دنوح عليه السلام دكښتۍ ټوټې
ويل كېږي ، چې دنړيوالې جګړې پرمهال يوه روسي هواپېژندونكي ديوڅېړنيزپروازپه ترڅ كې ديوې كښتۍ ټوټې وموندې . پرنوموړوټوټويې ژوره څېړنه وكړه اوڅرګنده شوه ،چې په ارمنستان كې دنوح عليه السلام دكښتۍ ټوټې نوموړي ته لاس ته ورغلي دي .
دغه راز هغه مهال ، چې روسي آثارپېژندونكي دقاف په دښته كې ديوژورځاى په څېړنه بوخت ؤ دكښتۍ ټوټې يې وموندلې اوترڅېړنو وروسته څرګنده شوه ، چې دنوح عليه السلام دكښتۍ ټوټې وې .
همدارنګه يې پردغه ځاى ددويم ځل لپاره پلټنې پيل كړې اونورې ټوټې يې وموندې .پردغو ټوټوډول ډول نقاشۍ اوليكنې شوې وې . ويل كېږي ، چې دغه ټوټې اوسمهال هم دروسې په موزيم كې ساتل شوي دي اوګڼ شمېرليدونكي ترې ليدنه كوي .
له دې څخه وروسته دروسې هېواد داووتنوشوروي او چينايي آثارپېژندونكويوه ډله پردې وګمارله ترڅونوموړى ځاى نورهم وپلټي . هغوى تر آتومياشتوڅېړنو اوپلټنو وروسته داسې ګزارش وركړ.
1. دغه ټوټې دنوح عليه السلام دكښتۍ دي .
2. پردغوټوټوكښل شوي ليكونه پرساماني يا سامي ژبه وو اوله دې څخه په ډاګه څرګندېږي ، چې دسام بن نوح عليه السلام پورې تړاو لري.
3. پرنوموړو ټوټودليكلوكلموماناپه دې ډول ده (( اې زما ربه (ج) له ماسره ددغه پاك اوسپېڅلي نفوس (پارقليطامئدمئد ، ايليا ، طيطه ، شبر وشبيراو هغه ، چې ټول لويان اودعزت خاوندان دي دهغوپه خاطر)) په خپل رحمت او كرامت كې ملګرى اوسه . يوازې ته يې ، چې ما مستقيمې لارې ته سمولاى شې
ځينې كارپوهان پورته پنځه يادشوي نومونه په ترتيب سره دحضرت رسول اكر(ص) ، علي (رض) ، فاطمې بي بي ، حسن (ع) اوحسين (ع) نومونه ګڼي .