې!
تیرو څه دپاڅه لسو کلونو کې په افغانستان کې ډیرې نوې اصطلاح ګانې منځته راغلې- ترجمان، سوپروایزر، منیجر، ډګروال او مشاور- ددغه نومونو زوکړې ده ځانه سره ډیرې ټوکې هم زمونږ ټولنې ته ورکړې چې یوه یې زه درسره د مشاور په اړه شریکومه- واي کوم مشاور صیب د افغانستان له کومې دشتې څخه تیریده چې کوم کوچې یې د خپلې لوې رمې سره په لاره ولید- مشاور صیب کوچې څنګ ته ورغې او ورته یې وویل چې که د رمې کره شمیره دې درته دروښایم نو یو پسه به راته په بدل کې راکړې؟ کوچي ورته وویل چې هو سمه ده، که دا کار
ټولنیز منافقاتونه
هڅې کله مو د خپلې ټولنې منافقتونو ته پام شوې دې؟ نږدې هر کار کې مو منافقت له ورایه ښکاري- ډیر وار مې لیدلي چې د بریښنا د پیسو د ورکړې په کتار کې ولاړ نارینه به ښځینه وو ته د درناوي په پلمه پرته له کتار تګ او د کار خلاصولو اجازه ورکړي، خو د کتار نه د تیریدو پر مهال به یې مخ، اننګي، سترګې، باڼه او که مخ یې پټ وي نو پوندې او پینسې څاري او شننې به پرې کوي- ډیر پیژنم چې خپلې میرمنې ته به په لار کې په وار وار واي چې ټیکرې سم که، چادري دې ښکته کړه، مخ دې پټ کړه، خو خپله
بس، بس نور بس!
ډیر به مو بس بي بي، بس مینه، بس ګله او بسیره نومونه اوریدلي وي- که دا مو نه وي اوریدلي نو بسوګۍ خو ټولو ته معلومه ده- ما هم دا او دې ته ورته نور نومونه ډیر اوریدلي وو خو کله مې پرې فکر نه وو کړې چې ددغه ډول نومونو دایښودلو موخه به څه وي- لږه موده وړاندې راته څرګنده شوه چې دغه ډول نومونه په هغو ماشومو انجونو ایښودل کیږي چې ترې مخکې ډیرې خویندې مشرانې پیدا وي او دغه ډول نومونه ایښودل د اولاد ورکونکي ته یو پیغام وي چې نورې مو جینکۍ بس دي او ته یې هم بس کړه! خو بیا زامنو دپاره بس خان ا
او بچه قمندان!
یو څو کاله دمخه د خپلې دندې اړونده سفرونو په ترڅ کې به مې د پنجشیر ښکلي ولایت ته تګ راتګ کولو- یو وار د شتل په ښکلې دره ګۍ برابر شومه- د سفر په اوږدو کې راسره یو د پولیسو مشر او بل یې هم سرباز د ملګرتیا دپاره د ولایت له مرکزه لیږل شوي وو- د خپل کار په لړ کې د ولسوالۍ په یو کلي کې خپلو پولیسو ملګرو سره پلي شوم ولې چې له دغه ځایه نور موټر مخکې نه شو تلې- د لار په اوږدو کې په یوه سیمه کې سرباز په خپل افسر په خپل ځانګړي پنجشیري ګړدود غږ وکړ: ”او بچه قمندان، اینجا یک چند د
د نظام غلامي
یو څو کاله د مخه د اروپا د سفر پر مهال یوه شپه ده یو ډیر هوښیار او تکړه ځوان سره د نیمې شپې په چکر په ښار کې ګرځیدم- د وطن حال مو ژړلو او خپلې بد مرغۍ مو څیړلې- د خبرو پر مهال مې ځوان کلیوال او ملګري رانه پوښتنه وکړه چې څه دلیل دې چې اروپایان د ژوند د ټولو خوندونو څخه برخمن دي او مونږ بیا بدمرغه او وروسته پاتې یو؟ ما پرته له دې چې لږ فکر وکړم، ورته مې وویل چې زما په اند ددوي د پرمختګ لامل د خپل نظام غلامي ده- دې خلکو په خپلو لاسو یو نظام جوړ کړې او بیا یې ورته سر ټیټ کړ
ماتې ګوډې-لړۍ
ماتې ګوډې-لړۍ قام پالنه او تعصب د خپل ځان سره، د خپل کور، کهول، خیل او قام سره مینه د انسان د طبیعت برخه ده- هغه خبره چې په مورنۍ ژبه کیدې شي، د نړۍ په بله یوه ژبه کې هم نه شي کیدې- دوعا، خیرې، مینه او کنځل ټول په طبعي ډول په خپله ژبه د سړي له خولې راوځي- هر چا باندې خپل ورور له تره زویه، او د تره زوې د ګاونډي له زویه ډیر ګران وي خو ګاونډې بیا د لاروي نه نژدې دې- دا نو څه دي؟ مینه ده! د خپل ځان سره مینه، د خپل خیل سره مینه او د خپل
شهیدان او نوماندان
شهیدان او نوماندان په ننګرهار کې د نامتو خلکو د مرګ/شهادت نه خبریدل غواړئ نو د سره رود د دوه سرکې نه تر پښتونستان واټ پورې د سرک منځپولې ته ګورئ! د عادت سره سم مې هڅه کوله چې د شهیدانو نوملړ وګورم ترڅو پوه شم چې کوم نوې د ملت خادم او د جهاد سرلارې خو به په حقه لار نه وي روان شوې – دا چې تل پرته له لوست څخه انځورونو ته ګورم نو دا ځلې وار خطا شومه، ولې چې د سرک منځپوله باندې د انځورونه ګڼه ګوڼه بیخي ډیره وه – له ځانه سره مې وویل چې خدایه بیا
د ملالې یوسفزۍ سره زما (خیالي) خبرې
دا لیکنه ددې څخه وړاندې زما د فیس بوک په پاڼه خپره شوې ده : د ملالې یوسفزۍ سره زما (خیالي) خبرې (د ماسښوتن د مانځه پر مهال ، په سترګو کې اوښکو د بهیر په لړ کې) ملالې! بچو، ولې! څه وشو لالا جانه، وې ویشتمه! تکړه تکړه بریتورو ځوانانو وویشتمه! هغه د خوشحال بابا زامنو! نه نه! دوي خو ریښتیا خوشحال او د رحمان زامن نه دي! ریښتیا، هو اوس مې را په یا
د اروپا یاداشتونه !دریمه برخه
د اروپا یاداشتونه !دریمه برخه یوه څو اونۍ دمخه مې اروپا ته یو سفر درلود چې دهغې به لړ کې مې د هالینډ بیلا بیل ښارونه ، د لندن ښار او په پاې کې له بیلجیم څخه لیدنه وکړه ـ اګر چې ددې سفر څخه د مخه مې هم د نړۍ لویدیځې خوا سفرونو کړي ول خو ددغه سفر په بهیر کې مې لږ ځان اروپاي ټولنې ته ډیر ځیر کړ او ددغه ځیرتیا په لړ کې مې یو څه یاداشتونه لیکلي ـ یو شمیر ملګرو راته د سفر په بهیر کې ویلي ول چې
د اروپا یاداشتونه !دویمه برخه
دوه اونۍ دمخه مې اروپا ته یو سفر درلود چې دهغې به لړ کې مې د هالینډ بیلا بیل ښارونه ، د لندن ښار او په پاې کې له بیلجیم څخه لیدنه وکړه ـ اګر چې ددې سفر څخه د مخه مې هم د نړۍ لویدیځې خوا سفرونو کړي ول خو ددغه سفر په بهیر کې مې لږ ځان اروپاي ټولنې ته ډیر ځیر کړ او ددغه ځیرتیا په لړ کې مې یو څه یاداشتونه لیکلي ـ یو شمیر ملګرو راته د سفر په بهیر کې ویلي ول چې که چیرې د سفر په اړوند کومه لیکنه وکړم نو هرو مرو دې ورسره شریکه کړم ـ دا چې لیکنه مې کړې ده ، ومې غ
د اروپا یاداشتونه-لومړۍ برخه
د اروپا یاداشتونه-لومړۍ برخه یوه اونۍ دمخه مې اروپا ته یو سفر درلود چې دهغې به لړ کې مې د هالینډ بیلا بیل ښارونه ، د لندن ښار او په پاې کې له بیلجیم څخه لیدنه وکړه ـ اګر چې ددې سفر څخه د مخه مې هم د نړۍ لویدیځې خوا سفرونو کړي ول خو دا وار مې لږ ځان اروپاي ټولنې ته ډیر ځیر کړ او ددغه ځیرتیا په لړ کې مې یو څه یاداشتونه لیکلي ـ یو شمیر ملګرو راته د سفر په بهیر کې ویلي ول چې که چیرې د اروپا په اړ
التجا
خلك واي چې تيارو پسې رڼا ده د سپرلي راتله خزان پسې ريښتيا ده خوزمونږ په چم كې دا خبرې دروغ دي دلته تل د تورو شپو مسته نڅا ده يو د بل په وينو شپې تيروي دلته دا د تورو بلاګانويوكلا ده
طنز:آغا صاحب ولويد!
آغا صاحب ولويد! (د سترګو لیدلی حال) يو څو ورځې د مخه د هرات په هواي ډګر كې د خلكو په يو داسې قطار كې ولاړ وم چې زما تر څنګ نور ډير ځوانان، ماشومان او سپين ږيري هم پكې وو. دغه قطار د مسافرو الوتكې ته د ښتلو دپاره د پوليسو د يو افسر لخوا د هغه ور مخې ته چې د الوتكې د ځغاست لارې يا رن وې پر لورې خلاسيده جوړ كړې شوې وو – ددغه ور مخې ته د كومې مرستندويه مؤسسې لخوا چوكۍ هم ايښودل شوي وې چې د و