ژباړه : وياړ
پخوا زمانوکې له کلي هاخوا خورا لرې د مڼې يوه ونه ولاړه وه. يوکوچنی هلک به هره ورځ ورته اوهلته به يې لوبې کولې.دونې له پاڼو نه به يې ځان ته خولۍ جوړوله په ښاخونوکې به يې ځان را ځوړنداوه او ټال به يې خوړ.له ونې نه به يې مڼې خوړې او کله چې به له لوبو ستړی شو نوبيابه د ونې ترسيوري لاندې کيناسته. ونه پرماشوم هلک ګرانه وه ، هلک هم پرونې ډيرګران و.ونه له دغه حاله ډيره خوشحاله وه.
وختونه تيريدل او ونه به ډيرکله يوازې وه.
له ډيرو مودو وروسته يوه ورځ هلک ونې ته راغیِ، ونه خوشحاله شوه او ورته يې وويل:راشه زما په خاښونو پورې وزانګه او لوبې وکړه. هلک ورته وويل زه اوس غټ شوی يم زما دلوبو وخت تيرشوی دی زه اوس پيسوته اړتيا لرم،ته به څه مرسته راسره وکړې.
ونې وويل:زه خوپيسې نه لرم چې دريې کړم خو ته کولاي شي زما مڼې خرڅې کړې او پيسې يې کړې. هلک خوشاله شو د ونې مڼې يې راټولې کړې او ولاړه،ونه بيا يوازې شوه.کلونه تيرشول هلک بيا راغی،هغه اوس غټ سړی شوی و،ونه خوشاله شوه خوسړی بياهم خواشينی و.
ونې وپوښتل:ولې ناکراره يې. هغه وويل:غواړم واده وکړم اوکورته اړتيالرم.
ونې وويل: زه خو کورنه لرم چې تاته يې درکړم خو ته زما ښاخونه او تنه غوڅه کړه اوکورترې جوړکړه.سړي همداسې وکړل ، ونه بيا هم خوشاله وه.کلونه تيرشول سړی بيا ونې ته راغی اوس نو دی زوړ شوی و، ونې ورته وويل:اوس نو زه نورڅه نه لرم يوازې يو زوړ خرټی مې پاتې دی. سړي وويل: زماهم نورڅه نه دي پکار ډيرستړی يم.
ونې وويل: راځه زما پرخرټي کښينه يو زوړخرټی يوازې دکيناستلو لپاره پکاريږي.سړی دونې پر خرټي کښيناست،ونه بياهم خوشاله وه.دازوړخرټی دهغه زړه مورکۍ وه