دحضرت عزرائيل عليه السلام زړه سوى
دحضرت نبي كريم (ص) زيارت ته يوه ورځ عزرائيل عليه السلام راغى دنوروخبرو ترڅنګ نبي (ص) ترې وپوښتل : اې وروره ! له څوزره كاله راپه دېخوا درته دنده دركړل شوې ده ، چې دانسانان ژوندواخلې آيا تراوسمهاله دې دځنكدن پرمهال پركوم كس زړه ندى سوى .عزرائيل عليه السلام وويل تراواسه پورې مې يوازې پردوه نفرو زړه سوى دى .
1. يوه ورځ يوسمندر طوفاني شواوپه يوه كښتۍ كې ټول سپاره وګړي په اوبوكې غرق شول . يوازې يوه اميدواره ښځه دكښتۍ له يوې ټوټې پورې نښتې وه اودسمندر آراموڅپوغاړې لوري ته يوړه او وژغورل شوه . دنوموړې زوى وشو زه همداګړۍ پردنده وګمارل شوم ترڅودنوموړې ښځې په همدې وخت كې دهغې ساه واخلم . خپله دنده مې ترسره كړه خوزمازړه په نوي زېږېدلي ماشوم وسوځېد.
2. هغه مهال ، چې شداد بن عاد له كلونو كلونو خوارۍ ديوه بې ساري بڼ پرجوړلوبوخت ؤ اوغوښتل يې يوداسې بڼ جوړكړي ترڅويې سارى په نړۍ كې ترسترګونه شي .دنوموړي هڅې بريالۍ شوې اوهمداسې ديوه بڼ خاوندشو.نوموړى يوه ورځ دخپل بڼ دليدواومنظرې په خاطرپه خپل آس سپورشواوبڼ ته ورغى كله ، چې بڼ ته ورسېداوله خپل آس څخه ښكته كېده په داسې حال كې ، چې له آس نه ښكته شوى وه او يوازې يوه پښه يې دآس په ركاب كې پاتې دامهال ماته خپل رب امر وكړ ترڅودهغه ژوند واخلم نوزماپه هغه ډېرزړه بدشو په داسې حال كې ، چې هغه له كلو راهيسې ديوه ښكلي بڼ آرمان درلود اودجوړېدو وروسته يې ليدل اوپه هغه كې منظره په نصيب نه شوه .
ويل كېږي ، چې همداګړۍ حضرت جبرائيل عليه السلام دالله (ج) پيغمبرته را ورسېد او ورته ويې ويل اې محمده (ص) ! الله (ج) درته سلام وايي او فرمايي: زماپه خپل عظمت اولويي قسم شداد بن عاد هغه كوچينى وه ، چې هغه مې له هغه زړه بوږنوونكي طوفان څخه وژغوره اوبې موره مې وساته اوپوره پالنه يې وشوه او آن ترپاچاهۍ پورې مې ورساوه . خوزماپرنعمتونويې شكر ونه يوست اوقانع نه شويوازې ځان غوښتونكى وه . كبراو غروريې عادت وګرځېدل اوهغه وه ، چې زما هم سخت عذاب پرې نازل شو. داددې لپاره ترڅونور وپوهېږي ، چې زه څنګه كافرانوته وخت وركوم مګرپرېښودونكى يې نه يم .
ژباړه : جلال آشنا