ژباړن:عبدالقديم وياړ
يوه ورځ ماښام مهالې يوڅو ځوانان سره په يوځاي راټول وو له مخې څخه يې يوسړی تيرشو چې د پيسو يوه غوټه ورسره وه د ځوانانو له منځه يوه يې وويل :نر مې بولئ چې ددې سړي دغه ټولې پيسې درته راوړم ؟ ملګرويې وخندل او ويې ويل :نه بابا له ژوندي اوويښ سړي نه څنګه پيسې راوړلاي شې ، کيداي شي چې داسړی پرتا زرور وي او له ځان سره وسله هم ولري.ځوان په سړي پسې شو تياره شيبه په شيبه لاپسې زياتيده.سړی مخکې او ځوان پټ پټ ورپسې روان و.سړی کورته ورسيد،کورته په ننوتوسره ځوان هم په سړي پسې کورته ننووت اودکورپه يوه تياره ګوټ کې پټ شو.سړي پيسې د بيستروپرسرکيښودې او خپلې مينځې ته يې غږکړچې د اوداسه اوبه ورته تيارې کړي .ځوان له وخت نه په ګټې اخيستوسره پيسې راواخيستې او وتښتيد.کله چې خپلو ملګروته ور ورسيده ټول ورته حيران شول. يوه ملګري يې ورته وويل:تاپه ريښتياسره غټ زړه وکړخو داځوني اونارينتوب نه دی ځکه چې ستا په دې کارسره به دکورخاوندپرخپلې مينځې شک وکړي اوهغه خوارکۍ به ډيره وځوروي.ځوان له ځان سره فکر وکړ او وويل:داخو ريښتياهم ښه کار ونشو بيرته په منډومنډو دسړي کورته ورغی وريې ور وټاکوه کله چې سړی راووت نو ځوان ورته وويل: اوبښی دادپيسو غوټه ستاسو ده .سړي وويل هوهو دازما ده داچيرته وه؟غله وويل :زه دپلانکي پلورنځي مزدور يم تاسوخپله دپيسو غوټه هلته زمونږپه پلورنځي کې پريښې وه ،دپلورنځي خاوند راته وويل چې ستاسو امانت بايد درته ورسوم .سړی ډيرخوشاله شو،غله ورته وويل: ددې لپاره چې زه دپلورنځي خاوند ته ډاډ وکړم چې ستاسو پيسې مې درته سپارلي نوبايد تاسو ماته يوليکلی کاغذ راکړئ چې بيايې زه هغه ته وښيم.سړي وويل:داخو ډيره ښه اوپخه خبره ده زه به دااوس کاغذ او قلم راوړم اوتاته به خط درکړم، سړی چې څنګه کورته ننوت ځوان په منډو شو او وتښتيده . بيرته خپلو ملګروته ورغی او و يې وويل:اوموليدل چې هم مې پيسې راوړې اوهم مې منيځه له بلا خلاصه کړه.