دسهار شاوخوا لس بجې وې چې ټلیفون مې په کړنګیدوشو.

هلو اورم:

اورې؟نن شپه بیا خارجیانو عملیات کړي، په یوه کور ورننوتي درې کسه یې وژلي او دوه یې له ځان سره بیولي دي.

ولې داخلک له طالبانوسره خو به نه وو؟

نه یوسات مخکې یې په خپلو پټیوکې اوبه لګولې لکه چې هملته یې لیدلي وو  او چې شپه ښه پخه شوه  دکور دروازه یې ورماته کړې او په ډزویې لاس پورې کړی.

خی بیګناه خلک ول؟

خود بیګناه خلک وو،دهقانان وو.

اوس حالت څنګه دی؟

حالت ښه نه دی خلکو جنازې راخستي اومخ دکابل پخوا روان دي سنګ نوشتې پورې رسیدلي نوره لکه چې لاره بنده ده نه یې پریږدي.

اوه ،ریښتیا نن په کابل که دسولې جرګه ده لارې بیخی کلکې بندې دي په ښار کې  موټر ولاړ دي ډیر لږخلک که له کورونو راووځي، ښاربیخي تړلی دی.

ولا دابه نوڅنګه شي، دا څویم ځل دی چې داظالمان( موسهي)کې دغسې دشپې لخوا عملیات کوي اوهرځلې بیا ملکي خلک پکې وژل کیږي.

ولا خلک هم بې خونده دي ،همدانن لږ ګرم وي مظاهرې کوي نارې سورې وهي سبا بیا هیڅ خبره هم نه وي.

نه نو دخلکو له لاسه به څه راشي چې حکومت یې غم ونه کړي.

*******

یوه اونۍ ورسته:

 

دسهار اته بجې دي نن رخصت یم دفتر ته نه یم تللی.خپل ځای کې پروت یم ریموټ مې لاس کې د ټلویزون چینلونه اړوم را اړوم ، یوه پښتو چینل کې سیاسي بحث روان دی،څو سیاسي او نیمه سیاسي ککرۍ یې سره را یوځای کړې دي او دټاکنو په موضوع ورنه دنظر پوښتنه او غوښتنه کوي.

دټلویزون دپردې په لاندنۍ برخه کې یو ټایټل تیریږي،پکې لیکل شوي دي:

 دکابل ولایت په موسهي ولسوالۍ کې وسلوالو په یوه بس موټر برید کړی دی. دمرګ ژوبلې کره شمیره نه ده مالومه،طالبانو دپیښې پړه پرغاړه اخیستې ده او وایي چې په دغه موټر کې د سترې محکمې کارکوونکي سپاره وو.

ټلیفون مې راواخیست او کلې ته مې زنګ وواهه .

په ننۍ پیښه کې څوک وژل شوی؟

هو،ستاسو ګاونډیان پلانی اوپلانی یو زوی یې هم ورسره دی.

اوه، داڅه وایې هغه خو ډیرمسلمان سړی و  ورور او وراره یې هم ډیر بې ازاره خلک ول.بس نو... هغه یې لا څه کوي چې ډیرۍ ملایان یې لا له ډاره جنازې ته زړه نه ښه کوي ځکه چې هلته به په قبرمسلې کوي او دعا به ورته کوي .

ډاریږي چې دشپې به په هغوی پسې هم ورشي چې تا ولې دا جنازه کړې او ولې دې دایاهغه خبره په خپلو مسلوو کې کړې ده.

ولا عجیبه ده،خارجیان دهقانان وژني او طالبان بیا راولږیګي دا خلک وژني .

 دې کلي کې به څوک سلامت پاتې شي.

                                              د۱۳۸۹لمریزکال د وږي ۱۲کابل