د عبدالقديم وياړ لخوا خپرې شوې لیکنې
بخښونکې ونه
ژباړه : وياړ پخوا زمانوکې له کلي هاخوا خورا لرې د مڼې يوه ونه ولاړه وه. يوکوچنی هلک به هره ورځ ورته اوهلته به يې لوبې کولې.دونې له پاڼو نه به يې ځان ته خولۍ جوړوله په ښاخونوکې به يې ځان را ځوړنداوه او ټال به يې خوړ.له ونې نه به يې مڼې خوړې او کله چې به له لوبو ستړی شو نوبيابه د ونې ترسيوري لاندې کيناسته. ونه پرماشوم هلک ګرانه وه ، هلک هم پرونې ډيرګران و.ونه له دغه حاله ډيره خوشحاله وه.
باانصافه غل
ژباړن:عبدالقديم وياړ يوه ورځ ماښام مهالې يوڅو ځوانان سره په يوځاي راټول وو له مخې څخه يې يوسړی تيرشو چې د پيسو يوه غوټه ورسره وه د ځوانانو له منځه يوه يې وويل :نر مې بولئ چې ددې سړي دغه ټولې پيسې درته راوړم ؟ ملګرويې وخندل او ويې ويل :نه بابا له ژوندي اوويښ سړي نه څنګه پيسې راوړلاي شې ، کيداي شي چې داسړی پرتا زرور وي او له ځان سره وسله هم ولري.ځوان په سړي پسې شو تياره شيبه په شيبه لاپسې زياتيده.سړی مخکې او ځوان پټ پټ ورپسې روان و.سړی کورته ورسيد،کورته په ننوت
iاوu
وياړ abc مې ليکله سرترپايه څوڅوځله له سره بيابيا هغې کله زما ګوتو کله دکمپيوټر صفحې ته کتل راته يې په خندا کې ويل ټول توري دې سم ليکلي خو يوتوری درنه هير دی د i توری نشته ورته ومې ويل په Iپسې مه ګرځه ځکه چې i له U نه ځارشوی د1388لمريزکال د تلې اتمه
پوښتنه
وياړ ريښتيا وايه کله دې په ځان مينه راغلې؟ کله دې هينداره کې داسې کتلي دي لکه زه چې دې ګورمه په وږي نظر هره ورځ ريښتيا وايه: کله دې په ځان مينه راغلې ده؟ که ځواب دې هو وي نو ما ملامتوې ولې؟ که ځواب دې نه وي نو دومره بې احساسه يې ولې؟ د 1388لمريزکال دلړم دولسمه کابل وزير محمد اکبرخان مينه
باران
وياړ نن بيا باران وريږي نن بيا داسمان ټنډه تروه ده نن بيا دکابل لارو سړکونوکې خټي اوچيکړې دسړې پښې نيسي نن بيا باران وريږي نن بيا باران ستاسو دسيمې دسړک خواته ونې لمبولي پاکې نن بيا باران ستاسو دسيمې پوخ سړک له خاورو دوړو پاک وينځلی خو کله به هم داسې باران ونشي چې ستا يادونه زما له زړه ووينځي له مخې د 1388لمريز کال دلړم شپږمه وزير محمد اکبرخان
يوه مياشت مسلماني
وياړ روژه ده زمونږ ددفتر ترټولو ورانې جينې هم دحجاب ټيکری جوړکړی خندا مې زمونږ پريوه مياشت مسلمانۍ راغله د رحمان هغه وينا راياده شوله هغه ښه ويلې: د مکي په بزرګۍ کې هيڅ شک نشته ولې خر به حاجي نشي په طواف د1388لمرېزکال د وږي 26مه وزيرمحمد اکبرخان مينه- کابل
ژوند
وياړ ژوند لکه يوکتاب دی هره پاڼه يې يوځانګړی رنګ لري هررنګ يې يوه ځانګړې موضوع لري هره موضوع يې يوځانګړی خوند لري که دې کومه پاڼه نه وي خوښه خپلې ګوتې غښتلې کړه کوښښ وکړه چې هغه واړوې دهغې يوې پاڼې لپاره ټول کتاب اور ته مه اچوه د1388لمريزکال د وږي 23مه وزيرمحمداکبرخان مينه - کابل
بل ژوند
وياړ فال مې کوته په يوه هيندو فالي خبرې يې راته د اميد کولې ويل يې ته بری مومې ستا به ټول ارمانونه شي پوره زما سترګو کې ستا سترګې راوګرځېدې لکه نن لکه پرون ترې ومې پوښتل : هغه سترګې به بيا کله په سترګو وينم؟ ويل يې : هو کې هغه به ستا شي هغه سترګې به هرسبا او بيګا ستا دسترګو معبد وي هغ
چينه
وياړ يوه چينه له بره دځلانده شګو له چمه دکاڼو او کمرو دخاموشۍ له دنيا اوبه يې بهانده مستې اوخوشاله ګامونه يې سرګردانه ځان رسول غواړي دشنه ځنګله دشنو ونو شنه سيوري لاندې دمه کيدو ته دځنګله زړه يخيدوته د دنګو ونو دشنی ځوانۍ قدموته دمرغانو دسندريزکلي ټپوته لا يې ځان ته پام شوی نه وي لاپه خپل ځان خبرې نه وي
ټوکې
وياړ زماپوښتنې ټولې ټوکې ستا ځوابونه هم ټوکې ټوکې مروريدل هم ټوکې ټوکې پخلاکول هم ټوکې ټوکې خو ټوکه څه ده؟ دزړه خبري ته اسانه لار که ته ورته بل څه وايي؟ د1387کال دکب مياشتې 5مه وزيرمحمد اکبرخان مينه-لمرټلويزون
وخت
وياړ نن ورځ چې ولاړه شي بيا نه راګرځي ددې ورځې په ارزښت پوه شه دسبا په تمه ډيره مه اوسه زمونږژوند همدانن دی له سبا نه خداي خبر داځکه درته وايم چې نن ورځ له پرون اوسبانه ښه ده زه او ته سره يوځاي يو يو بل ته مخامخ يو خو يوبل ته دزړه حال ويلاي نه شو يوه ورځ به داسې راشي چې يوازې به زما کتاب ستا په لاس کې وي مابه دريا دوي
يوڅوخبرې
وياړ يوچا يوچاته يوڅو د رازخبرې وکړې په پټه يوڅوکسان يې له يوڅوخبروخبر شول يو څوکسانو يې يوڅو خبرې وساتلې يو څوو نورو يې يوڅو خبرې يوڅو نوروته وکړې هغه يوڅوشيبې غلی خپه کيناست يوڅو غمونو يې په زړه چړې تيرې کړې هغې يوڅو اسويلي وکښل يوڅو اوښکې يې تويې کړلې يو څو شيبې چوپه وه په يوڅو سلګيو کې يې وويل: اوس ښه شو
اجل
وياړ له مرګه نه ويريږم شهادت مې خوښ دی که مې اجل ستا له سترګو وي بيا خو نورعلی نور ويره مې داده چې زما پرمزاربه څوک توغ ودروي که دا کاروشو نو سره او شنه دسمالونه به پرې څوک تړي توخوښارۍ يې زمونږکلی ډير لرې دی د1388لمريزکال دغوايي 18مه کابل
ستازړه
عبدالقديم وياړ ته به هڅه وکړې چې له کلک زړه نه دې زمامينه وباسې خو اوريدلي مې دي چې دکاڼي کرښې په اسانه نه ورانيږي د1388کال دغوايي 16مه وزيرمحمداکبرخان مينه
دعا
عبدالقديم وياړ مورراته دعاوکړه ويلې زويه خداي دې ترمخې رڼاکړه چې له کوره رابهرشوم مخې ته مې ته راغلې دمور دعا مې په غوږوکې انګازې شوې زړه کې مې وويل خدايه د مور دعا قبليږي څومره ژر خوحيران ځکه يم چې مورخو راته دعا کې دا نه وو ويلي چې خداي دې رڼا درته په غوسه کړي د 1388لمريزکال د وري31مهدوشنبه وزيرمحمد اکبرخان مينه
سيند
عبدالقديم وياړ زه دسيند پرغاړه پريوه کمره ولاړ سيند ګامونه وهي داسې لکه له خوښۍ چې څوک ټوپونه وهي سيند دچاله شوخ نظرنه خوند اخيستی سيند ته چادزړه خبرکړې ده سيند دلمرروڼ تصوير په زړه کې ساتي سيند هريو سپين کمر ته غيږ ورکوي سيند دزړه له اخلاصه سندرې وايي سيند څوک نه ملامتوي سيند ته څوک ليونی نه وايي سيند دزړه ټول بړاس په سندرو باسي زما دسيند همدا رندي خوښه ده زه دسيند پر غاړه له لمانځه وروسته
کوچۍ
عبدالقديم وياړ درخو دعا وکړه چې باران وشي ښه په زوره زورور باران دومره زورور چې د ډاګ له لمنې ستا سو کيږدۍ يوسي ټولې چي پلاردې مجبورشي زمونږپه کلا کې يوه کوټه وغواړي جمعه د1387لمريزکال وروستۍ ورځ لمرټلويزون
دروغ
عبدالقديم وياړ زما له سياست سره نه لګيږي ډيرترې ستړی يمه خو څه وکړم کارمې سياسي دی بياهم ورسره ګوزاره کومه پرون راته ديو وزارت وياند ويل: ((مونږ دروغ وايواوتاسو هم دروغ خپروئ)) بيامې هم مخې ته يو سياسي خبر پروت دی هلته په مخامخ ټلويزون کې يو سندرغاړی په سوز اوساز يوه سندره د زړه له اخلاصه وايي پکې خوشال ښکاري لکه چې دروغ يې هيڅ نه وي زده لکه چې په سياست نه پوهيږي جمعه د138
مرورې
عبدالقديم وياړ مرورې ته چې ځې دومره خو وګوره چې يوڅوک به ستا له اوښکو ډکو خوږو سترګو ته کاته غواړي مرورې تاډير اسانه دتلو خبره وکړه خو ګوره مرورې ستا داوښکو دهر څاڅکي غوندې زما زړه به زرې زرې وي درپسې مرورې حالات له مونږه همداغواړي چې هرڅ
فال
عبدالقديم وياړ فاليان ټول دروغ واييزه په فال باور نه لرمځکه چې فاليان په ډيروښوو خبروکېيوه نيمه کږه کوي خوزما خوارنصيب ټول کوږ دی يکشنبه1387کال دکب مياشتې يوولسمه