یو ځوان ملګري سره ناست وم- په کمپیوټر د انټرنیټ په نړۍ کې لکه د تل سخت بوخت وو چې ناګهانه یې را غږ کړل، "خبر یې! هندوان مریخ ته وختل!" ما ورته وویل " هغوي پکې روغه یوه شپه تیره کړه، او ته اوس خبریږې او ما خبروې !"
ځوان ملګري مې په پړک پړک وخندل او بیرته د هغه کمپیوټري لوبې نمایشي بڼې ته په کتو شو چې هندوستان یې بازار ته د راویستو تابیه نیولې او د بازار موندنې په موخه یې نمایشي بڼه په انټرنیټ خپره کړې ده-
مریخ ته تلل ویخ اند او هوډمن خوځښت ته اړتیا لري! مونږ چې یې له خبره یوه ورځ وروسته خبریږو نو په ختو کې به یې څومره وروسته یو!
29.01.2015
- مشتاق رحيم
يو وخت یو ملګري راته وویل چې”رحیم“ دې تخلص دې، ما ویل نه، دا مې د کورنۍ نوم دې- بیا یې وپوښتلم چې تخلص دې څه دې، ما ورته وویل چې نه یې لرم- اشنا مې پوښتنه وکړه چې ولې تخلص نه لرې، ما ورته وویل چې ما تراوسه پورې هغه نوم چې مور او پلار راته ټاکلې د هغې حق نه دې ترسره کړې نو تخلص به څنګه ځان ته وټاکم- سړې حیران شو او پوښتنه یې وکړه چې څه مطلب؟
اشنا ته مې وویل چې مور او پلار راباندې مشتاق محمد یعني د محمد (ص) مینه وال نوم ایښې دې او دا نوم یې راته زما په اند ځکه غوره کړې چې د...
31.12.2009
- جلال آشنا
جيمېل ته د خپلې خوښې رنګ وركړئ
په جيمېل كې دبرېښناليك دګڼوخاوندانوداهيله وه ، چې دخ...