ژباړه:  وياړ

پخوا زمانوکې يو پاچا خپل يوکس ديو ښار د  والي په توګه وټاکه .خو والي ښارته په رسيدو سره هلته په زور زياتي او ناروا باندې لاس پورې کړ،يوه ورځ يې دښار ديو نيک سړي باغ په زوره اونياوه اوهغه باندې يې تورپورې کړچې پاچاته يې بد ويلي دي اوبندي يې کړ،يوه ورځ له ورځونه هغه سړي ته موقع په لاس ورغله له بند نه وتښتيده او ځان يې پلازمينې ياد پاچا د اوسيدو ښارته ور ورساوه. پاچاته ورغی او د والي د زور زياتي نکل يې ورته وکړ،پاچا يوليک ورکړ اوپه هغه کې يې والي ته وليکل چې دسړي مالونه دې بيرته ورکړي.سړي دپاچا ليک واخيست اوپه خوښۍ سره خپل کلي کورته ستون شو،يوه ورځ يې دپاچا ليک والي ته وروړ ،والي دپاچاليک وليد او ترلوستلو وروسته يې امر وکړ چې دغه سړي ونيسئ په دورويې ووهئ  اوبندي يې کړئ ځکه چې ده زما شکايت پاچاته کړی دی نو داچې زه پاچاباندې خپل حق سپارم نور کومه ستونزه زما او دپاچا ترمنځ نشته او پاچا له ماڅخه نورڅه غواړي، له ورځونه يوه ورځ بيا موقعی برابره شوه اوسړی له زندان څخه وتښتيده اوځان يې بيا پاچاته ور ورساوه له رسيدو سره يې د والي دناکردو ټوله کيسه پاچاته وکړه  اوپاچاته يې وويل:پاچا صيب ياخو زمونږ له سره دغه ظلم لرې کړه اويا خوهم زما د وژلو امروکړه او ما له دې ژوند نه بيغمه کړه، دسړي دغه تيرې خبرې دپاچا خوښې نه شوې او په غوسه کې يې ورته وويل :ماخو يوځل امر درکړ،نور چې هر څه کوې او هررنګه خاورې دې پرسربادوې خپل کاردې دی. مظلوم سړي چې له خپل ژوند نه يې لاس مينځلی و  وويل زه به څه ته پرسرخاورې بادوم زه خو يومظلوم يم ،خاورې خو ته پرسربادې کړه چې پاچايې او دومره کمزوری يې چې يو ترلاس لاندې سړی دې خبر نه مني.پاچا دسړي په دې خبرې سره سخت وشرميده  او امر وکړ چې دهغه ښاروالي دې له خپلې دندې لرې کړل شي.