په زړه پورې معلومات
په نړۍ كې دمالګې لوړغردمكزيك دسواحلوپه شمالي برخوكې موقعيت لري اوكابو۱۱۶۰كيلومتره طول او ۳۳۰ متره ترځمكې لاندې قرار لري .
په نړۍ كې ديخ ترټولو لويه ټوټه ، چې ديوه غره بڼه يې غوره كړې اوپه جنوبي قطب كې شتون لري كابو۳۱۰۰۰ كيلومترمربع څخه يې مساحت ډېره اټكل شوى دى . طول يې ۳۳۵ اوعرض يې ۵۷ كيلومتره ښودل شوى دى .اوپه دې ترتيب سره ويل شوي دي ، چې دنوموړي يخ مساحت دبلژيك هېوادله مساحت څخه ډېردى.
په نړۍ كې ترټولو لوى غار دساراواك په نوم دى ، چې دلوبانګ نازيب باګوس په ګانونګ موساژوا ك نومي پارك كې موقعيت لري اوپه كال ۱۹۸۰ عيسوي كال كې كشف شو . دنوموړي غار اوږدوالى ۷۰۰ او لنډوالى يې ۳۰۰ متره اولوړ والى يې په هره نقطه كې له ۷۰ متروڅخه لږندى.
په كال ۱۹۸۱ كې د اګست پر۲۹ مه پخواني شوري اتحاد دټولې نړۍ په كچه كابو۳۵۳۷۱ فوټه څاه وكيندله اودځمكې له سرڅخه ۲۲۰۰۰ لاندې يې دحيواناتواو نباتاتوپاتې شوني كشف كړل.
ويل كېږي ، چې اوسمهال داطلس اقيانوس اوپه ځانګړي ډول جنوبي اطلس او همدارنګه دهنداقيانوس په لويوالي پيل كړى دى .ورسره جوخت آرام سمندرپراخوالى ورځ تربلې كمېږي. آستراليا دشمال ختيځ لوري ته انحراف كوي اوداسې انګېرل كېږي ، چې ښايي داسيادلويې وچې په څنګ كې ځاى ونيسي . دختيځې امريكاځينې برخې د رفتي له درې څخه جلا اوشمال ختيځ لوري ته حركت كوي .همدارنګه دمديترانې بحيره په تدريجي ډول سره كمېږي اودګاسكوني خليج ښايي بېخي وتړل شي .
دغه راز دكالفورنياهغه برخې ،چې دګسل سن آندرساس په لوديځ كې موقعيت لري دامريكاله لويې وچې جلااودشمال په لوري درومي .اوهمدارنګه د لس مېليونه كلونو په ترڅ كې ښايي لاس انجلس له سانفرانسسكوسره وتړل شي اود۶۰ مېليونوكلونوپه بهيركې به آلاسكاپورې ورسېږي.
ويل كېږي ، چې په نړۍ كې ترټولوداوبوعريض ځړوبى دلاوس هېوادپه خن Khone نومى ځاى كې دى ، چې په خپل وارسره يې عرض كابو۱۰،۸ كيلومتره او لوړوالى يې د ۱۵ او ۲۱ متروپورې دى . ويل كېږي ، چې له نوموړي ځړوبي څخه ۴۲۵۰۰ مترمكعبه اوبه په يوه ثانيه كې تېرېږي.
ويل كېږي ، چې هركال كابو۵۰۰۰۰۰ كيلومترمكعبه اوبه په بخاربدلېږي او اتوموسفيرته پورته كېږي . له دې حملې څخه ۸۶ سلوكې له سمندراوبحرڅخه او۱۴ په سلوكې دځمكې له وچې سطحې څخه په بخاربدلېږي .بايدوويل شي ، چې نوموړى بخاربېرته په اوبواوړي اودباران په بڼه ځمكې ته راتويږي.