جيمېل ته د خپلې خوښې رنګ وركړئ

په جيمېل كې دبرېښناليك دګڼوخاوندانوداهيله وه ، چې دخپل برېښناليك رنګ په خپل زړه جوړ اوبدلون ورته وركړي خوهغه مهال يې امكانات نه ليدل كېده .خو اوسمهال دجيمېل ادارې ددې امكانات هم دخلكوپه واك وركړي دي.

ددې لپاره ، چې څنګه اوڅه ډول په جيمېل كې دبرېښناليك پاڼه په ښكلورنګونو سينګار كړو اړيودبرېښناليك دپاڼې په ښي اړخ كې پر Setting  كلېك وكړو اوپرThemes  زور كوو، چې ورسره جوخت د Choose your own colors پاڼه رامخ ته كېږي .په دې پاڼه هم كلېك كووبله پاڼه رامخ ته كېږي اود Pop Up له لارې دنوموړې پاڼې رنګ اړولى شو.

كه دپاڼې له ادلون بدلون څخه خوښ ښكاره نه شو يانې رنګ موبياهم خوښ نه شو كولاى شو د Reset له كلېك كولو وروسته خپل لومړي حالت ته ور ورګرځو.