ژباړه : وياړ

             

 ديوښارقاضي پريکړه وکړه چې خپل ځاي ناستی وټاکي.خپله دغه خبره يې له څلورو شاګردانوسره شريکه کړه او وويل:تياراوسئ چې سباته دمحکمې له غونډې وروسته به ستاسو امتحان اخلم.سباسهارکله چې قاضي دخلکو  شکايتونه واوريدل او خپل کارونه يې خلاص کړل .محکمه کراره شوه نو خپلو شاګردانوته يې وويل:امتحان ته تيار اوسئ مسله داده:

يوسړي ميلمانه درلودل خپل نوکريې واستاوه چې شودې راوړي ،نوکرشودې په يوه لوښي کې واچولې او لوښی يې پرسرکيښود. پرلارراروان و ناڅاپه يوه بازچې ماريې ښکارکړی وه دده له سره تيرشو، دمار له خولې نه څوڅاڅکي زهر دشودو په لوښي کې راتوې شول،کله چې نوکر شودې کورته ويوړې اوپخې يې کړې ميلمنانه يې په خوراک ټول مړه شول.

اوس که له  تاسو څخه يومو قاضي واوسئ نو څه به وکړئ،څوک ګرم بولئ اوچاته سزا ورکوئ،خپل ځوابونه پرکاغذ وليکئ او بيايې ماته راکړئ.

لومړني داسې ليکلي وو:نوکرګرم و ځکه چې دلوښي سر يې نه و پټ کړی.

قاضي وويل:سمه ده چې دخوراکي توکو سربايد تل پټ وساتل شي خو داخطر هر وختې نه وي او مونږ په دې اړه کوم قانون هم نه لرو چې دخوراکي شيانو سرونه دې حتماً پوښل کيږي.

دويم ليکلي وو:هيڅ يو هم ګرم نه بولم ،دميلمنوبه قسمت همداسې و، اصلي ګرم خو باز و  او هغه ته خو سزانشو ورکولاي.

قاضي وويل :داخبره دقناعت وړنه ده چې ووايو د  پلانکي به قسمت همداسې و،دا د ناپوه کسانوکاردی اوقاضي خوبايد دحق او باطل پيژنده وکړي.

دريم ليکلي وو:زه کوروالاته سزا ورکوم،که کور والا خواړه څکلي واي او ورته مالومه شوې واي چې خواړه زهرجن دي نوروبه داخواړه نه خوړل.او داکاربه يې ځکه کړاي واي چې کيداي شواي چا خواړه زهرجن کړي وي.

قاضي وويل:دکورخاوند په چاباندې شک نه درلوده چې احتياط وکړي، اوبيا خو مونږ داسې کوم قانون هم نه لرو چې هرڅوک چې ميلمانه لري نو خامخادې خواړه لومړی په خپله څکي، داپريکړه هم سمه نه ده.

وروسته يې دڅلورم شاګرد رايه ولوسته چې ليکلي يې وو:نورو څرګندونوته اړتياشته.

قاضي وپوښتل:هدف موڅه دی.

شاګرد وويل:دغه مسله دپوښتنې وړځکه ده چې که زهر دمار له خولې څخه دشودو لوښي ته ورتويې شوي دي  او نوکر نه دی پوه شوی نو په دغې خبرې څوک پوه شو او چا دغه کيسه قاضي ته وکړه.او څنګه به پوه شو چې داخبره دې ريښتياوي، زه به له شودو خرڅوونکي،نوکر اودکور له خاوند درې واړو څخه دا کيسه پوښتم اوکه پوه شوم چې د بازکيسه په دروغو ده نوپه هغه چابه شک کوم چې دغه کيسه يې جوړه کړې وي. ښايي شودوکې به څه خرابي وه او شودو خرڅوونکي به دغه کيسه جوړه کړې وي يا خو به هم نوکر دکور له خاوند سره کومه دښمني درلوده او دغه شودي به يې زهرجنې کړې وي او بيابه يې دغه کيسه جوړه کړې وي.اوښايي دباز کيسه به ريښتيا وي او چابه ليدلې وي اوبيابه يې دغه کيسه کړې وي. نو له همدې امله بايد په قضاوت کې بيړه ونکړو.

قاضي وويل:افرين دې وي پرتا  تا مسله سمه څيړلې ده ،دغه کيسه ما همداسې له ځانه جوړه کړې وه اوغوښتل مې چې تاسو نه په دې ډول ازموينه  واخلم .دهغې ورځې پرسبا قاضي خپل څلورم شاګرد دخپل ځاي ناستي په توګه ونوما وه.