تیرو څه دپاڅه لسو کلونو کې په افغانستان کې ډیرې نوې اصطلاح ګانې منځته راغلې- ترجمان، سوپروایزر، منیجر، ډګروال او مشاور- ددغه نومونو زوکړې ده ځانه سره ډیرې ټوکې هم زمونږ ټولنې ته ورکړې چې یوه یې زه درسره د مشاور په اړه شریکومه-

واي کوم مشاور صیب د افغانستان له کومې دشتې څخه تیریده چې کوم کوچې یې د خپلې  لوې رمې سره په لاره ولید- مشاور صیب کوچې څنګ ته ورغې او ورته یې وویل چې که د رمې کره شمیره دې درته دروښایم نو یو پسه به راته په بدل کې راکړې؟ کوچي ورته وویل چې هو سمه ده، که دا کار وکړې نو یوه پسه دې شو-

مشاور چې د میږې واوریدل، چټک ځواب یې ورکړ چې 120 میږې او پسوان دي – دا چې شمیر یې سم ښودلې وو نو کوچې اړ وو چې یوه میږه دغه سړي ته ورکړي- د میږې د ورکړې پرمهال یې ترې وپښتل چې” مشره، مشاور نه یې؟“ – سړې حیران پاتې شو چې کوچې څه پوه شو چې دې مشاور دې- له کوچي یې پښتنه وکړه چې څه پوه شوې چې زه مشاور یمه-

کوچي ورته وویل: دا چې هغه څه باندې چې له مخه خبر وم، راته دې نویو معلوماتو او مشورې په توګه راته راکړل او دویم دا چې د پسه پر ځاې مې درته سپې درکړ او تا ونه پیژند او سپې دې د پسه په توګه واخیست، زه پوه شوم چې هرو مرو مشاور یې!

هسې ډیره ټوکه خو هم نه ده، که څنګه!