کيسې او داستانونه
دا کلي همداسې دي عبدالقدیم ویاړ
دسهار شاوخوا لس بجې وې چې ټلیفون مې په کړنګیدوشو. هلو اورم: اورې؟نن شپه بیا خارجیانو عملیات کړي، په یوه کور ورننوتي درې کسه یې وژلي او دوه یې له ځان سره بیولي دي. ولې داخلک له طالبانو
تود خبر
تود خبر لکه دنورو ورځو نن هم له نورو همکارانو یوڅه مخکې دفتر ته را ورسیدم . په مخامخ دیوال رازړیدلې ګړۍ ته مې وکتل لاهم لس دقیقې اتوته پاتې وې.دخپل میزشاته ولاړم کمپیوټر مې روښانه کړ یو دوه خبري سایټونه مې راخلاص کړل،لا پ
دقاضي ټاکنه
ژباړه : وياړ ديوښارقاضي پريکړه وکړه چې خپل ځاي ناستی وټاکي.خپله دغه خبره يې له څلورو شاګردانوسره شريکه کړه او وويل:تياراوسئ چې سباته دمحکمې له غونډې وروسته به ستاسو امتحان اخلم.سباسهارکله چې قاضي دخلکو شکايتونه واوريدل او خپل کارونه يې خلاص کړل .محکمه کراره شوه نو خپلو شاګردانوته يې وويل:امتحان ته تيار اوسئ مسله داده: يوسړي ميلمانه درلودل خپل نوکريې واستاوه چې شودې راوړي ،نوکرشودې په ي
وروستی درس
ژباړه: وياړ هغه ورځ ښوونځی ته تګ راباندې ناوخته شو.ويردم چې زمونږ ښوونکی ښاغلی هامل به راباندې غوسه شي .په هغې ورځې مو ازموينه هم لرله او زما څه زده هم نه وو.ومې غوښتل چې ښوونځي ته ولاړ نشم،ورځ ډيره ګرمه وه او يرغلګر ځواکونه هم هاخوا په پټيوکې ګرځيدل راګرځيدل اوتمرينونه يې کول.په هرحال په بيړه دښوونځي خواته راوان شوم.کله چې دښار منځنۍ سيمې ته ورسيدم نو ومه ليدل يوشميرخلک چې په لاسونوکې يې په ټوټو او کاغذونو باندې ليکنې وې هاخوا ديخوا تل راتلل،دا هاغه ځاي و چې تل به
پاچا او والي
ژباړه: وياړ پخوا زمانوکې يو پاچا خپل يوکس ديو ښار د والي په توګه وټاکه .خو والي ښارته په رسيدو سره هلته په زور زياتي او ناروا باندې لاس پورې کړ،يوه ورځ يې دښار ديو نيک سړي باغ په زوره اونياوه اوهغه باندې يې تورپورې کړچې پاچاته يې بد ويلي دي اوبندي يې کړ،يوه ورځ له ورځونه هغه سړي ته موقع په لاس ورغله له بند نه وتښتيده او ځان يې پلازمينې ياد پاچا د اوسيدو ښارته ور ورساوه. پاچاته ورغی او د والي د زور زياتي نکل يې ورته وکړ،پاچا يوليک ورکړ اوپه هغه کې يې والي ته و
بخښونکې ونه
ژباړه : وياړ پخوا زمانوکې له کلي هاخوا خورا لرې د مڼې يوه ونه ولاړه وه. يوکوچنی هلک به هره ورځ ورته اوهلته به يې لوبې کولې.دونې له پاڼو نه به يې ځان ته خولۍ جوړوله په ښاخونوکې به يې ځان را ځوړنداوه او ټال به يې خوړ.له ونې نه به يې مڼې خوړې او کله چې به له لوبو ستړی شو نوبيابه د ونې ترسيوري لاندې کيناسته. ونه پرماشوم هلک ګرانه وه ، هلک هم پرونې ډيرګران و.ونه له دغه حاله ډيره خوشحاله وه.
باانصافه غل
ژباړن:عبدالقديم وياړ يوه ورځ ماښام مهالې يوڅو ځوانان سره په يوځاي راټول وو له مخې څخه يې يوسړی تيرشو چې د پيسو يوه غوټه ورسره وه د ځوانانو له منځه يوه يې وويل :نر مې بولئ چې ددې سړي دغه ټولې پيسې درته راوړم ؟ ملګرويې وخندل او ويې ويل :نه بابا له ژوندي اوويښ سړي نه څنګه پيسې راوړلاي شې ، کيداي شي چې داسړی پرتا زرور وي او له ځان سره وسله هم ولري.ځوان په سړي پسې شو تياره شيبه په شيبه لاپسې زياتيده.سړی مخکې او ځوان پټ پټ ورپسې روان و.سړی کورته ورسيد،کورته په ننوت